« زه انتظار کومه ستا د سترگـو»

صدیق کاوون

د اوړي رخصتۍ وې. زه د اتم ټولگي زده کوونکی وم. يوه ورځ مې پلار راته و ويل، زه د يوه کار لپاره سنگره ته ځم. راځه ته هم راسره لاړ شه. و به گرځې، سنگر به و وينې. هسې خو هم رخصت يې او کوم کار نه لرې.

په سبا يې د سنگره پر لور وخوځېدو. زموږ له کلي تر سنگره پورې ښايسته ډېره پلې لاره ده. ماسپښين قضا سنگره ته ورسېدو. هلته مو پر ښايسته خان ما ما چې زما د پلار او نيکه ډېر نږدې او صميمي دوست و، واړول. شپه مو د هغه په دېره کې وکړه او سبا د هغه ځای يوه بل قومي مشر مېلمانه کړو. د شپې ځنې نور مشران چې زما له پلار سره يې د دوستۍ اړيکې درلودې، راغلل او د شپې تر ناوخته د هغوئ بنډار تود و.

سبا، د سهار له لمانځه وروسته مې پلار راته و ويل راځه نن د جمعې ورځ ده، د« شيخ صاحب د جای» ( شيخ محمد حسين) بازار به درباندې و وينم. د جمعې لمونځ به هم هلته وکړو او بيا به د کور پر لور وخوځېږو.

د « شيخ صاحب د جای» د جمعې بازار په رښتيا هم نامي بازار و. هسې گڼه گوڼه پکې وه چې تا به ويل د ټول الينگار، کلمان، کشردکا او نورو سيمو ولسونه دلته راټول شوي دي.

د جمعې لمونځ چې پای ته ورسېد، د بازار تودوخه او شور و ځوږ لا زيات شو. کوم شوقي دوکاندار خپله راديو په لوړ آواز غږوله.

نا څاپه مې د راديو له څپو څخه یو خوږ او جادويي غږ واورېد چې ويل یې: زه انتظار کومه ستا د سترگو ـ ولې پنا شوې ته زما له سترگو. دغه خوږ او جادويي غږ د قمر گلې بي بي و، چې ما لومړی ځل واورېد. مبالغه نه ده چې و وايم د څو شيبو لپاره د بازار ټول شور او ځوږ په مطلق سکوت واوښت او يوازې د مېرمن قمرگلې همدغې خوږې سندرې د خلکو په زړونو او ذهنونو حکومت کاوه.

تر هغه وروسته مې ډېر ځله د مېرمن قمر گلې سندرې واورېدې او خوند مې ترې واخيست.

يوه ورځ آوازه شوه، چې د « ښورآوې» کلي کې د چا واده دی او قمر گله يې غوښتې ده.

موږ، د کلي ځوانانو هم په معينه شپه ځان ښوراوې ته ورساوه. گڼه گوڼه له حده زياته وه. د لغمان له ډېرو سيمو د مېرمن قمر گلې د غږ او هنر مشتاقانو، زړو او ځوانانو ځانونه را رسولي وو. د شپې تر وروستيو شيبو پورې قمر گلې بي بي او نورو سندرغاړو په خپلو سندرو د خلکو هنري تنده خړوب کړه او د موسيقي په ميو يې د دردمنو زړونو ستړيا و مينځله.

د هغې شپې په سبا، د هرجا پر شونډو د قمر گلې بي بي خوږې سندرې زمزمه کېدلې او تر ټولو زياته دا سندره:

زه انتظار کومه ستا د سترگو ـ ولې پناه شوې ته زما له سترگو.

زموږ کلي کې يوازې زما مشر ورور راديو درلوده. هر کله به چې له راديو څخه د قمرگلې کومه سندره خپرېدله، زموږ لا لا به خپله " سیرا" راديو د بامبوټۍ پر بام کېښوده او غږ به يې تر پايه ورته لوړ کړ.

د کلا د لوړو دېوالونو شا ته به کليوال راټول شول او د سندرې تر پايه به لکه کوډې چې پرې شوې وي، خاموش او بې حرکته ولاړ وو.

قمر گلې بي بي په خپل رياضت او د خپل هنرمند مېړه اروا ښاد محمد دين زاخېل په مرسته خپل هنر لوړو پوړيو ته ورساوه او د خپل هېواد د خلکو زړونو ته یې لاره وموندله.

له بده مرغه، دادی له خپل هېواد او خپلو خلکو ډېر لرې يې خپل روح حق ته وسپاره. سپينه کوتره شوه او د آسمانونو پر لور والوتله.

هغې چې خپل ژوند د موسيقي هنر ته وقف کړی و، او خپل هنر يې خپل هېواد او د هېواد خلکو ته ډالۍ کړی و، بې له شکه به د خپلو هنر دوستو او هنرپرورو خلکو په زړونو او ذهنونو کې تر ډېره ژوندۍ پاتې شي او خوږې سندرې به يې تر ډېره، د افغانستان په غرونو او رغونو کې انگازې وکړي.

روح يې ښاد، ياد يې ژوندی، او غږ یې تلپاتې اوسه.

کورنۍ، عزيزانو او د هنر مينه والو ته يې صبر غواړم.

 

بامـداد ـ فرهنگی و اجتماعی ـ ۳/ ۲۲ـ ۱۰۱۲

Copyright ©bamdaad 2022