زاله زمانه

باغ مې د زړه شین شو راته و خندل غو ټۍ پکې
سرو جامو کې ناسته ده ، د هیلو ناوه کۍ پکې
شاړه د ژوندون مې بیا په مشکو باندې پټه شوه
څري چې په مینه د لیلا سترګې هوسۍ پکې
وشلېدم له ځانه خو د فکر ټال مې نه شلېږي
زانګې لا تر اوسه مې د کلي جنوکۍ پکې
زه به مې دا توره شپه په ستورو باندې وپوښم
یو ځل که پلو له مخه لرې کړي سپوږمۍ پکې
غاړه د وطن به مې وچته تر آسمانه وي
څو پورې رپيږي چې ټیکری د ملالۍ پکې
زاله زمانه ده خپل دوکان یې غوړولی دی
بې توله خرڅیږي د مردانو ککرۍ پکې .

صدیق کاوون

 بامـداد ـ فرهنگی ـ ۲/ ۱۴ـ ۲۵۰۶