يـو گـل د وطــن
د زړه کتاب دې پـرانـيزه، خواږه د سُخن را
د شونـډو له گلباغه دې يو گـل د وطن را
د زړه پر سر مې وټومبه د مينې سور گـلاب
د حُسن له دونيـا نه دې يو څـاڅکی چمن را
کـه ورژېــدم دلـته پـه غـربـي غُـربــت آبـاد
د خپلې شرقـي مينې له شـغلـو نه کفن را
عادت مې شو جانانه څاڅکی څاڅکی سوزېده
ايـرې مـې کـړه خو بيـا راته د شـمعې بـدن را
د سـرو گلو ټـاپو کې مې خاطـر نه شـو آرام
غونچه مې د نرگسو شه، خوشبو دې د تن را
خيرنې شېبې پرېمينځه په اوښکو د سپوږمۍ
بــاران د مـحـبـت راتـه پــه دښـت و دمــن را
دونـيا او مافـيها دې وي بـس تـاتـه مبارک
خـو مـاتـه مې يوازې يوه لوېشته وطــن را
(صدیق کاوون )
بامـداد ـ فرهنگی و اجتماعی ـ ۲۵/۲ـ ۰۴۱۲
Copyright ©bamdaad 2025