ای زما گرانه مهربانه غيرتی او باتور ولسه !

 

عسکر چالاک


که غواړی چی وطن لا څه چی په ټوله نړی کی يو لوی پياوړی افغان اوسی ،

که غواړی چی له تاریخی عظمتونو ډک پاتی شی که غواړی د عروج په آسمان کی لکه د لمر پشان همیشه وځليږی ،

که غواړی چی د آبادی پرمختک په وړانګو د تيارو گنجونه او څنډی و نړوی،

که غواړی چی وياړمند دروند او معتبر ټبر او قام اوسی او هميشه د يو طبیعی باور څخه برخمن اوسی ، نو راشه تر ټولو دمخه د افغان او افغانيت په شاوخوا راټول شه .
که غواری چی بيا پر خپلو سترگو خپل پخوانی عظمت او جلال سرلوړی او خوندور وگوری او اوسنی ټوټی ټوټی روحيه ورماته کړی د اغيارو په لاسونو د داخلی سياسی سوداگرو په لاسونو د پرديو واژو او اصطلاح ګانو لکه د محلی تنک نظره ، افراطي سيکټاریستانو، شوونستانو ،او دوکماتیستانو ، د ناورين او بيلتون خبری په ځای کينوی دا قماش وړوکی زمونږ د وطن خلک او ملی باور له مينځه وړي ددوی انحرافات، خرافات او خطاګانی ورماتی کړی په يوی ناری او چيغی سره د افغان په نښه ځان ښکاره کړی ای اولسه پوه شه چی افغان او افغانيت ستا هغه تاريخی وياړلی نوم دی چی ستا ټولی ملی ،مذهبی، او ثقافتی وياړ نه ډکی کړنی او نښی پکی پردي دي که غواړی چی د همدی ټکی تر چتر لاندی د خپلو سپيڅلو مخو ته ورسيږی ۔
که غواړی د ګوډی په تور لوگجن زړه کی وږی ، ستړی، ستومانه، لوڅ، للهنده، جل وهلی ، قام پخپلو پښو ودريږی د هوساينی او پرمختک کنډول او جام شونډو ته ورپورته کړی توری ويرونکی او وژونکی بلاگانی له مينځه ولاړی شی نو خپل ملی اتحاد، او پايمان سره باید داسی ملت منځته راولو چی زمونږ د ننگ ، غيرت ، ملی اعتبار ، او د لوی تحول نښه وی څو ټول په يو اواز او غږ پر يو نه ماتيدونکی ملی وحدت راټول شی د افغانستان لپاره د افغانانو لپاره يوازی او يوازی افغان او افغانیت وياړ دی ۔
نو راشی چی په همدی نوم راټول شو ۔

عسکر ( چالاک)

 

تړون


چی مات يی نه کړی هيڅوک داسی تړون دی تل وي
داسی محور دي تل وي داسی لوی يون دی تل وی
خاونده ټيټ نه کړی د افغانانو شملۍ
دا پردمينی جوغی د شاه زلميانو شملۍ
يو فولادين اتحاد کلک پيوستون دي تل وی
خدايه دا ټول دا اوس په يو ټغر باندی کړی
د هسګ په لوری يی لوړ حماس وزر باندی کړی
د‌عرش په لوری باندی دا اوښتون دی تل وي
د آزادی ډيوه دی مدام روښانه اوسی
د‌ پرمختگ دښمنان دي تل ناتوانه اوسی
عدل او انصاف دی تل وي سوله او سمون دی تل وي
خدايه زخمی دي نه شی د افغانانو قوت
د تاريخونو کيسه دا د پيړيو عظمت
دا د ځلاندو هيلو ځلان بدلون دی تل وي
وطنه سيال اوسی تل خپلو سيالانو سره
اغيار به تيښته کوی خپلو يارانو سره
وايی عسکر (چالاک) چی روڼ سباوون دی تل وی.

 

 

بامداد ـ فرهنگی و اجتماعی ـ ۱/ ۲۰ـ ۱۱۰۵

Copyright © bamdaad 2020