د سولي او سیاسي پیوستون د کنفرانس کار ته یوه کتنه

د څه د پاسه ۳ کلونو هلو ځلو او د یوه کال څخه په زیاته موده کې تیلفونې کنفرانسونو د دې له پاره زمینه برابره کړه چې د ۲۰۱۶ م کال د اپریل په ۹ مه او ۱۰ مه نیټه جرمنې فرانکفورت کې د سولې او سیاسي پیوستون کنفرانس جوړ شي . په دې کنفرانس کې د امریکا د متحده ایالاتو ، کاناډا ، استرالیا ، اروپا او افغانستان څخه د ۱۰۰ تنو په شاوخوا کې د هېواد د سیاسي فرهنګی بنسټونو استازو او خپلواکو شخصیتونو برخه اخستې وه . دا غونډه هغه لمړنی ګام بلل کیږی چې په افغانستان کې دننه د سولي د سیاسي جبهې د جوړیدو په هدف پورته شوی دی . په دې ناسته کې د یولړ ملي ، ډموکراټیکو او هېواد پالو ګوندونو ، ګروپونو د استازو تر څنګ اغیز لرونکو خپلواک شخصیتونو په دې موخه برخه درلودله چې د افغانستان د روانې غمیزې د قابو کولو په خاطر د خپلو لیدلورو او دریځونو د نږدې کولو په هکله تودې او هر اړخیزې خبرې اترې وکړي او که ممکنه شي چې د ورته کنفرانس په څیر یوه ناسته د هېواد پلازمینې کابل کې هم جوړه کړي او د توافق د حاصلیدو په صورت کې د سولي د سیاسي جبهې د جوړیدو بنسټ کیږدي. د سولي او سیاسي پیوستون کنفرانس چې د قران کریم د څو ایاتونو په تلاوت کولو او د ملي سرود په اورولو پیل شو ؛ دوي برخې درلودلې د خبرو اترو او تجویزونو برخه او د ورکشاپونو برخه . کنفرانس دوه ورځې ادامه وموندله او زیاتو ګډونوالو د غونډې په کار کې فعال رول ولوبولو

 د کنفرانس لمړۍ برخه د محترمو ډاکټر یونس ناصري ، انجنیر فضل احمد بهرام زې او ډاکټر متین ساپې په مشرتابه مخته یوړل شوله چې په کې محترم زرغون شا شینوارې ، عبدالعزیز ګردیزي ، ډاکټر محمد امین واکمن ،  پروفیسور عزیز الرحمان حکمې ، همایون تاچ ، شکیلا ځدراڼ ، ډاکټر عبدالمحمد  درمانګر، پاچاګل وفادار، نوروهاب څپاند ، شاولي ارین او حسن امیري ویناوي وکړي

