هردم شهیدونه

زرګونه شهیدان د بدخشان غواړي
لامې دهرې ورځې
ټپ ته پټۍ نه لرم
هره چاودنه رانه
دسرتاوان غواړي
څومره ارزان
دبی رحمیو له رضانه
رانه ځان غواړي
ځوان،زوړ،ماشوم
موروپلارنه پېژني
یوخوارانسان غواړي
یوخوږافغان غواړي
له طبیعې ناورینه
ځمکه راوښویېده
هردم شهېدونه
زرګونه شهیدان دبدخشان غواړي
ای ځمکې!
څومره ظالمه شولې خوله دې ورپرانیستله
په نهنګي اشتها،
تاکړې څوکلي تېرې
له
ناولي کومې
او
په زرګونه کسان
دمړینې لومې ته شول
دنیستۍ کومې ته شول
دلته دځمکې په سر
انسان انسان ته لیوه
زماوطن او،وطنوال ستړي دي
دمرګ وژوبلې له اوږدو لړیو
اوس له سلګیو ساه لنډي وریږي
لاسونه هم لپه کولای نشي
چی له شپږلوري هم پرې
وارونه څومره سخت بیواره راځي
له طبیعت ،له ګاونډ یو له اغیاره راځي
دګونګوکړیکو،اسره
په زړونو څړیکه،څړیکه
هره شېبه خوروي
پرویرافغان ځوروي
هرویښ وجدان لړزوی
هرویښ وجدان لړزوي

  ( نجم الرحمن مواج )

 

    بدخشان گریه دارد


برحال« ارگو» چشم هرافغان گریه دارد
لغمان پنجشیروبلخ و بدخشان گریه دارد
کابل به سوگ نشسته وننگرهارکوِی ژړا
نیمروز، فراه و زابل وبغلان گریه دارد
پکتیا وپکتیکا وغزنی، خوست ونورستان
قندهار،کاپیسا لوگرو میدان  گریه دارد
تخار و فاریاب و سمنگان بنالند
بامیان، سرپل کنر و پروان گریه دارد
کندوز، دایکندی وهلمند و بادغیس
ارزگان وهرات، غور و جوزجان گریه دارد
«مواج » دورنیست مروت زانتظار
احساس پاک وقوت وجدان گریه دارد.

 ( نجم الرحمن مواج )

 

بامـداد ـ اجتماعی ـ ۲ / ۱۴ـ ۰۷۰۵