گـــلبـــانــــو

 

 

پسرلی شو د راتـلو آواز يې اورم

 

غوږ مې ايښی د پښو آواز يې اورم

 

پـسرلی شـو گلبـانو د بهار راغـله

 

زه يې اورمه ښـکالو د بهار راغـله

 

خـزاني سېلۍ په خپله مـخه لاړه

 

گلبانو د باغ په وره کې ده ولاړه

 

گلبانو د سرې غونچې ټيکری اغوستی

 

شنو غونډيو د وږمې ټيکری اغوستی

 

گـلبانو د پـسرلـو پـر اوږو راغـله

 

د هـوا پـه گـلـوريـنو څـپو راغله

 

گلـبانـو ټـوله په آب و تـاب ځلېږي

 

په وربل کې يې اصيل گلاب ځلېږي

 

گلبانو د پسرلي، د ژوندون ساز دی

 

گلبانو د شنې وږمې د زړه آواز دی

 

گلـبانو مې د خـوبونو ښاپـېرۍ ده

 

گلبانو د تورو شپو سپينه سپوږمۍ ده

 

گلبانو د کوچـيانۍ پېغلې نـتکۍ ده

 

گلـبانو د وچـو دښتو شـهزادگـۍ ده

 

گلبانو تنکۍ وږمه د جگو غرو ده

 

گلبانو نـری شـمال د سـردرو ده

 

گلبانو د اشـراقـي رڼا جـلوه ده

 

گلبانو د خدای د مينې ولوله ده

 

گلبانو! راځـه زما د زړه درمان شه

 

د اميد پر وچه للـمه مې باران شه

 

گلبانو راځه په زړه کې مې مېلمه شه

 

د غـمونو تـورو شپـو ته مې ډيـوه شه

 

گلبانو مـاته د مينې گـلاب راکه

 

تشنه لب يم لپې لپې شراب راکه

 

گلبانو راځـه پـرواز ته مې وزر شه

 

بې څراغه تورو شپو ته مې سهر شه

 

تا خو وليدل چې څنگه خزان راغی

 

پـه گـلپاڼو د ږليـو تـوفـان راغـی

 

تا خو وليـدل تنکي تنکي گـلونه

 

چې پرې واوښتل لورونه او لوونه

 

تا خـو ولـيدل گلان څنگه رژېږي

 

په شنېليو سرې سکروټې راورېږي

 

تا خو وليدل چې باغ ته غدۍ راغله

 

پـه تنـکـيو گلـغوټـيو ږلــۍ راغله

 

د شنو هيلو څلی و نړېد برباد شو

 

د مستيو خـرابات خراب آباد شو

 

نـيستان د تاندو هيلو هــديـره شوه

 

د نغمو کوډلـه ورانه شوه سپېره شوه

 

د فرياد چيغه شوه تېره له ميقاته

 

د خـيالونو له بېړۍ تر عـرصـاته

 

مـيفروش له ميکدې نه آواره شو

 

چې ملا او محتسب پکې دېره شو

 

گلبانو را ځه گلونو ته سا ورکړه

 

وچو لښتو ته نغمه د نڅا ورکړه

 

د چمن پر شونډو خپور کړه د بلبل غږ

 

د وږمـې پر غـوږو وټـومـبه د گل غږ

 

د بې نوره، بې سروره شپو څراغ شه

 

د عـمرونـو تشنه لـبو تـه ايـاغ شه

 

پـر شـگـلنو دښتـو وکره لالـونه

 

د تيارو پر لمن کېږده څراغونه

 

د خوښۍله ښاره ډکه ځولۍ راوړه

 

د گـلونـو، د عـشقونو ډولـۍ راوړه

 

گلبانو راځه په کلي کې دېره شه

 

د خوږې مينې تلپاتې جزيره شه

 

په خاموشو ماښامونو کې شور کېږده

 

د ريـا د زاهد خـونه کـې اور کېږده

 

د ماتـم شېبې کړه مستې په سندرو

 

ماښـامـونه کړه جړاو پـه مـرغـلـرو

 

د خوښۍ په شغلو پرېمينځه د غم شپې

 

دا خيـرنې، دا اوږدې، دا د ماتم شپې.

 

( صدیق کاوون )

 

 بامـداد ـ فرهنگی و اجتماعی ـ ۲/ ۲۵ـ ۰۶۰۴

Copyright ©bamdaad 2025