یوه لیــــــدنه


د اکتوبرد میاشتې له ورځونه یوه  ورځ چې زه کا لج کې وم سیتا زما د موراو دوې خویندې لیدلوله پاره زمونږ کورته راغلې وه او یوه اندازه فرانسوي اوانګلیسی ډول، ډول شامپوګانو اوعطرونونه سوغات یې راوړی و.
کوم اپارتمان چی موږپه کرایه نیولی وو دوې کوټې درلودې چې سره نښتې وې.دهغه کوچنۍ کوټه چې مې ځان ته ځانګړې وه یولږڅه ژوردیوالی ویترین یې درلود چې پردووخوځندو ښیښوښکلی شوي وه،یوه ښیښه یې چې دتی روکرایه ناستو، دبی پروایئ له کبله ماته شوې وه له نښلوونکی تورې پټۍ سره یې بیرته نښلولې وه چې ډیره بدرنګه ښکارېده.ترما ډېره کوچنۍ خورمې چې له هندي فیلمونو سره خورا ډېره مینه لري، دسینمایی مجلو ګڼې یې په کې ایښي دي چې تریوې کچي دماتې عیب یې پټوه.دکوټې کړکۍ ته نژدې د کوڅې لورته خلاصید له یومستعمل فلزی تخت له دوه وڅوکیو سره چې له سپينو نایلونی پټیونه اوډل شوی وځای درلود چې مورمې پروسږکال له یوې مهاجرې افغانی کورنۍ نه چې د کانادا په لورې رهي وه په ټیټه بیه پیریدلې وه. د کوټې ختیځ خواته یوکوچنی لرګین میزچې مخ یې آبی کشمیره چیټ پوښلی و،دیوشمیر دري اوانګلیسی کتابونه د انځورګری څو، لوله کاغذونوسره ترسترګوکیده.لږڅه پورته درنګ تللی دیوال پرمخ چې له مودو،مودویې درنګمال برس نه و لیدلای دافغانستان یوه(توراوسپین) نقشه چی ښایي له هیواده بهر دخپرونوکلنی سوغات وي ځان ته پان اړوه،چي دهوا رطوبت او دوخت تیریدل هغه یې دیوه ګونځې ګونځې کاغذ په بڼه اړولی و. کله ناکله چي دبسترپرمخ غځیدم سترګه مې پرهماغه نخچه لګیده چې لکه زما دهېواد غوندې دآسیاپرزړه کې یې خپله ټینګتیا له لاسه ورکړې ده اودهمدې نخچې دوروستنې مقاومتونو سره سم یوه ورځ به ټوټې ټوټې شي اویوازې مربع ډوله داغ یې ددېوال پرمخ پاتې شي.
دځای تنګوالی له کبله ډېروختې به موله همدې کوټې نه دمېلمستون کاراخیست چې موربه مې دخپل همیشني عادت له مخې سیتاهمد لته رابلله.
دخبروپه ترڅ کې دسیتا سترګه دمخامخ دیوال لورته چی خپل پورتریت یې ځړېدلئ و، ولګېده.سیتا له ځایه سوچ وهلی راپورته شوه.په داسې حال کې چې سخته حیرانه شوې وه وویل:
فرید تراوسه له دغه کارنه ماته کومه اشاره نده کړې.مورمې په دې پلمه چې هغه یې له دې حیرانتیاژغورلې وي ځواب ورکه:
ـ ښایی فرید له خپل کاره راضی نه وي او له همدې امله یې تاسوته څه نه دي ویلی.
سیتا له تعرفه په ډکه لهجه وویل:
ــ برعکس راڅرګندیږي چی زما په بدرنګه څېره یی ډېرزیارګاللئ دئ.
مورمې په موسکا وویل:
ــ هیله کوم ما تراوسه ستاسوپشان ښکلې نجلې نده لېدلې، پرښکلابرسېره فریدستاسولوړشخصیت اوکمینی هم ډېرستایی.
سیتا په شوخي وویل:
د فرید په خبروهم دومره باور مه کوئ، زماپه باره کې ډېره مبالغه کوي( ترلنډځنډوروسته) که زه دا تابلوله ځان سره یوسم آیا تاسې حاضر یاست پرمایی وپلورئ؟
مورمې ویل:
سیتا جانه تاسې څه وایئ،که چېرې فرید خبرشي څه به وایي،خپل مال څرنګه له موږه پېرې، که چېرې ستاسوترمنځ د پېرېدلو اوپلورلو معامله وي فرید به د قیامت تر ورځې ستاسوشفقت ادا نشي کړئ.
سیتاپه پسته لهجه وویل:
تاسې ماته خجالت راکوئ.زه خواشینې یم چې مې تراوسه پورې د فرید له پاره ونشوکړئ کوم کارترسر ه کړم، ښایی زموږد دوستئ کیسه یې تاسوته کړې وي.
یوه ساده پېښه موږیې سره مخامخ کړوچې په ژوند کې ‌ډېرلږداسي پېښېږي.ای کاشکې چې مې کولای شوئ ډېره موده دلته پاتې وای هغه وخت ....
سیتا خپل سرپخپل ګریوانه کې وردننه کړ،مورمې له وخت نه په ګټه اخیستو سره وویل:
