دا کلی دا خوږ کلی ګبین کلی

دا جک جک پرچونه دا خټین کلی

ځاله د غیرت او حماسو پاتی

دا د سپاهیانو د تمرین کلی

دلته د زلمیانو د ژمنتیا وستل

دا د ملی عزم فولادین کلی

دلته د تیارو سیوری راتلی نشی

دا د ثوریا دا د پروین کلی

بیخ مو د هویت او ارزښتونو دی

دا ویاړ ویاړ برمین برمین کلی

نښه د دوستی او ورورولی دی تل

دغه برومن مهین مهین کلی

دلته ښاغه ور صیار را وپرزید

دا کلی د بازو او د شاهین کلی

دا می امانت د نیا او نیکونو ده

ای ( عسکره ) یاره دا وزین کلی.

 

( عسکر چالاک )

 

 

بامـداد ـ فرهنگی و اجتماعی ـ ۳/ ۲۳ـ ۲۹۰۵

Copyright ©bamdaad 2023