تروریستانو دهیواد په علمی - فرهنګی مرکزونو کی هم ماتم جوړکړ 


داکتر حبیب منگل


تروریستانو دعلم او فرهنګ دغو دشمنانو دادی د هیواد په علمی - فرهنګی مرکزونو کی هم ماتم جوړ کړی . په کابل کی امریکایی پو هنتون باندی د تروریستانو له خوا حمله او تر سره شوی جنایت چی دهغه له امله یوتعداد افغان محصلین شهید او زخمی شول ؛ یو ځل بیا وښودل چه تروریستی شبکو او تروریستانو لپاره په افغانستان کی هرځای او هرڅوک هدف دی او دهر سړي وژنه که محصل دی او که متلعم ؛ که نر او که ښځه وی مباح ده . د تروریستی شبکو دا حملی چی اکثرا دپاکستان کی دآی ؛ اس ؛ ای په دفترونو کی پلان کیږی او د تیرو ۴۰ کالونو په شان د جهاد تر نامه زمونږ په هیواد کی ترسره کیږی د افغانستان سره دپاکستان دحکومتونواوجنرالانو ددشمنئ او افغان وژنې یوه بله بیلګه شمیرل کیږی .او دا ټول جنایتونه چی دجهاد او د اسلام د مبین دین تر نامه لاندی دتروریستی وحشی ډلو له خوا ترسره کیږی ؛ دانسانیت ؛ بشریت اود اسلام دمبین دین د شعایرو او احکامو سره ضدیت لری او یوه لویه او نه بخښونکې ګناه شمیرل کیږی .
زه هم ددی تروریستی حملی قربانیانو روح ته دعا کوم او ټپیانو ته يی عاجله شفا غواړم او د دی جنایت په ترسره کونکو او دافغان ولس اوبشریت په دغو دشمنانو او ددوی په بادارنو ؛ لعنت وایم او باید وویل شی چی دافغانستان خلک د تروریسم او افراطیت د ماتم څخه په هغه صورت کی خلاصوون موندلی شي :
چی په افغانستان کی یو موټئ سیاسی زعامت او یو ځواکمن حکومت را منځته شي او دا حکومت په هیواد کی د پایدار امنیت د تامین او د تروریسم ضد جګړی کی د بریالیتوب لپاره نوی او کارا امنیتی ستراتيژی تدوین کړی ؛ دهیواد دفاعی- امنیتی قابلیت د خود کفایی سطحی ته ورسوي ؛ وسله وال او امنیتی ځواکونه، په درنو وسلو تجهیز او په پیاوړی مسلکی رهبري تقویه او ولس دملکی دفاع په یوه جوړښت یا نظام کی بسیج کړی او داساسی قانون ددموکراتیکو ارزښتونو پر اساس ددولت د مرکزی او ولایتی انتخاباتی ارګانونو د رول دلوړتیا او دیوه دموکراتیک انتخاباتی نظام درامنځته کولو ؛ ددولت ددری ګونو قواو او دمرکز او ولایاتو ترمنځ دواک ؛ صلاحیتونو ؛ دندو او مسولیتونو دښه ویښ په برخه کی لازم اساسی اصلاحات پلی اونظام دواقعی دموکراسی په جهت کی متحول کړی ؛ دسیاسی ؛ انتخاباتی ؛ مالی او اقتصادی فساد ؛ بی وزلی او بیکاری ؛ بی قانونی جړی وباسی او دهیواد اقتصادی ؛ ټولنیزی او فرهنګی پراختیا دندی په سمه توګه ترسره کړی اودهیواد ملی ګټي ؛ سیاسی ځپلواکې او ملی حاکمیت تامین او وساتی او نړیوال موقعیت ټینګ کړی . او دا حکومت په هغه صورت او شرایطو کی را منځته کیدای شی چی دهیواد په سیاسی وضعیت کی او دواک په حوړښت ؛ دولت او حکومت او دولتی مرکزی او محلی اداره کی ملی ؛ دموکراتیک او مترقی ځواکونه مسلط شی او دبیناد ګرو؛ لوټ مارو او مافیایی کړیوسلطه او نقوذ ته دپای ټکی کیښودل شی .
او دا حکومت دامریکا دمتحده ایالاتونو او ناتو څخه په کلکه وغواړی چی دافغانستان سره دشوو استراتیژیکي قرارداد او امنیتی موافقتنامو له مخی د تروریسم ضد جګړی او دافغانستان د امنیت دتامین امنیتی قابلیت د لوړولو لپاره خپلې ژمنی په سمه توګه ترسره کړی او په پاکستان کی د القاعده ؛ داعش او طالبانو او نورو تروریستی شبکو اډو ؛ مرکزونه او پټ ځایونو د له منځه وړلو ؛ مالی سرچینو د وچولو او د تروریستانو سره د سیمه ایز او نړیوال ملاتړ د قطع کولو په برخه کی ټوکلي ګامونه پورته کړی او په پاکستان فشار وارد کړی او تری وغواړی چی د تروریسم په ضد جګړه کې چې «دبدو اوښو تروریستانو» د چټلې لوبی څخه لاس واخلی او په خپله خاوره کی د طالبانو مرکزونه له منځه یوسی ، دفترونه یی وتړی او مشران او فعالین يي د خپلی خاوری څخه وباسی او کابل ته وسپاري او د افغانستان پرضد دنه اعلان شوی جګری څخه لاس واخلي .
او به همدا ډول دملګروملتونو د سازمان د امنیت شورا څخه هم وغواړی چی پر پاکستان فشار وارد کړی چی د تروریستی شبکو په اړوند د امنیت شورا  د قطعنامو په عملی کولو او د تروریسم په ضد جګړه کی خپل هوډونه په عمل کې ترسره کړی اوکه پاکستان د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غوښتنی ونه منی لازم تعزیرات پر وضع شي .

 بامداد ـ  سیاسی ـ ۲/ ۱۶ـ ۲۷۰۸