جـنـازې

هره ورځ د ارمانونو جنازې  وړو
هــدیــروتــه د گـلونو  جنازې وړو
د بادونــو کرونــده په اوښکو پالــو 
د شهـیدو بهــارونــو جــنازې وړو
د امید باغچـه د وینــو جـزیــره شـوه
د وږمــې د شنــو وزرونو جنازې وړو
د بدرنگې شپې له سیورې نه لمرغواړو
د گلمخــو سهــــارونــــو جـنــــازې وړو
په ایرو کې لټوو د قسمت ستوري
د هینــدارو د یادونـو جـنـازې وړو 

( صدیق کاوون )

 

 

بامـداد ـ فرهنگی ـ ۱/ ۱۴ـ ۱۶۰۷