فساد او فاسد چارواکی


نصیراحمد څپاند


څرنګه چی هیوادوالو ته بهتره معلومه ده فساد زمونږ په هیواد کی ورځ تربلی خپلی ریښی غزوی او پیاوړی کیږی او ټولی اداری اوس په دغه کرغیړنه پدیده او افت اخته دی.او هرڅوک د ولسمشرنه نیولی ، والی، وزیر، وکیلان ، قاضیان ،څارنوالان او ترعاموخلکو پوری د فساد ناری وهی. حتا پخوانی ولسمشرکرزی فرمایلی وو:« پیسی چی پټوﺉ بهر ته یی مه وړﺉ بلکی دلته پری کور جوړ کړﺉ ». دی خبری ته نغوته وشوه خو عملی کار پکی و نه شو. د نړیوالی ټولنی میلیاردونو ډالرو افغانستان جوړوای شوای خو فساد یی مخه ونیوله. زمونږهیوادوال او یوشمیرکارپوهان په دی باور دی، چی په افغانستان کی تر یوی لسیزی جګړی او د نړیوالی ټولنی د میلیونو ډالرو مرستو له مصرف سره سره، دا هیواد د اداری فساد په ګودال ډوب دی، فسادیو له هغو مشکلاتو اوستونروڅخه دی چی زمونږ د هیواد وګړی، حکومتی ارګانونه اواداری ورسره لاس او ګریوان دی. هغه چی وایی چرته چی اداره ده هلته اداری فساد دی فساد د انسانی ټولنی اقتصادی ، ټولنیز او سیاسی پرمختګ او پراختیا یی ستونزو سره مخامخ کړی عایداتی سرچینی یی تالان وی او حکومتی سیستم زیانمن کوی. د یوهیواد د نا کراریو د لاپراخیدو او د اقتصادی پرمختګ په وړاندی د لوی خنډ سبب ګرځی. ګرانو هیوادوالو مخکی له دی چی په هیواد کی د موجوده فساد په هکله خبری وکړو غواړم د پوهانو له نظر فساد څه شی دی تعریف کړو ، ترڅو زمونږ ځوان نسل دغه شومه پدیده او ناوړی عمل لا ښه وپیژنی او ځان ورنه وژغوری.


فساد څه شی دی؟
د ترانسپرنسی انټرنیشنل اداره ، فساد هغه څه ته وایی چه د ورکړل شوی قدرت نه د خپلوشخصی ګټو په منظوراستفاده وشی او په ورسپارل شوی کار کی تر70٪ سلنه کمی چاری ترسره کړی او یا ورسپارل شوی مصارف و نه کاروی.
مونتیسکو وایی: فساد یعنی د یو ښه نظام انحراف او د یو شیطانی نظام جوړیدل ، له فوانینو او اشولو سرغړونه هم فساد دۍ.
د موقف څخه ناوړه استفاده اوګټه اخیستل د یو فرد، ډلی یا سیاسی ګوند په ګټه دعامه اداری بدلول هم فساد دی. د پیسو په وړاندی غیرقانونی اجراات (رشوت) ، دعامه شتمنۍ توتالان( اختلاس) د خپلوانو مقررول ( ضوابط په روابطو بدلول)، بی کفایتی ، د مجربو کدرونو او مسلکی پوهی نشتوالی، ټیت شخصیت (ناوړه کرکتر) ټول د فساد ډولونه دی.
د فساد معنا او مفهوم :
فساد په لغت کی ویجاړولو، ګنده ګی او تباهی او په مفهوم کی ویجاړونکی اوماتونکی پدیدی څخه عبارت دی چی د هغی پواسطه یوشی ماتیږی، کیدای شی چی دا ماتیدونکی شی اخلاقی ارزشونه وی، یاهم ټولنیز اساسات وی ؛ یا هم اداری اصول وی.
فساد هغه پدیده ده نړیوال بانک فساد په لاندی ډول تعریفوی:
د دولتی صلاحیتونو او امکاناتو او عمومی قدرت څخه سواستفاده د شخصی او خصوصی منافعو د تامین لپاره عبارت دی له اداری فساد څخه.
د ویبستر Webster د لغاتونو قاموس اداری فساد داسی تعریفوی:
اداری فساد عبارت د هغه نامشروع ورکړی (تحفی) څخه دی چی یو شخص ته ددی لپاره ورکول کیږی چی د خپل ورسپارل شوی وظیفی څخه تخلف وکړی.
د نړیوال شفافیت سازمان اداری فساد داسی تعریفوی:
د ورکړل شوی صلاحیت او قدرت څخه سواستفاده د شخصی منافعو د تامین لپاره.
سامویل هانتینګتون بیا اداری فساد داسی تعریفوی:
اداری فساد د عامه اداری د کارکونکو هغه رفتار ته وایی چی د خپلو شخصی او خصوصی منافعو لپاره منل شوی اصول او قواعد تر پښو لاندی کوی. (محمد ظهور پوپلزی لیکنه (


