که سوله راشي ، بيا به شين شم ، بيا به وټوکېږم
که سوله راشي ، د ځوانۍ د ميو جام به بيا پر سر واړوم .
که سوله راشي ، بيا به مينه وکړم ،
زړه به مې ،
لکه د ژمي په موسم کې غوړېدلی گلاب ،
په ټولو ښځو باندې ، پاڼه پاڼه و وېشمه .
د هرې پېغلې په وربل کې به گلان وټومبم .
له ماشومانو نه به ،
غولکه واخلم او قلم به ورکړم .
د ښوونځی لاره به ،
د خوشالۍ په اوښکو و وينځمه .
ټولو مرغيو ته به ووايم چې :
وروستنی گاټی د غولکو د ساړه فصل د پای ټکی شو .
راځئ را والوزئ بهار راغلی ،
مرغيو را شئ پسرلی دی ، په لاسونو کې مې ځالې وکړئ .
که سوله راشي ، زه به بيا يوځل غزل غزل شم
خپلې غمجنې ترانې به د خندا په پيو و وينځمه .
د انتقام توري به پاک کړم د يادښت له کتابچې څخه مې ،
او د خپل ورور قاتل به وبښمه .
د ځوانيمرگو آرمانونو پر مزار باندې به
د زړه له وينو ډيوې ولگوم .
او د زوی مړي پلار د زړه زخم به ،
د خوږې مينې په تار وگنډمه .
د بورې مور د پښو خاورې به پر سترگو باندې وموږمه ،
د خور پر غاړه به امېل د اوښکو وځړوم .
او په لستوڼي به مې ،
د ځوانې کونډې او ماشوم يتيم له سترگو څخه ،
د غم د اوښکو مرغلينې دانې وچې کړمه .
که سوله راشي ، له بزگر نه به توپک واخلم
يوم به په لاس کې ورکړم
او کروندې به د غنمو د دانو په عطرو مستې کړمه .
په کارخانو کې به بيا ،
د کار او زيار ترانې وغږوم .
که سوله راشي ، د سرو وينو سوداگرو ته به " نه " ووايم
د توپک نوم به له درسي کتابه وباسمه
د کار او زيار او د ډوډۍ او محبت توري به وليکمه .
که سوله راشي ، د مسجد له منارو نه به کارغان وشړم
سپينو کوترو ته به بيا ځلي وزر د الوتلو ورکړم .
که سوله راشي د باران جامې به واغوندمه
د سپينو ورېځو اثيري بام ته به و خېږمه
او د رحمت د بارانه خوږه نغمه به يې په ذهن کې راويښه کړمه .
بيا به له ورېځو سره يو ځای شم ،
لکه شبنم ، لکه باران به پر للمې گلانو و ورېږم .
ځلمي شپونکي ته به شپېلۍ ورکړم
او له رمې نه به لېوان وشړم .
که سوله راشي ، د کينې پر سين به پُل جوړ کړم
مينه به و وېشمه ،
او بېلابېلې جزيرې به سره ونښلوم .
د بېلتانه د ترخه فصل د سېلۍ ژبه به بنده کړمه .
او مرور آشنا به بيا په غېږ کې ونيسم پخلا به يې کړم .
هر څه به وکړم ، خو ... که سوله راشي .
 
(صدیق کاوون)
 
 

 

بامداد ـ فرهنگی و اجتماعی ـ ۲/ ۲۰ـ ۱۴۰۹

Copyright © bamdaad 2020

=