مـونـږ


ټپی ټپی گورو محوه کيږو ډلی ډلی
ساه مو وړی تالونه په مخ لويږو ډلی ډلی
دومره لويه ځمکه يی راته گور ته جوړه کړی
مونږه يی په لويشت لويشت کی ښخيږو ډلی ډلی
زمونږه د غميزو شیبی شميری په ښاديو
بيا د اغيار خوله باندی غوليږو ډلی ډلی
داسی لالهنده او لار ورکی بل قام نه وينم
د غيرو په لمسون يار نه بيليږو ډلی ډلی
ځولی ځولی غمونه او ناخوالی راته راوړی
بيا هم د قاتل ژوند ته جنگيږو ډلی ډلی
مرگ په سترگو وينو هر يو بيل بيل پری روان يو
خپل د ژوند لپاره نه ټوليږو ډلی ډلی
پو کړه اسرافيله دا شپيلی دي مونږ راپاڅوه
مونږ خو له دي خوبه نه پاڅيږو ډلی ډلی
څو چی ای ولسه يو پیمان او يو تړون نشو
وايی عسکر (چالاک) ولا ورک کيږو ډلی ډلی

( عسکر چالاک )

 

 

بامداد ـ فرهنگی و اجتماعی ـ ۳/ ۱۹ـ ۱۵۰۴

 

Copyright © bamdaad 2020