د اداری فساد عوامل :
په خواشینی سره باید ووایوو چی زمونږ په ګران هیواد افغانستان کی له پیړیو راهسی بی وزلی ، سیاسی او نظامی کړکیچونو ترڅنګ د ځوانانو اوزګارتیا حاکمه ده ، همدا راز په نورو پوری تړلی اقتصاد، د مادیاتو رواجول ، ملی ګټوته ژمن سیاسی ګوندونونه شتون، په اداراتو کی د شفاف مالی، لوژیستیکی سیستم اود متوازنه معاش او ترفعیاتو ورکولو ترڅنګ په اداراتو کی د مکافاتو او مجازاتو سیستم نشتون سره د مسوولیت ترڅنګ صلاحیت ورکول چی د دی اصل څرک هم نه لیدل کیږی او نه په پام کی نیول شوی ، دمعاشاتو د ویش غیرعادلانه سیستم (یوته په ډالرو معاش ورکول کیږی؛ او بل ته په افغانیو او یو بل ته دCBR معاش اویا هم  Super skillد مشاورانو خو استثنایی مساله ده. همدا راز په اداراتو کی ضوابط او روابطو ته ترجیع ورکول او د استخدام او ګمارنی ناقص سیستم په مقرری او برطرفی کی د شایسته سالار نظام نه شتون په ورسپارل شو چاروکی بی تفاوتی ، د بیروکراسی نظام ټینګښت له رسمی صلاحیتونو څخه ناوړه استفاده کول ، تخصصی چاروکی د معلوماتو نشتوالی او د مهارت ټیټوالی، قانون نه پلی کیدل او هغه څوک جی د فساد اومفسدینو پر ضد مبارزه کوی د حکومت لخوا ډیر زر په کور کیښنول کیږی او له دندی شړل کیږی چه ښه مثال یی د ننګرهار ولایت دملی امنیت رییس چی خلکو او ملی ګټو ته ژمن شخصیت و د فساد پرضد مبارزه او د هغه لخوا د مفسدینو نیول او دحکومت لخوایی په ځای د دی چی ملاټړی وشی په بیړه سره له دندی لری کول ، دهمغږی نشتون والی د یوبل په چاروکی دبیلا بیلوارګانونو مداخله په اداری تشکیل کی غیرضروری زیاتوالی او کموالی بهرنیوهیوادونو ته دکدرنو تګ او د مغزونو فراراو سیاسی فشارونه د فساد عمده او اساسی عوامل شمیرل کیږی.


داداری فساد مخنیوی:  

