د افغانستان د آبادۍ ګوند د اروپایي شورا د ډاډګېرنې او خواخوږي پیغام

 

په ژورې خواشینې سره مو خبر تر لاسه کړ ،چې نوموتی شخصیت،ملي مبارز، غښتلي وطندوست د مخکینې لومړي وزیر مرستېال ،د عدلي وزیر او د افغانستان د ابادۍ ګوند  مرستیال ملګری عبدالرشید آرین ، له دې فانې نړۍ سترګې پټې کړي دي.

ملګري آرین د افغانستان د خلق دیموکراتیک ګوند د مرکزې کمېټې غړی وه .وروسته د وطن په ګوند کې وه او په لوړو دولتي پوسټونو ، د لومړي وزیر مرستیال،لوي څارنوال،د عدلي، اطلاعات او  کلتور وزیر، په پاکستان کې د افغانستان سفیر او د آبادۍ ګوند د مخکښانو له ډلې څخه وه.

مرحوم آرین ، پوه، پاک نفسه، مبارز، خلکو او وطن ته وفاداره  شخصیت وه چې ټول ژوند یې د افغانستان د زحمتکښانو د خپلواکۍ او عدالت لپاره مبارزه او خدمت کې تېره کړه او د ژوند تر آخرې ورځې پورې په وطن کې پاتې شوو.

د افغانستان د آبادۍ ګوند اروپایي شورا په همدې مناسبت د خپلې ژورې خواشینې او ډاډګېرنې مراتب د یو زړور ، پېژندل شوي او وطندوسته مرحوم ملګرې درنې کورنۍ، درنو ملګرو او د ترقی او عدالت جنبش همفکره ملګرو ته وړاندې کوو.

روح یې ښاد، یاد  او خاطرات به یې تل له مونږ سره وي.

په درنښت

 

ولي محمد زیارمل

د افغانستان د آبادۍ ګوند د اروپایې شورا رییس

 

اگهی های فوتی و پیام تسلیت ـ بامداد ـ  ۲۵/۳ـ ۱۲۱۱      

Copyright ©bamdaad 2025