* پلار په خپلو وینو وګـټله خو زوی پری بی ګټی جواری* قیمار* وواهه*

 

د زبیر شیرزاد لیکنه

نن هر چیری او هـرڅوک دیو منلی ورځی ، د استقلال د ورځی په هکله خبری کوی او یو بل ته په مینه او محبت د استقلال مبارکی ورکوی او یا هم د خوشحالی پیغام لیـږی، او د یو واقعی استـقلال د ورځی درنا وی کوی او یاد یی ژوندی سا تی ، او باید ددی ورځی درناوی او یاد یی وشی. چه دا ورځ زمونږ د تاریخ زرینه او له افتخاره ډ که ورځ ده. دا د اسد د میاشتی ۲۸ او د۱۲۹۸ کال ده ، او نن د هغه واقعی استقلال ۹۴ مبارکه او له ویاړه ډکه کالیزه ده ، په دی هکله یو څه پوها وی په کارده او با ید وویل شی چه دا ورځ نه په دعا او نه په زاریو ترلاسه شوی اونه هم چا زمونږ ویا ړلی ولس ته خیرات ورکړی ، بلکه داورځ د یو سر لوړی ولس د اوږدی ازادی خواهی مبارزی اود خوږژوند او له ځانه تیریدنی په مقابل کی تر لاسه شوی، هرملت د ازادی او استقلال دپاره د مبارزی ډ ګر ته په ډیره میړانه د وطنی محبت په لرلوسره وردانګی ، بیا په دغه ا نسانی لار کی څوګ خپل سرونه بایلی او دشهادت له ویاړه ډک جام ور په برخه شی ، او د ولسونو په منځ کی بیا تل پاتی شی، او په خپله سرښنده بیا په دیرو ، حجرو، کلو ، بانډو ښارونو او ټول وطن کی په غونډو په غم او ښادیوکی په شعر، نثر، ټپو اوداستان کی دهغه یاد ژوندی ساتل کیږی ، او په ملی سطحه درنا وی ورته کیږی او څوګ چه بیا له دغی مبارزی او لاری نه ژوندی پا ته شی غا زی ورته ویل کیږی ، دده حرمت هم دشهید په اندازه کیږی او دغازی افتخاری نوم ورته په برخه شی ، نړی کی دا ژوندی ولسونه شته دی چه سر ورکوی تر څو ازا دی تر لاسه کړی ،او خپل ولس ته سعادت او استـقلال په برخه کوی ، ویښ او ژوندی ولسونه په نړی کی پریمانه دی ، چه یو هم له هغو ویښو او سرکښو ولسونو څخه زمونږ ویاړلی ، ازمویل شوی ، با تور اوباشهامته افغان ولس دی چه پریمانه او نه هیریدونکی سر ښند نی ، نر او ښځو داستـقلال او ازا دی دپاره کړی دی او دغه غیور، باهمتـه او ویاړلی ولس دشاه امان الله تر قیادت لاندی یی ازادی او استقلال تر لاسه کړ . په ازا دی او ولس مین ځوان شاه امان الله کله چه پلار یی مړ شواو دی دحوت دمیاشتی په ۹ نیټه دجمعی په ورخ د۱۲۹۷کال دشاهی تاج یی تر لاسه کړ له همغی ورځی څو ښی خبری هلته او دلته کړی چه نن یی د نمونی په توګه یی یو څو یی چه داستـقلال دورځی سره سمون لری اونن د یادولو وړهم بولم چه تاسو سره یی شریک کړم او ویی لیکم . دشاه امان الله لمړنی نشریه یی داوه * تاسو ټولو ر ښتینو او صا دقو اتباعو او نجیب ملت ته اعلانوم او مژده او بشا رت درکوم چه دسلطنت تاج می د ازادی ، استقلال ،ملی حاکمیت ، داخلی او خارجی ازادی په نوم په سر کړی *. همدارنګه هغه په وطن ، خلکو اوترقی مین ځوان اواستقلال غوښتونکی شاه په ۱۴ دحمل د۱۲۹۸ کال دعیدګاه په مسجد کی افغان با تور ولس راټول کړ اوتاریخی وینا یی وکړه او افغان با تور ولس یی استقلال ګټلو او سرښندنی ته دعوت کړ او مبارز ولس چه دازادی تږی وه په یو غږ یی دغه برحقه غوښتنی ته لبیک وویل او همدغه برحقه ازادی خواهی اوږده او له درد او کړاوه ډکه اوږده مبارزه او افغانی سرښندنه وه چه انګریزانو ته یی ددریم ځل دپاره سخته ماته ورکړه او افغانی سبق یی یو وار بیا فرنګی ته ورکړ، اشغالګر انګریزانو پریمانه مالی او ځا نی تاوان ولید او افغان ولس استقلال یی لاس ته راوړ، په ۱۹۱۹ کال داپریل په ۱۳ نیټه افغان ولس او د دربارغړو ته شاه امان الله داسی وویل : * زه خپل ځان او خپل وطن له هر لحاظه په داخلی او خارجی ساحه کی په ټول توان ازاد او مستقل اوغیر وا بسته اعلانوم ، له همدی لحظی زما وطن دازادی او استقلال له نعمته برخورداردی ، کوم چه د نړی نورهیوادونه ، ولسونه او قومونه تری بر خورداردی او ګټه تری اخلی، او هیڅ نړیوال قدرت ته اجازه نه ورکوم چه دسر د یو ویښته په اندازه زمونږ دوطن په داخلی او خارجی چارو کی مداخله وکړی ، خوکه څوګ پیداشی اویاکله مداخله وکړی زه حاضریم چه په دغه شمشیر یی غاړه پریکه کړم *، د دی وینا په ختم کی شاه امان الله د استقلال تږی او په ازادی مین ، دبریتانیا نماینده په لورخپل مخ یی واړوه او ورته یی وویل : * ای سفیره کوم څه چه ما وویل تاسو ورباندی پوه شوی ؟