که څه هم افغان ولسمشر محمد اشرف غنی هم په دی برخه کی ځینی مهم ګامونه واخیستل، نوموړی د افغانستان د جمهور رییس په توګه د ټاکل کیدو په لومړیو کی د کابل بانک د ستر مالی فساد د دوسیی د څیړلو فرمان صادر کړ، په دی برخه کی ځینی کارونه ترسره شول، د کابل بانک له پوروړو څخه ډیر پورونه بیرته ترلاسه شول. حکومت ، ولسونه ، ملی شخصیتونه او دینی علما د خلکواو ولسونو تر څنګ دولتی مامورینو ته عامه پوهاوی او سیاسی پوهه ورکول، همدا راز هغوی ته د سالمی اداری اصول ورو پیژندل، د هغوی د پاک ضمیر او وجدان راویښول، د مدنی ارزښتونو معرفی او ترویج، ملی ګټو ته دژمنتیا ، له ټولنی ، بشریت او هیواد سره د مینی او وفاداری روحیی پیاوړی کولو، د شکایتونو اوریدل ، په نورانتقال کولو ترڅنګ پرځان د انتقال منلو فرهنګ دو دول ، داخلی نظارت ، دوړتیا په نظرکی نیولو ترڅنګ د مدیرانو اوهمکارنو ترمینځ د غرور او عزت نفس پیاوړی کول. په اداراتو کی د ضوابطو او روابطو پرځای وړ کدرونو ګمارنه اوکار اهل کارته سپارل تعلیم یافته ، صادقو او تجربه دارو اشخاصو استخدام هم د اداری فساد په له منځه وړلو کی مثبت رول لوبولی شی، د دموکراسی له ټولو اصولواو پرنسیپونو څخه پرځای او مثبته استفاده کول.،ځوانانوته د روزګاراو دندو زمینه برابرول. د فساد پر ضد د مبارزه په برخه کی فعالیت کونکی اداروهمږغی کول. د دولت لخوا سیاسی، ټولنیز او اقتصادی شرایطو ته په کتو داسی میتودونه ، طرحو او استراتیژی جوړول چی د اداری فساد په له مینځ وړلو کی ګټور وی. په نړۍ کی هغه ملکونه چی تر ټولو پکی اداری فساد زیات موجود دی ، د جنوبی آسیا یو شمیر ملکونه دی او افغانستان په نړۍ کی دریمه درجه ملک دی چی پکی اداری فساد زیات دی.
د فرانسی خبری اژانس د یو شمیر کارپوهانو په حواله لیکلی دی، چی په افغانستان کی موجود اداری فساد د مخدرو موادو قاچاق ته لاره پرانیزی او افغانان دی ته اړباسی چی د طالبانو خواته ورشی او دا دوه خبری په دی هیواد کی د بی ثباتۍ عمده سرچینی دی.
د آسیا فونډیشن موسسی د یوی د نظر پوښتنی په نتیجه کی وویل چی د افغانانو لپاره د تشویش وړ دریمه ستره مساله د اداری فساد موجودیت دی. د دی سروی پراساس، افغانان د طالبانو له حملو، بی کارۍ او د اداری فساد له موجودیت څخه تر بل هرڅه ډیر ځوریږی.
په کال ۲۰۱۳ کی د فساد او مفسدو ګیدړانو پرخلاف د چین مبارزه:
پنځه کاله وړاندی د چین حکومت د مفسد چارواکو چی په فساد کی ښکیل و او بهرملکونو ته په تیښته کی بریالی شوو د ملی امنیت وزارت لخو ا د فساد په ضدد ( ګیدړدښکار عملیات ) په نوم عملیات د نړۍ په ۱۲۰ هیوادونو کی پیل کړل چی تراوسه 1.3 میلیونه فاسد چارواکی نیولی دی حتا د دغه هیواد په مشهور او لوی ښار چونګ چینګ کی د کمونیست ګوند مشر سون جینګچای هم د فساد په تور نیول شوی دی نیول شویو کسانو لویه برخه په ایټالیا، یونان او بلجیم هیوادونو نه وو. کله چی پینګ په کال ۲۰۱۳ زیږدیزکال کی واک ته ورسیدو د فساد پرضد یی جدی مبارزه پیل کړه او ژمنه یی وکړه ترهغه به یی مبارزه دوام ولری ترڅو د فساد جرړی یی ایستلی نه وی.  (مسیرورځپاڼه)
سعودی هم د مفسدو ګیدړانو پرخلاف هم مبارزه پیل کړه.
