ځــوانـــي

‎دا ځواني هسې نه وه ، چې وه

‎یوه ګړۍ وه یوه شېبه وه ، چې وه

‎را به نه شي آرمانجنه ګیلمنه رانه لاړه

‎یو څو ورځې مېلمانه وه ، چې وه

‎یو نسیم و یو وږمه وه ، چې وه

‎‌‌‌‌‌‌ډېرو وکتل په مینه ‌‌‌‌‌‌ډېرو سل ټوټې ټوټې کړه

‎زړه مې داسې آينه وه چې وه

‎یوه زرې ورې شیشه وه ، چې وه

‎له ما هم لکه پړک ورکه ستا به هم د سترګو رپ شي

‎ستا دغه ده زما هغه وه ، چې وه

‎یو خیال و یوه لمهه وه ، چې وه

‎ښکلی خوب و ‌‌‌‌‌‌ډوبېدونکی غوندې لمر و

‎یو ماښام و یوه نشه وه ، چې وه

‎هسې فرېب و یوه دوکه وه ، چې وه

‎رځه بیا ها د ځوانۍ وختونه یاد کړو

‎رموږ کیسه چې خوله په خوله وه ، چې وه

‎څومره ښکلې زمانه وه ، چې وه

‎زما شو ه ک‌‌‌‌‌‌ډه هغې خواته چې بیا نه راګرڅم کله

‎زنده ګي یوه افسانه وه ، چې وه

‎یوه ‌‌‌‌‌‌ډیوه وه او بیا مړه وه ، چې وه

‎رته وایي تېر په هېر کړه پسې څه ګرځې منګله

‎هسې وه دغسې نه وه ، چې وه

‎که خوږه وه که ترخه ، چې وه

‎            ( ولی منګل )

 

بامداد ـ فرهنگی و اجتماعی ـ ۳/ ۲۰ـ ۲۲۰۹

Copyright © bamdaad 2020