کابل په وير کې دی

نوروهاب څپاند
دښمن يو ځلې بيا د يو شمير هېوادوالو په غوښو او وينو خپل تور زړه سوړ کړ . په لسهاؤ هېوادوال شهېدان او په سلونو زخميان شول . هغوي يوازي د مدنې حرکت له لاري غوښتل چې د خپل حق مظاهره وکړي ، په خواشينۍ چې دا سوله ايز خوځښت په وينو ولړل شو . زما او ښايې د هر وطنپالونکې افغان زړه په داسې انسانې ضد پیښه ډير ملال وي چې ګوري زما د ژوبل ژور وطن د شهېدو او ټپې زلميانو کورنۍ د غم په ټغر ناستې دي . اوښتی انسانې زيان په هيڅ ډول د جبران کېدو نه دی . زه لوي خداي ته د دعا لاس نيسم چې په خپل ستروالې ، د افغان او اسلام ضد د دغه دهشت عاملين په ستره سزا ورسوي او د شهېدانو کورنيو ته عاجل تسليت او عظيم اجر ورکاندي . په داسې يوه هېواد کې چې د نيابتې جګړي بستر په کې خپور وي ، د پاکستان او ايران شانته ګاونډيان موجود وي چې د طالب او داعشيانو روزنه او تمويل يې دنده وي ، سر تر پايه په فساد او توطيه کې غرق سياستوال او رهبران د واک زياته برخه لاس کې ولري او د جګره ايزي وضعې له امله په هر څه کنټرول لرونکې حکومتې اداري نه وي ، ډګرونو ته د زرهاؤ هېوادوالو را ايستل او په فنې توګه د هغوي مديريت نه کول ، ورته مصايب زيږولی شي . زما په هېواد کې د نيابتې جګړي لوبغاړي ، زما د هموطن د غوښو او وينو په تويولو يو له بل څخه بدل اخلې . له دې کبله په خپل هموطن بدګمانه کيدل حل لاره نه ده !
 دا هرڅه ستاسو دښمنان په تاسو لوروي . په افغانستان کې داسې پرګه پاتې شوي نه ده چې د کرغيړن دښمن له ګزند څخه دې امان موندلی وي . په دې اساس د دښمن د هر ګزار سره لا نور متحدشئ ، په خپل يووالي تورمخی دوښمن مات کړئ ، خلک ، مدنې ټولني ، ګوندونه ، خپلواک ملي سياسي شخصيتونه ، دينې عالمان او ټولنيزي فرهنګي څيري کولاي شي ، د خپلو امنيتې ځواکونو د پياوړي کولو او د دولتي اړوند نورو ادارو د هڅولو له لاري د دښمنانو د هر ډول حرکت د مخنيوي لاري چاري ومومې او خلکو ته ډاډمنه سوله راولي . کابل په وير کې پروت دی ، زما زړه او روح د ويرجنو هېوادوالو سره دی.

بامداد ـ  سیاسی ـ ۲/ ۱۶ـ ۳۱۰۷