نـوروزي غـاټـول

 

نوروزي غاټولو جگې سرې جنډې کړې

په رنگونو يې رنگينې تورې شپې کړې

شنې وږمې په گرېوانه کې عطر راوړل

سرو رېديو په سوما شونډې لمدې کړې

دښتې واغوسته ورېښمینه شنه چپنه

غرونو جگې د پگړۍ سپینې شملې کړې

په هوا کې د وحشي گلانو بوی دی

پسرلی راغی که چا زلفې خورې کړې ؟

سور غاټول پر سپېرو شگو را زرغون شو

لښتو ونڅل، غوټيو شونډې سرې کړې

پتنگانو ! پر اوږو وزرونه یوسئ

سارایي بادونو ډېرې شمې مړې کړې

ياره ستا د پيکي وږم پکښې نه و

ګز او پل مې د دې ښار ټولې کوڅې کړې

ستا د چم په خلکو څه بلا پرېوتې

ميکدې یې د دې ښار ماتمکدې کړې

اوس خو هغه مجاوره نجلۍ نشته

چا مې بلې پر مزار باندې ډيوې کړې؟.

( صدیق کاوون )

 

 

بامـداد ـ فرهنگی و اجتماعی ـ ۲/ ۲۱ـ ۱۹۰۳

استفاده ازمطالب بامداد با ذکرماخذ آزاد است.

Copyright ©bamdaad 2021