ځــان وژنــه  

 

د ستونزو په ځولی کی ځان وژنه د حل لار نه ده

مرگی ته تسليمی او تيروتنه د حل لار نه ده

پريږده چي اغيار دی خپل لاسونو باندی مړ ګاندی

اور ته په خپل لاس باندی ورتللنه د حل لار نه ده

لوی ښکاری او ستر ښکاری په سختو شپو کی دا مشر

گور ته د پرديو په خوله تللنه د حل لار نه ده

تور سړی ته ګوری ښاپيرويو نه کسات اخلی

هره ورځ د بنی په سر بنه د حل لار نه ده

ای د اروپا او امريکا افغان مهاجر ياره

دومره چپه خوله هم کيناستنه د حل لار نه ده

ای عسکر (چالاکه ) له غليم سره شطل شطل جنک څه معنا

ځانته ځانته تللنه بيليدنه د حل لار نه ده.

( عسکر چالاک)

 

بامداد ـ فرهنگی و اجتماعی ـ ۱/ ۲۰ـ ۰۵۱۲

Copyright © bamdaad 2020