په سعودی عربستان کی د فساد ضد مبارزی جرګه ګۍ په غوښتنه د دغه هیواد ۱۱ شهزاده ګان، څلور د اوسنی حکومت او په لسګونو پخوانی وزیران نیول شوی دی. العربیه تلویزون وایی، دا تورن کسان د محمد بن سلمان په امر نیول شوی دی. په نیول شویو کسانو کی پیژندل شوی سعودی میلیاردر ولید بن طلال هم شته چی په سیاسی ډګر کی هم مطرح کس دی. د اسامه بن لادن د  ورور او په ریاض کی د بن لادن د مالی بنسټ د مشر نوم هم په نیول شویو کسانو کی شامل دی. له بلی خوا د سعودی دولتی خبری اژانس وایی، د دغه هیواد پاچا سلمان د ملی ګارډ مشر شهزاده متعب بن عبدالله او امیرالبحر عبدالله بن سلطان بن محمد ال سلطان له دندو لری کړی دی. شهزاده متعب د پخوانی پاچا عبدالله زوی او د هغه د کورنۍ وروستی غړی و چی تر ټولو لوړه څوکۍ یی درلوده. محمد بن سلمان د سعودی عربستان ځوان ولیعهد دی، په دغه هیواد کی یی د سمون هڅی پیل کړی دی. شهزاده محمد بن سلمان چی د دفاع وزیر هم دی، اوس د دغه هیواد پر ټولو امنیتی ځواکونو واک لری.
د چین او سعودی هیوادنو د فساد او مفسیدونو پرخلاف میارزه ته په کتلو سره چون زمونږ هیواد هم د فساد دناوړ پدیده سره مخ دی باید زمونږ هیواد کی هم باید فاسدو ګیدړانو د نیولو لپاره (دفاسدو ګیدړانو د نیولوعملیاتو) ترعنوان لاندی یوه جامع مبارزه ته اشد ضرورت دی ترڅو زمونږ ټول دولتی واحدونه ، ارګانونو او عایداتی سرچینی تری پاکی او په امان کی شی او همدارنکه هغه فاسد ګیدړان چی دولتی مځکی ، د خلکو عامه شتمنی یی لوت کړی همدارنګه هغو مفسدو ګیدړانو چی په ملی هویت تذکرو کی د افغانیت او اسلامیت د کلمو سره حساسیت ښودلی او پرخلاف رایه ورکړی . همدارازدکابل بانک او دملی اردو سرتیرو د اعاشه ، اکرامیه ،معاش او د تقاعد یی لوټ او غلاکړی او خپلی شخصی ګټی یی ملی ګټونه غوره ګڼلی، د ملت شتمنی یی لوټلی، له خپلی دندی یی ناوړه ګټه پورته کړی په دولتی ادارو کی یی په ښځنو جنسی تیری او یا جنسی زورونه کړی او د خپلو شرمناک اعمالو د پټولو لپاره یی بیلابیلی لاری کارولی دی دبیت المال پیسی یی بهرملکونو ته وړی ونیول شی او دقانونو منګولوته وسپارل شی.
پایله: په پایله کی دا ویلی شو، چی فساد هغه ناروا شومه پدیده ناوړی عمل اوکړنه ده، چی په یوه ټولنه کی منل شوی ملی ارزښتونه، اوملی ګټۍ، اقتصادی ، ټولنیز پرمختګونه او بنسټونه ویجاړوی او ځای یی وحشت، تباهی ،بیروکراسی،انارشیزم او کړکیچونو او بهرینو هیوادونو فرهنګی یرغلونو او سیاسی مداخلو ته پریږدی.
زمونږ ګرانه هیواد فغانستان د پرمختګ په حال کی یو هیواد دی او د افغانستان اسلامی جمهوری دولت بایدهڅه وکړی چه د هیواد د اقتصادی بنسټونو د پراختیائی پلانونو د طرحی او تطبیق له لاری د خلکو د سوکالی اوهوسا ژوندانه لپاره زمینه برابره کړی. اوهمدارنګه دفاسدو ګیدړانو سره د مبارزه په خاطر یوه جامع برنامه او کړنلاره جوړه کړی ترڅو ټولنه د مفسیدینو څخه پاکه کړی.
دا موخه هغه وخت ترلاسه کیدای شی چه د یوی ښی او له فساد څخه پاکی حکومت والی زمینه را مینځ ته راشی او دا نه یوازی د افغانستان د دولت موخه ده بلکه د فساد په ورکیدو کی مهم رول خپله افغانان او تر څنګ یی د حکومت رهبری نړیوالی ټولنی په مرسته لوبولی شی تش په شعار نه کیږی او نه شعاری مبارزه د حل لاره ده بلکی عمل غواړی ترڅو دا شومه او ناوړی پدیده له منځه ویوړلی شی.

سرچینی او اخذونه:
بی بی سی ویبپاڼه
مسیر ورځپاڼه
ټول افغان
اداره اومنجمنت دټولو لپاره کتاب ، د خان آغا شینواری ژباړه

بامداد ـ زنده گی سازمانی ـ ۱/ ۱۷ـ ۲۷۱۱