 هغوي د خپلو ویناګانو په ترځ کې یو لړ لاندې ټکې برجسته کړل : د مشروطیت د غورځنګ د پیل څخه تر اوسه پورې د افغانستان سیاسي جنش بریاوي او تیروتنې لرلې ، د هېواد د روانې غمیزې د پاي ته رسولو په موخه یو وارې د یو ملي او سرترسري ګوند د جوړیدو هلې ځلې پیل شوي خو پایله یې منفې شوه . بل ځل د یوه هېوادنې سرترسرې ګوند د جوړیدو له پاره د هغو ګوندونو او سازمانونو تر منځ د نږدې کېدو او یووالي خوځښت پیل شو چې ورته برنامې او موخې یې درلودلې بیا یې هم نتیجه ورنه کړه . دا ځل د یو لړ هغه سیاسي او فرهنګي ټولنو استازې او خپلواک شخصیتونه چې د وطن په درد زوریږې او د افغانستان په ټولنه او بهر میشتو هېوادوالو کې د رسوخ او اعتبار خاوندان دي ، د یوي سیاسي جبهې د تشکیل په جوړونکو خبرو اترو لګیا شوي چې د نننی کنفرانس پرانیستل کېدل هم د هغوې د زیار او پرله پسې عملي کار او فعالیت غوره بیلګه ګڼلی شو. دا کنفرانس به وښیې چې جبهه او جبهه ایزه مبارزه یوه عملي لار ده او که نه ؟ څه ډول جبهه باید جوړه شي ؟ د ګډ کار په خاطر سیاسي چاپیریال جوړول اړین بریښې ، داسې جبهه به هم کارنده نه وي چې تیوري یې په زړو کتابونو کې وي . په افغانستان کې روښانفکرې فکرونه د مهاجرینوپه وسیله را انتقال شوي ، د شورا په ۷ مه دوره کې ګوندونه مکمل څرګند شوي ، هغه سیاسي بنسټونه چې شعارونه ولري خلک راټولولی او منظم کولی شي . دا ډول بنسټونه سوله راوستلی شي ، د جګړي قالب ته د سولي قالب موندلی شي او هره جګړه په سوله بدلولی شي . د سالم سیاسي نظام د جوړولو له پاره واقعې ډموکراسۍ ته اړتیا ده ، واقعې ډموکراسې د ډموکراټیکو ګوندونو ګډون ایجابوي ، دا د افغانانو په غاړه پرته ده چې یو مرکزیت جوړ کړي او د دې مرکزیت چارچاپیره ډیرئ دینې عالمان او وطنپرستان راټول شي . په هېواد کې د سالم سیاست کولو له پاره چاپیریال برابرول اړین دی ، ځکه د سولي د جبهې د جوړولو سوال مطرح شوی دی . د دې وخت رارسیدلی چې د افغانانو تر منځ پراخ تفاهم وشي ، د سالم سیاست په وړاندې د باور د نشتوالې تشه ډکه شي ، د سولي له پاره فعالیت باید ادامه ومومې او سوله که له هري خوا راشي هېوادوال یې هرکلی کوي . د سولي جبهه یو نوښت دی او خوشالې راوستلی شي ، د سولي د ملي جرګې د فکر پلوي ، د سولي او جګړي د ځواکونو پیژندل اړین دي ځکه د سولي او جنګ عناصر ژر ځان بدلوي . د سولي په راوستلو کې هڅه وشي چې چاته ضرر ونه رسیږي ، د بیلا بیلو خواؤ تر منځ اړیکې جوړول او ناستې پاستې کول مهم دي ، سوله اوس یوازي د افغانستان له پاره نه بلکه د ټولي سیمې له پاره د ژوند د ادامې په موضوع اوښتې . دغه کرغیړن فرهنګ ته د پاي ټکی ایښودل په کار دی چې له یوي خوا له افغانانو لښکرې جوړیږي او له بلې خوا بیرته ورباندې هېوادوال وژل کیږی . د افغانستان ښځو او ځوانانو ته پاملرنه په کار ده ځکه د ټولنې دا برخې ډیر تاوان مومې . افغانستان د سړې جګړي قربانې هېواد دی ځکه د هغه موقعیت له هره پلوه د اهمیت وړ دی ، د بهرنیانو له خوا د افغانستان نیول او د طالبانو او ورته کړیو راڅرګندیدل زیاتې ستونزې پیښې کړلې ، پاکستان د طالبانو او نورو ورته کړیو د مفرزو د یو کولو هڅې کوي ، طالبان او ورته مفرزې کوښښ کوي په هره ننګینه وسیله چې کیږي ځان واک ته ورسوي ، د نظام دننه یو لړ کړۍ له دغه حالت څخه ګټه پورته کوي او د جګړو په ادامه کې خپل ننګین پایښت ګوري ، ایران د افغان مخالفینو له کوربه توب څخه په استفاده له نړیوالي ټولنې امتیاز غواړي ، دا حالت باید بدلون ومومې او د سیاسی همغږۍ په لور تګ پیل شي . که سوله نه وې په افغانانو به غیر ملي نظامونه تپل کیږي ، په تیر کې سیاستوالو تیروتنې کړي ، تیرو بهیرونو هم ګټې اړولې او هم تاوانونه ، هغوې چې خلک وژلې ، ملي شتنمۍ یې لوټ کړي او یا یې په خپلواکۍ معامله کړي د جبهې په جوړولو او پیاوړې کولو کې رول نه شي لوبولی . که یو بل ونه زغمو او تیریدنه ونه کړو جبهه جوړولی نه شو ، باید د همکارۍ نوی فصل پیل کړو