د فرید خواشینی هم دلته ده چې تاسو په نژدې راتلونکی وخت ډهلئ پرېږدئ اوهغه به بیا پرته له تاسو د یوازیتوب احساس وکړي.
سیتا ویل:
_ پدې زه په خپله هم پوهېږم له همدې کبله ډېره په سوچ کې یم ترهغه ځایه چې پرهغه پوهېږم زما سره روږد شوئ دئ (تریو لنډ سوچ وروسته) بیاهم مه اندېښمنه کېږئ،خدای ټول کارونه سموي،همداچې پښه مې لندن ته ورسېږي،هغه ته به یوکار وکړم.ښه به دا وي چې وروستي کارونه راتلونکي ته پریږدو.
سیتا یوځل بیا کوټه له نظره تېره کړه خپلې خبرې وځغلولي:
ـ آیا فرید جان ته زما له راتګه دلته څه وایئ؟
مورمې په حیرانتیاوویل:
ـ وای زما لورې څنګه به نه وایم خدایږوڅومره به خوښ شي.
سیتا په خندا وویل:
ښایي پرما،په قهرشی چی ولی مې مخکې هغه خبرکړئ نه دئ.
مورمې ویل:
زه یو زوی لرم هغه مې ښه روزلای دئ، تردې کچه به بی ادب نشي چې پرتاسو په قهرشي،برعکس هغه به ستاداحسان منندوی وي.
سیتا په مینه وویل:
مورجانې ما شوخي وکړه.اوس مې فرید سم پېژندلای دئ چې یو ډېرصمیمی دوست دئ. په هرحال ډېره هیله منه یم له تاسو سره ترډېره کېنم اما زه مې دپلار تلیفون ته منتظره یم چې ښايي پریو ولس نیموبجو په کورکې واوسم، که اجازه راکړئ چې له زحمته موخلاصه کړم.
مورمې ویل:
یوپیاله چای دې هم سم ونه څښه.څه وکړم چې ستاسود پلارتلیفون له کبله ټینګارنه شوم کولای اوکه، نه تاسومې افغانی خواړوته رابللای چې غرمه مو زموږغریبانه کورکې تېروله.
سیتا دوستانه وویل:
البته چې مې خپل کور دئ. زه یو تشریفاتی انسان نه یم که چېرې مې وخت درلودلای پرته له تعارفه به د فریدجان تر راتلو پاتې کېدلم،اما یو داسې معذرت لرم چې ښايي ولاړه شوم. ستاسوله مېلمه پالنې، یوه نړۍ مننه، هیله ده چې بیا هم تاسې ووینم. زه دفرید دا نوئ اثرله ځان سره وړم او له وعدې سره سم چې نن ماښام مې هغه وليده په دې برخه کې به له هغه سره خبرې وکړم.
مورمې ویل:
هرڅنګه چې دې خوښه وي.ستاسوخوښي زما خوښی ده.سیتا کله چې له تابلوسره کوریې پریښي وه دبیسکویت تربشقاب لاندې یوپاکت لېدل کېده چې دهغه په منځ کې یو، زرامریکایی ډالرو. سیتا ترهغې ورځي پورې چې هندیې پرېښوده، په دې برخه کې یې زماسره کومه خبره نه وه شریکه کړې. په باوري توګه چې د مرستې په نیت زمونږ کورته راغلې وه اما دخپل فکري ذکاوت نه یې کاراخیستې د تابلو په وړلو سره ځان ته پلمه جوړه کړه چې ګواکې دهغې بیه یې ورکړې ده ترڅوهیڅوک یې د منت پوروړې پاتې نشي.ترکومه ځایه چې ما سیتا پېژندلې ده یوه سخاوتناکه نجلۍ وه، که چېرې دهغې منظورزما له مورسره پولې مرسته نه وای، هیڅکله به یې دا،احمقانه پوښتنه نه رامنځ ته کوله،چې زه حاضره یم له تاسونه تابلو وپېرم.زموږله کوره دهغې تر وتلو پورې دا پوښتنه زما مورته هم یوه معما وه چې ولې سیتا د پلورلو او پېرېدلو موضوع رامنځته کړه.
ما په وار وارو پتيل چې دا موضوع له سیتا سره مطرح کړم او د خپلې موراوخورپه وړاندې دهغې له مینې نه مننه وکړم، ولې دهغې له چوپتیانه پوه شوم چې پدې برخه کې له هغې سره هیڅ کومه خبره ونه لرم. مور د خپلې زمانې نګه عقېدې له نظره نیت کړئ و چې دسیتا د روغتیا او لابریو له پاره یوپسه دخواجه معین الدین چشتي درګاه ته په اجمیرشریف کې قربانی کړي. کومې پیسې چې یې له ځانه سره زېرمه کړي وې د سیتا ترتګ درې میاشتې وروسته چې هواهم مساعده شوې وه د جیپورله لارې اجمیرشریف ته وخوزېدو.خدای دخپلوټولو بنده ګانو ساتونکئ دئ.

 

 

بامداد ـ فرهنگی ـ ۱ / ۱۴ـ ۰۸۰۲