هم منظری هم کلاګانی هم یرجونه دي

دغه زما د وطن غرونه دي

دلته د جنک دلته د سولی مرچلونه دي

دغه زما د وطن غرونه دي

دلته د خلکو شور ماشور شته

ایرو ایرو لاندی یی اور شته

دلته مات شوی زورور زبرځواکونه دي

دغه زما د وطن غرونه دي

هره خوا هسکی هسکی څوکی

هیجانونه کړیکي کړیکي

دلته د زرکو او بازانو آوازونه دي

دغه زما د وطن غرونه دي

دره دره ګلشن ګلشن دی

طاقت طاقت وسمن وسمن دی

دلته ایل شوی د اور شیندو یرغلونه دي

دغه زما د وطن غرونه دي

هر اهریمن دلته لویدلی

هر شاتکپالی په شا شوي

په تورو شپو یی پورته شوی کهیځونه دي

دغه زما د وطن غرونه دي

زمونږه لوی لوی ویاړونه

دا د بیړیو ارزښتونه

(عسکره ) دا د ټول ولس شریک زیارونه دي

دغه زما د وطن غرونه دي.

 ( عسکر چالاک )

 

 

بامـداد ـ فرهنگی و اجتماعی ـ ۲/ ۲۳ـ ۰۷۰۷

Copyright ©bamdaad 2023