د کنفرانس د لمړۍ برخې د ویناګانو وروسته د غونډې ګډون کوونکې په ۵ ورکشاپونو وویشل شول . هر ګډون کوونکې له لاندې ورکشاپونو څخه ( ۱ ـ څنګه یوه سیاسي جبهه جوړولی شو ۲ ـ د سولي په تامینولو کې د جبهې رول ۳ ـ د سولي د پلوې ځواکونو او ګوندونو په یووالي کې د جبهې رول ۴ ـ سولي ته د رسیدو د لارو چارو د موندلو په نیت د افغانستان د اوسنې وضعیت شننه ۵ ـ  د جبهې اساسي فکرې کرښې ) د خپلې خوښې په ورکشاپ کې فعاله ونډه واخستله او د خپلې پوهې او پراتیک په دایره کې یې خپلې نطریې ، اندیښنې او وړاندیزونه له نورو سره شریک کړل . د ورکشاپونو لاسته راغلې پایلې د ورکشاپونو د ویاندانو هریوه محترمو روستایې ، یونس ناصري ، شاولي ارین ، صفدر خان او نوروهاب څپاند له خوا د کنفرانس ګډونوالو ته وړاندي شوي . د پایلو لیکلي بڼې د غونډي د مشرتابه په واک کې ورکړل شوي چې د سیاسي جبهې د جوړیدو په پراتیک او د اسنادې چارو د بشپړولو په ترځ کې له هغې ګټه واخستل شي

د کنفرانس په دویمه ورځ چې مشرې یې د محترمو همایون تاچ ، شاولي ارین او لونا فرهود په غاړه وه ، محترمو عبدالعزیز ګردیزي ، شاپیرۍ حکیمې ، محمد بشیر بشریار ، فهیمې ګهیځ ، مسعودې ، حکیمې ، ناهېد شینوارې ، محمد اسماعیل غرنې ، عبدالشکور ، محمد ارشاد ، علې محمد مجبور ، مهراب زمانې ، روستایې ، ګل احمد نبې ، انجنیر خان محمد نظام ، صالحې اسحاق زۍ ، اتمر ، نعیم اساس ، ظفر لرغون ، مهراب احمدزې ، متین ساپې ، نواب احمدزې او تنکې ځوان احمدزې ، خبرې وکړي

 هغوې په خپلو خبرو کې دا ټکې بربنډ کړل : سوله د بښلو مانا لري او د جګړې په وړاندې واقع کیږي ، هرغورځنګ چې پیل کیږي باید د بښلو روحیه ولري له دې ماسیوا جګړه پایښت مومې ، سوله ځکه نه راځې چې د هېواد پولې نه دې ټاکل شوي ، له دې کبله دولت جوړونه او ملت جوړونه لکه چې ښایې نه کیږي ، باید له ملیت پالنې د مدنې ملي پالنې په لور خوځښت پیل شي . په تاریخ کې چا ښځې مخاطب نه کړي یوازي نارینه مخاطب کیږي ، له دې کبله جګړه نښلې اود هغې په پایله کې بې کفایته حکومتونه زیږي . باید د نارینه ؤ ذهنیت ته بدلون ورکړل شي . اوسنی حالت حکم کوي چې یو له بل سره نږدې شو او همغږې پیدا کړو ، پانګوالې ځان د جګړو د ادامې له لارې ساتې او موږ د دغو جګړو د سونګ لرګې یو . جګړه هلته نښلې چیرې چې طبیعي زیرمې تثبیت شوي وي او انسان وژونکې وسلې د جګړو د ادامې په پایله کې عصري کیږي . د جبهې په کار کې ښځې ـ ځوانان او معیوبین له یاده مه وباسئ . هڅې کیږي چې ځوانان د سیاست څخه یوې غاړې ته شي ، که بهرنیان ونه غواړي ښایې د سولي د سیاسي جبهې اوسنی حرکت په شا وتمبول شي ځکه چې اختلافونه بهرنیان زیږوي . یو موټی کېدل په کار دې ، بښل باید وشي او د واک غوښتنې او لوړتیا غوښتنې د څرګندونو څخه تیر شو . د افغانستان ملي ګټې نه دې ټاکل شوي ، نړیواله ټولنه غولول کیږي ، زموږ په هېواد کې د پاکستان ـ ایران ـ سعودې عربستان ـ هند او نورو نیابتې جنګونه ادامه لري ، امریکا افغانستان نه پریږدي ، که د پخو سیاست پوهانو په وسیله هوښیار کار وشي ان د شانګهاي د همکارۍ د سازمان له لاري پاکستان ګوښی پاتې کیدلی شي . د تیرو څلورو لسیزو تاریخې څیړنه په کار ده ، د خلکو د امیدوارۍ په موخه په دریم ځواک تکیه وشي ، په خلکو تکیه وشي او د اسلام په روحیه هغوې ته یوه طرحه وړاندي شي . د سولي شورا یو فورمول وګرځول شو چې داسې باید نه وي شوي ، د دې فورمول د بدیل په موندلو کار کول اړین دي ، دریم خوځښت باید رامنځته شوی وی ، موږ له خپل ځانه لویه موخه مخې ته لرو ، یوه لارنقشه باید جوړه شي چې په هغه کې د اوږدې مودې لیدلوري وښوول شي ، د ځواکمنو ګروپونو په وسیله لابې کولو او موخو ته د رسیدو له پاره فعالیت ته اړتیا ده

