گلـڅېـره
گلڅېره بیا دروازې ته ده ولاړه
شنه ځولۍ د کتابونو یې پر غاړه
تور زنځير د دروازې گرېوان نیولی
ښوونځی لکه د تورو تيږو شاړه
***
نه د " زنگ " خوږه نغمه راپورته کېږي
نه د پوهې نوراني ډیوه بلېږي
نه "معلم" نه "متعلم" نه "چپړاسي" شته
نه آواز د توتکیو، راجگېږي
***
گلڅېره لکه د شپې اوربلکۍ وه
گلڅېره لکه د زېړو گلو لښته
هره ورځ یې د امید غوټۍ رژېږي
گلڅېره د آرمانونو سوې دښته
***
گلڅېرې په خوب کې بیا مکتب لیدلی
بیا یې زړه کې د امید زړی کرلی
بیا سهر شو، بیا په منډو منډو راغله
شين کتاب يې په سينې پورې نیولی
***
هر سهر دلته په سلو هيلو راشي
چې د پوهې له چينې نه رڼا واخلي
د رڼا په سمندر کې غسل وکړي
مينه واخلې، يوه لپه خندا واخلي
***
گلڅېره خبره نه ده چې بنديز دی
قلم بند، خبرې بندې، خندا بنده
تباشير او تخته دواړه گناهکار دي
د خيرنې شپې کوڅو کې رڼا بنده
***
لکه مار د ښوونځی پر دېوال ناسته
د ملا د نظارت توره قمچینه
د کتاب او د قلم په دښمنۍ کې
وچوي د ژوندانه د گلو وينه
***
د تاريخ په کومه څنډه کې ولاړ یو
چېرته ځو، لاره مو څه، مرام مو څه دی
قافله رانه تېرېږي موږ یې گورو
خدای خبر سبا مو څه انجام مو څه دی؟
(صدیق کاوون )
چو شمع از پی علم باید گداخت
که بی علم نتوان خدا را شناخت
(شیخ سعدی )
بامـداد ـ فرهنگی و اجتماعی ـ ۲/ ۲۴ـ ۱۶۱۲
Copyright ©bamdaad 2024