د کونړ ولایت جغرافیایی موقعیت او پولی

 

میرسلام ساپی

له کومه وخته چی د کافرستان په درو او سردرو کی د اسلام نفوذ او نوم یی په نورستان واړول شو،  له همدی وخت راهیسی دا سیمه د مرکزی اداری تر حاکمیت لاندی راغله او د کونړ د اداری مرکز په حیث ورته ځای ورکړای شو دغه ټولو سیمو ته د کونړ حکمرانی وویل شوه.

کونړ د افغانستان په اداری تشکیل کی ډیر پخوا د ننګرهار ولایت په چوکاټ کی یوه ولسوالی وه چی مرکز یی نومړی خاص کونړ او بیا بر کونړ (اسمار) شو. وروسته په حکمرانی بدله شوه او مرکز یی چغه سرای وګرزول شو تر څو چی دوکتور محمد یوسف د صدارت په دوره کی ۱۳۴۴ لمریز کال د افغانستان د اداری واحدونو څخه یو ولایت وشمیرل شو. یوازی د ښیوی (کوزکونړ) ولسوالی د اداری تشکیل له پلوه د اداری چارو د آسانتیاو پرمقصد د ننګرهار ولایت د یوی ولسوالی په حیث ونښلول شوه خو د کونړ د تاریخی سیمی په اعتبار د کونړ یوه برخه ګڼل کیږی.

کونړ ولایت د هیواد په ختیڅ کی د یوی اوږدی لیکی په څیر د جنوب ختیڅ هندوکش د غرونو د سترو سلسلو په منځ کی د شمال نه تر جنوب پوری د جلالکوټ ترښاره پوری غزیدلی دی. د طول البلد او عرض البلد نه صرف نظر کوو د هیواد د مرکز (کابل) ۲۴۰ کیلو متره ، او د ننګرهار ولایت د مرکز (جلال آباد) څخه ۹۳ کیلو متره وړاندی پروت دی. د کونړ شمال لویدیز ته یو جګ غر چی کنډ نومیږی او د سمندر د سطحی څخه ۱۴۴۳۸ فټ جګوالی لری پروت دی. کونړ د سمندر د اوبو له تل څخه یی لوړوالی د هغه د بیلابیلو محلاتو لوړوالی او ټیټ والی کی سره توپیر لری خو د غرونو لوړی څوکی یی ۳۷۶۲ متر په اندازه د بحر به سطحی څخه لوړ دی.

د کونړ ولایت څلورخواوی: شمال ته نورستان او د بدخشان ولایتونه ، لمرلویدیز ته د لغمان ولایت ، لمر خاته ده د پښتونستان سیمی ، جنوب ته د ننګرهار ولایت مرکز یی اسد آباد دی.

کونړ ولایت ۱۶ اداری واحدونه (ولسوالی) لری.

مرکز اسد آباد ۳۸۷۴۳

 مروره ۲۳۱۱۸

 وټه پور ۳۰۹۵۶

 نرنګ ۳۴۱۴۵

 سرکانی ۳۰۸۲۳

 شیګل ۱۳۵۸۵

 دره پیچ ۶۱۷۷۹

 اسمار (برکونړ) ۲۴۸۴۴

 څوکی ۴۰۳۸۹

 خاص کونړ ۳۹۵۹۲

 غازی آباد ۲۱۱۲۴

 دانګام ۱۹۱۳۲

 چپه دره ۳۵۰۷۴

 نورګل ۳۵۷۳۹

 ناړی ۳۱۲۲۲

 شلتن ۱۹۴۹۷

جمله نفوس ۴۶۱۰۱۹

عمومی مساحت ۴۳۳۹ کیلو متره مربع

 

بامـداد ـ فرهنگی و اجتماعی ـ ۳/ ۲۳ـ ۰۵۰۷

Copyright ©bamdaad 2023