دافغانستان خلک باید د پاکستان پرضد راپورته شی

او دپاکستان سره سفارتی اړیکی قطع شی

 

دوکتورحبیب منگل

وسله والو طالبانو دحوت په نیټه په کابل کی د تروریستی حملو په ترڅ کی بیا دیوه شمیر وطنوالو په وینو لاسونه سره کړ اوجنایت ترسره کړ. زه هم ددی تروریستی حملی قربانیانو روح ته دعا کوم او ټپیانو ته يی عاجله شفا غواړم او ددی جنایت په ترسره کونکو او دافغان ولس او بشریت په دغو دشمنانو او ددوی په بادارنو ؛ لعنت وایم او دا ټول جنایتونه چی د اسلام د مبین دین تر نامه لاندی دتروریستی وحشی ډلو له خوا ترسره کیږی ؛ دانسانیت ، بشریت او د اسلام دمبین دین د شعایرو او احکامو سره ضدیت لری او یوه لویه او نه بخښونکې ګناه شمیرل کیږی .
دا حملی دافغانستان پرضد دپاکستان نه اعلان شوی جګړی او ددولتی تروریزم  دصدور یوه بله بیلګه ده چی دادی د۴ لسیزو را پدی خوا دافغانستان دبی امنه او بی ثباته کولو او په کابل کی دیوه لاس پوڅي حکومت د ایجاد او زمونږ په هیواد کی د استراتیژیک عمق د ترلاسه کولو لپاره پیل شوی او دوام لری او هغه وحت به دافغانستان پرضد دپاکستان دا نه اعلان شوی جګړه پای ته  ورسیږی چی :


۱- دافغانستان خلک په ټول هیواد کی باید دپاکستان پرضد رابورته شی او دافغانستان حکومت دپاکستان سره سفارتی یا دیپلوماتیکی اړیکی قطع کړی او دملګروملتونو د امنیت شورا څخه وغواړی چی دپاکستان پرضد چی په سیمه کې د تروریزم او دبنیاد ګرایی مرکز دی او افغانستان ته دولتی تروریزم را صادروی ټوکلی ګامونه پورته کړی .


۲- دافغانستان حکومت دامریکا متحده ایالات او ناتو دافغانستان څخه په کلکه وغواړی چی دافغانستان سره دشوو ستراتیژیکي قرارداد او امنیتی موافقتنامو له مخی دتروریزم ضد جګړی کی خپلې ژمنی په رښتیا اوسمه توګه ترسره کړی او په پاکستان کی د تروریستی شبکو اډو ؛ مرکزونه او پټ ځایونو د له منځه وړلو ؛ مالی سرچینو دوچولو لپاره ټوکلي ګامونه پورته کړی او په پاکستان فشار راولی ؛ تر څو دتروریزم په ضد جګړه کې چې « دبدو اوښو تروریستانو» د چټلې لوبی څخه لاس واخلی او په خپله خاوره کی دطالبانو مرکزونه له منځه یوسی ، دفترونه یی وتړی او مشران او فعالین يي دخپلی خاوری څخه وباسی او کابل ته وسپاري او د افغانستان پرضد دنه اعلان شوی جګری څخه لاس واخلي . او دافغانستان د امنیت دتامین اودفاعی- امنیتی قابلیت دلوړولو او زمونږ دهیواد دوسله وال پوځ دتجهیز لپاره هم خپلی ژمنی په ښه توګه تر سره کړی .


۳- دافغانستان حکومت دملګروملتونو د سازمان دامنیت شورا څخه هم وغواړی چی پر پاکستان فشار وارد کړی چی د تروریستی شبکو په اړوند دامنیت شورا دقطعنامو په عملی کولو او دتروریزم په ضد جګړه کی خپل هوډونه په عمل کې ترسره کړی اوکه پاکستان دملګرو ملتونو دامنیت شورا غوښتنی ونه منی لازم تعزیرات پر وضع شي .او همدا ډول دتروریزم ضد جګړی کی دسمیه ایزی اجماع د رامنځته کولو لپاره روانه هڅو ته زور ورکړی او اجازه ورنه کړي چې افغانستان دنیابتی جګړی په ډګر بدل شي .


۴- په افغانستان کی یو موټی سیاسی زعامت او یو ځواکمن حکومت را منځته شي او داحکومت په هیواد کی د پایدار امنیت دتامین او دتروریزم ضد جګړی کی دبریالیتوب لپاره نوی او کارا امنیتی استراتيژی تدوین کړی ؛ د هیواد دفاعی- امنیتی قابلیت د خود کفایی سطحی ته ورسوي او او د سیاسی ، انتخاباتی ، مالی او اقتصادی فساد ، بی وزلی او بیکاری ، بی قانونی جړی وباسی او دهیواد اقتصادی ، ټولنیزی او فرهنګی پراختیا دندی په سمه توګه ترسره کړی اودهیواد ملی ګټي ، سیاسی ځپلواکې او ملی حاکمیت تامین او وساتی او نړیوال موقعیت ټینګ کړی.

بامداد ـ سیاسی ـ ۲/ ۱۷ـ ۰۲۰۳