د پلار ورځ

د پلار ورځ
د شملې ورځ
د تورې ورځ ده
چې له پت اوخپلواکیه کوي ننګه
هرغلیم اوښکیلاکګرکړي په ګونډو
کړي دښن باندې دا
ارته نړۍ تنګه
توري شرنګ نه یې تاریخ اړوی پاڼه
لیک یادګارشي
په سینه دهره کاڼه
د پلار ورځ
د کارو زیاراوحرکت ورځ
دغلو دانو ډېروالی برکت ورځ
د پلار ورخ
د لیک لوست ورځ
د کتاب اوښوونځي ورځ
د رازونو راسپړلو پوهنځي ورځ
د پلار ورځ
د نویو،نویو بدلونونو
د تخنیک اوپرمختګ اوښتونونو
د پلار ورځ
که:
ولوله ملکوتي
دهمت ځغاستې
او،
زیارپه لوربلنه
پښت په پښت کړي له ټولنې نه پالنه
د ښه پلارپرپل که کېښودل شي پل
شخصیت به یې خوندي وي له اجل
د پلار ورځ ډکه له مینې
اومانا ده
دنیا ټوله کې څرګنده دارڼاده
لومړي پلارنه
ترهرپلاره
بیله مینه
بیله هیله
بیله لاره
که یو قوم ،ملت پربرم باندی یې ویاړي
بل پرتېروکړویې ویرکوي اوژاړي
او،
ترډېره به لاوشمېري لتاړي
د پلار ورځ
د اولادونو مینې ځاله
ویې لمانځه، ښه یې لمانځه ښه یې پاله
د پلار ورځ ډکه له مینې ارمانونو
ځیني،
ځي ترې لمن تشه دګلونو
مونږیې ویاړو پریادونو تکلونو
مونږیې ویاړوپریادونوتکلونو

مواج


کابل:دسهار ۹ بجی ۲۷/۳/۱۳۹۳ دوتر

 

 

بامداد ـ فرهنگی ـ ۱ / ۱۴ـ ۱۷۰۶