که د فجر رڼايي شوه…

 

په بې کڅه سين لاهو يم ، له جکړ سره لوبېږم

د تورتم د توفان شپه ده ، لاس دې راکه چې ډوبېږم

څه کافرې تيارې راغلې ، د رڼا ليلا يې يوړه

ماته بَله ډيوه راوړه، تروږميو کې ورکېږم

د غربي ښايست شغله يې ، راخوره پر لمر خاته شوه

يه زما اومړيه زهده ، ټينگوه مې چې ښوېېږم

د سپېره ژمي پر دښته ، په يخنيو کې راشين شوم

په رنگينو پسرلو کې ، لکه سور رېدی رژېږم

نه د سرې کيږدۍ په تمه ، نه د شنې خيمې لېواله

نه د پليو لاره څارم ، نه سپرو ته هوسېږم

د ماتم پر ټاپو مېشت يې ، بې پروا ملک الموته

ستا ياغي وبال ته هيښ يم ، ستا ثواب ته حيرانېږم

په ځوليو کې دې يوړل ، له آرمانه ډک سرونه

تا دې خپل آرمان پوره کړ ، زه پر خپل مزار ژړېږم

که د فجر رڼايي شوه ، ستا به هم کډه پر سر وي

بيا به زه باران باران يم ، بيا به زه دلته ورېږم .

( صدیق کاوون )
 

بامداد ـ فرهنگی و اجتماعی ـ ۱/ ۲۰ـ ۳۱۰۸

Copyright © bamdaad 2020