د سکایپ له لاري محترمو تاج الدین ملت مل او نادر نعیم ویناوي وکړي چې د هغوي د څرګندونو مهم ټکې په پورته کرښو کې کوډ شوي دي

لکه چې دمخه ورته ګوته ونیول شوه په کنفرانس کې د افغانستان د خلکو د ترقۍ ملي ګوند په استازولۍ محترم محمد اسماعیل غرنې هر اړخیزه وینا وکړه ، هغه د خپلې وینا مهم ټکې داسې برجسته کړل : زموږ ګوند په افغانستان کې د سولي له پاره د داسې یوې جبهې د جوړیدو پلوي کوي چې وطنپالونکې ګوندونه ، سازمانونه او خپلواک ملي شخصیتونه په خپل چوکاټ کې راټول کړي ، اوسنۍ غمیزه او مصیبتونه هلته له منځه تللی شي چې ټول ملي ډموکراټیک ځواکونه خپلواک ملي شخصیتونه فعال شي او خپل منځې اختلافونه لیري کړي او په مهمو غټو ټکو د عمل یووالی وکړي . د جهاد ـ طالب ـ داعش سناریوګانې د دې وطن د طبیعي شتمنیو د لوټولو یوه څرګنده هڅه ده ، له دې کبله د ډموکراټیکو او هېوادپالو ځواکونو یوي ډډې ته کول پورته یادو شوو سناریوګانو ته د زمینې برابرول دي ، په افغانستان کې د ډموکراسۍ راوستل او بنسټیزه کول د ځانګړو افرادو کار نه بلکه دا د ګوندونو او سازمانونو کار دی ، ګوندونه او سازمانونه په ټولنه کې د دموکراسۍ ستنې بلل کیږي ، په واک خیټه اچونکی اوسنۍ حاکم قشر او د هغوي پر شاوخوا چورلیدونکې تنظیمونه ، ګروپونه او کړۍ په دموکراسۍ باور نه لري او د هغوي له خوا تشکیل شوي جبهې د خلکو په وړاندي کوم ملي او حقوقي ارزښت نه لري ، موږ د فساد ، مافیا ، زورواکانو او جنګسالارانو له لاسه د وروسته پاتې ، ژوبل ژور افغانستان د خلاصون یوازینۍ لاره د هغې سیاسی جبهې په وجود کې وینو چې د ملي ، ډموکراټیکو او هېوادنیو ګوندونو ، سازمانونو او ګروپونو او مستقلو شخصیتونو څخه جوړه وي ، زموږ ګوند تیار دی د داسې یوي جبهې په جوړولو، پیاوړې کولو او د وطن د سیاسي جنبش په ځواکمن کولو کې برخه واخلې

