بیایید «من» ها را« ما » بسازیم
گره مشکلات را وابسازیم
زدیروزامروزآموخته ها را
وسیله توشه فردابسازیم


« نجم الرحمن مواج »

 


افغا نســــــــــــــــتان

وريدلاى زه دلمرله سترګې نوريم
چاته تور،وچاته شين اوچاته سوريم
دوست ته مې شمه جنت لکه خليل ته
خوغليم ته سره سکروټه سورتنوريم
چې دحق رڼاته ورکړي غزونه
زه موسى دزماني ته هغه طوريم
وم خپلواک، يمه خپلواک اوخپلواک پايم
نه دچايمه باداراونه مزدوريم
هرې لويشتي کې به ټينګ دحق سنګرکړم
دتاريخ اوږ دوکې ټول منصورمنصوريم
داچې چا؛ نه يم تراوسه پېژند لاى
دهريو له پوهې پورته شان شعوريم
دآسیادخپلواکۍ توغ مې په لاس کې
ددښمن په پرځولوکې مشهوريم
نهوټکېونه مې نوم افغانستان شو
لوستل کېږي چې، نه هغه لوست مستوريم
هندوکش ، پامير.، خېبر مې شاهدان دي
دتاريخ اتل ، دسیمې ځواک ، مغروريم
په لاس تش ، سترګې مړې اووچې شونډې
قناعت پانګه درنه بډاى معموريم
له شپږ لوري داورکاڼوته يم موخه
بيارغيږمه راتلونکى ته مسروريم
دپردو،خپلوتاړاک ته ايسارپاتې
لرم زغم دپېښونه چې مات تروريم
دتودواوبوپه مينې کې تل ګورﺉ
کله وران کله سيزلاى کله چوريم
د نړۍ سیاست سیالۍ له ډېره قهره
لژندوينوکې کلونه پروت رنځوريم
مابه وپېژنی سم که راته ځيرشی
دخوشحال ،ميرويس ،محمود، احمدانځوريم
دآسيا زړه يم نړۍ ته تل په نښه
هم لويديځ ، ختيځ ته لوست دلوړ غروريم
يم مواج دځمکې ژوندڅپوبهيرکې
دپايښت اوپرمختـــګ پرمې مخـــموريم

« نجم الرحمن مواج »

 

بامـداد ـ فرهنگی ـ ۱/ ۱۴ـ ۱۹۰۸