نثار احمد بهین

 

ځـان ځـانی

دلته څوک دچا له حاله خبر ندی
معتبر له غریب،خواره خبر ندی
ځان ځانی ده هرڅوک ډوب خپلو خولو کی
څوک دچا له کارو باره خبرندی
دلته لوبه د ډالر او دکلدار ده
کلیوال له خپله ښاره خبرندی
داسی بده بلا راغله پدی خاوری
چی اولاد له خپله پلاره خبر ندی
محبت او مینه ورک شول لدی ملکه
دا مجنون بیا له خپل یاره خبرندی
لیونتوب او بد ماشی دورځی مډ شو
اوس سرباز له منصبداره خبرندی
لوټماری او قاچاق هومره رواج وموند
چی کارګربیا له کارداره خبرندی
چالو ول په نشه یی ټوکو هم راغی
پوډری نور له خماره خبر ندی
رشوتونه دی چی ورځ په ورځ زیاتیږی
بیا ریس له ټیکه داره خبرندی
هر چا ځان د یوی «انجو» پوری تړلی
هیڅ وزیر له تحویداره خبر ندی
دانسان ارزښت شو کم دافغان ملک کی
دکاندار له خریداره خبر ندی
دا د دین او د ایمان خبره پریږده
دلته څوک له «کردګاره» خبرندی
«بهین» هسی دی خپه له بیګانه وو
وطندار له وطنداره خبر ندی
خدایه دا ملک دی په څه بلا اخته کړ؟
چی طبیب مو له بیماره خبر ندی.

 

بامداد ـ فرهنگی و اجتماعی ـ ۱/ ۲۰ـ ۱۹۰۵

 Copyright © bamdaad 2020