د ویناګانو د اورولو په ترځ کې یوه یا دوو تنو د کنفرانس د مسلطې روحیې څخه لږ په توپیر نظر څرګند کړ چې د ګډونوالو د مناسب غبرګون او د یو شمیر کسانو د اصولې واک اوټ سره مخ شول او په پایله کې ورته وړ ځواب ورکړل شو . پرته له دې د کنفرانس پاتې ګډونوالو هڅه کوله چې د غونډې کار په برې سره پاي ته ورسیږي . په کنفرانس کې ډیري مالوماتې مقالي ولوستل شولې خو د ګوتو په شمار مقالي د افغانستان د روان پیچلې وضعیت ، د سیاسي جبهې د جوړیدو په اړتیا ، د هغې په میکانیزم ، د جبهې د متشکله اجزاؤ او د هغې د فکري کرښو اړوند واورول شوي . په جبهه باندې د خبرو اترو پر ځاې په یو لړ نورو موضوعاتو او مواردو بحث ادامه پیدا کړله . په ورکشاپونو کې هم مسألې په عام ډول تر څیړنې لاندي ونیول شوي او د بحثونو پایلې هم ډیري عمومې وکښل شوي . د سیاسي جبهې د متشکله جمعې او انفرادي غړو د لا مشخص کېدو او د جبهې د جوړولو په کار کې هغوي ته د څرګندو دندو د سپارلو په هکله کوم عملې ګام پورته نه شو . یانې د جبهې د جوړیدو له پاره کار تر اوسه هم د یو لړ شخصیتونو په لاس کې متمرکز دی او پیل شوی بهیر د ګوندونو د اغیز ښیندلو څخه په یوه واټن کې ساتل کیږي . په بهیر کې د شاملو یو لړ شخصیتونو څخه داسې افاده صورت مومې چې ګواکې جوړیدونکې سیاسی جبهه به نوی ډول جبهه وي . موږ ته جوته ده چې د جبهو په چوکاټونو کې سیاست له ۱۸۴۸ او ۱۸۴۹ م کلونو څخه پیل کیږي چې د ولسې جبهو څخه نیولي متحدې جبهې ، ملي پلار وطنې جبهې، ملي جبهې جوړي شوي او د فرانسي ، هسپانیا او د ویتنام د جبهو په څیر یې بریالی پرمختګ کړی . په دې ټولو جبهو کې یو عنصر ډیر ډاکیز دی ، هغه دا چې د جبهو د ملا تیر ګوندونه او سازمانونه جوړوي . دا تعامل تر اوسه د جبهو د جوړیدو په معاصر سیاست کې له نظره نه دی لویدلی . له دې کبله وړاندیز کیږي چې د جوړیدونکې سیاسي جبهې د لمړنیو چارو د پیل کېدو سره سم د هغو ګوندونو او سازمانونو د مشرتابه له پلاؤ سره چې تر اوسه یې د سیاسي جبهې د جوړیدو سره مینه ښودلې او یا علاقه لري د مطرح جبهې د جوړیدو له لمړیو پوړیو څخه خپله همکارې پیل کړي عاجلې اړیکې ټینګې شي او هغوي په پیل شوي هېوادنې کار کې برخه وال وګرځول شي . د افغانستان د درزیدلې ټولنې واقعیتونو ته په پاملرنې ، د سولي د سیاسي جبهې په جوړولو کې د وړتیا او امکاناتو تر څنګ اړین ایتنیکې ، ژبنې معیارونه چې د جبهې د لا تنوع سبب کیږي په نظر کې ونیول شي

په ټوله کې د کنفرانس برخه والو د سولي او سیاسي پیوستون د کنفرانس جوړیدل وستایه او په دې یې موافقه وکړه چې ورته کنفرانس دې پلازمینه کابل کې جوړشي او د اعتبار وړ سیاسی او فرهنګي بنسټونو استازې او خپلواک ملي شخصیتونه ورته راوبلل شي او د هغوي په خوښه او موافقه د سولي د سیاسي جبهې بنسټ ایښودو ته زمینه برابره شي

د کنفرانس کار د په زړه پورې نظر څرګندونو او په ورکشاپونو کې د پراخې برخې اخستنې څخه وروسته د محترم همایون تاچ له خوا د یوي لنډې ، خو د عالې منځپانګه لرونکې پریکړه لیک په وړاندي کولو سره د پاي په لور بوتلل شو . په پریکړه لیک کې د سولي د سیاسي جبهې د جوړیدو د موسس کنفرانس ( چې کابل کې جوړیږي ) د رابللو د تدارک کمیسیون د غوراوي ۷ کسیزه ډلګۍ په ګوته شوه او پریکړه لیک د رایو په اتفاق تصویب شو

د سولي او سیاسي پیوستون د کنفرانس بهیر د دوه ورځو فعال کار وروسته ، محترم ډاکټر متین ساپې او کورنۍ او د جرمنې افغان میشتو وروڼو ته د کوربه په توګه د کور ودانې له ویلو ، محترم زرغون شا شینواري ته د هغه د ښو خدمتونو له امله د عنعنوي چپنې په ډالۍ کولو  او د محترم خان محمد نظام له خوا د مبارکې دوعایې په ویلو سره پاي ته ورسید

پاي

د کنفرانس په کار کې د افغانستان د خلکو د ترقۍ ملي ګوند د استازولۍ له خوا

 

بامداد ـ  سیاسی ـ ۱/ ۱۶ـ ۰۶۰۵