یــو تصوير

 

حيران پاتې يم  د دهر يارانې ته

جادوگرې، درواغجنې زمانې ته

په هر ذهن يې زندان دی لگولی

حاجت نه لري ځنځير او زولانې ته

غم ورينه راته ښکاري نننۍ شپه

ستوري ژاړي د آسمان نوې کانې ته

می پرستو د خُمونو خبر واخلئ

ډلې ډلې شیخان لاړل ميخانې ته

ستا د ميو ويالې نه رسې زاهده

د شهۍ د خوږو شونډو پیمانې ته

د دام لومه دې د بام پر څنډه ايښې

سارانۍ مرغۍ اوس نه راځي دانې ته

اندېښنه به دې په غاړه کې زېندۍ شي

که يو ځلي مخامخ شې آيينې ته

يو تصوير مې د خاطر پر پاڼه ناست دی

د يو چا ياد مې نيولی دی سينې ته.

 

( صدیق کاوون )

 

 

بامـداد ـ سیاسی ـ ۲/ ۲۱ـ ۱۴۰۲

استفاده ازمطالب بامداد با ذکرماخذ آزاد است.

Copyright ©bamdaad 2021