دبریتانیا نماینده د ترقیخواه ځوان شاه په ځواب کی داسی وویل : بلی پوه شوم * هو دانګلس په مقابل کی افغان ولس خپل یو والی او اتحاد ټولی نړی ته وښوده چه داملت یو واحد ملت دی او هیڅ شیاد او جنایتکار دا ملت نشی جدا کولی. زه تاسوګرانو هیواد والوته هر چیری چه یاستی دا له ویاړه ډ که ورځ داستقلال ورځ چه زمونږ دنیکونو درزم او میړانی نښه او دانګریز په منډو تیښته او ناکامی ده د زړه له کومی مبارکی وایم د استقلال ۹۴ له ویاړه ډ که کالیزه موهر چیری چه یاست مبارک شه،
خو دافسوس ځای دا دی چه دهغه باتورو نیکونو او پلرونو خا ین ، مزدوراو وطن فروشو زامنو او لمسیانو دغه ورځ یی یعنی داستقلال ورځ یی ترلوی سوال لاندی راوستی زه ننی وطن ته د وجدان په حکم اشغال شوی وطن وایم دا چه وجدان می نور ونه زوروی په ډاګه وایم چه زما او زما دپلرونو پرونی مستقل وطن نن بیا اشغال شوی دی، دیو ملت د پاره د ازا دی ، استقلال ، سولی ، سعادت ، خوشبختی او دموکراسی نه لوړ نعمت بل نعمت دانسان په ژوند کی نشته، چه پری افتخار وکړی. او دا زا دی په معنی محکوم ولسونه ښه پوهید لی شی چه استقلال څومره خوند لری ، هغو چه زمونږ دنیکونو او پلرونو استقلال یی دخپلوناوړه او شخصی ګټو دپاره ترسوال لاندی راوستی او زما دوطن او خلکو بربادی غواړی او کوشش کوی چه مونږه بیا غلامان کړی دوی دی پوه شی چه دوی نن اوسبا دوطن ، خلکو او استقلال دښمنان دی او د پردوغلامان یی بولم . په داسی حال کی چه زمونږ نیکونو او پلرونو دخوږ ژوند په بدل کی استقلال یی په میړانه وګاټه ، خو خرڅ شوی زامنویی په جواری *قمار * کی په استقلال باندی خپی کیښودی دا بل څه نه ده اصلآ دوی د خپلو نیکونو او پلرونو په وینو خپی ا یښی دی او ښکاره سپکاوی یی ددی وطن مبارزینو ته کړی ، دهغی ورځ په امید چه هیڅ اشغالګر زمونږ دسرنوشت حاکمان ونه اوسی ، نه پوهیږم چه کله به یو افغان مور بیا یو بل شاه امان الله وزیږوی او بیا یی په افغانی او ازادی خواهی روحیه لوی کړی، سر را جګ کړی ولس را ټول کړی او خپل خلکو ته یو وار بیا اعلان و کړی چه زه او دا وطن ازاد او مستقل دی*. او د شاه امان الله دا خبره بیا تکرار کړی: *عزیزانو دا حقیقت باید تاسو ته رو ښانه کړم چه زما د ژوند مهمه او با ارزښتـه مقصد او هدف صرف دا دی چه وکولای شم خپل ولس سعادتمند ووینم او خوشحالی ور په برخه کړم د ملی اردو تر سطحی پوری ، او هلی ځلی کوم چه ستاسی ملی ګټی په استقلال او ازادی کی خوندی وساتم ، کله می چه د ملت اعتماد په دغه هکله تر لاسه کړ اوهغه هدف می چه د وطن ترقی او د خلکو سعادت دی تر لاسه کړ او دی مقصد ته ورسیدم بیا خپل ځان او وجدان ارام احساسوم او له خدایه به شکران وکړم*. او دشاه امان الله په شان داسی ووایی * واقیعیت دادی چه ددی وطن دهر تبعه درد او تکلیف زما درد او تکلیف دی او دهریو ارامی او خوشحالی بیا زما روحی ارامی او خوشحالی ده * او یا هم یو واری دشاه امان الله دا خبره تکرار زمونږ باتور ولس ته ووایی * چه تاسو ددی وطن شریف ولس دهر نوعه ظلم ،تجاوز او تیری نه مصوون یاستی او هرڅوک د شا قه او جبری کار نه په امن کی ژوند وکړی. د وروری او همغږی په فضا کی دیو پرچم لاندی ژوند وکړی* هو زه مطمین یم او باور لرم چه ډیر ژر به زمونږ ښکلی وطن ته بیا یو ترقی غوښتونکی په استقلال او خلکو مین * امان * راشی او داستقلال دښمنانو سره، غارتګرو او غلامانو سره عادلانه حسا ب دعدالت په کور کی دعادل قاضی له خوا وکړی دا ورځ ژر راتلونکی ده.

 

 

فرهنگی ـ بامداد۵/ ۱۳ـ ۱۹۰۸