ښــکاری تـه


څومره کينه ور يی مينه ور ځلمی می مه وژنه
دا ځواگمن هادی دغه رهبر ځلمی می مه وژنه
دا خو خدای مين د ښکلاکانو پيدا کړی ده
دغه کلانگار دا څڼه ور ځلمی می مه وژنه
کوره چی وی نه ولی صياده سر به وخوری ته
دغه برومند دا څانگور ځلمی می مه وژنه
ای د لوړړ لوړو بنکلاو او سرمايی ناجی
دغه د کږديو او ګنډر ځلمی می مه وژنه
دا ځلمی گلونه او باغونه کری دښتو کی
پريږده دا کاری وا گروندگر ځلمی می مه وژنه
ومره ای قاتله د ډبرو زړه دی وريتی شه
دا يار او ياور دا نامه ور ځلمی می مه وژنه
دا ځلمی فانوس د ناورينونو او تور تم دی
دا ځلانده وړانکه شغله ور ځلمی می مه وژنه
دا هغه ساقی دی چی پيالی د محبت ويشی
دا جام د کوثر او دا ساغر ځلمی می مه وژنه
دا حامی د امن لاروی د پخلاينی دی
دا سفير د سولی دا ساهر ځلمی می مه وژنه
سوله غواړی ژوند غواړی دعرش په لور مزل کوی
دا لوی مفکر او سترگه ور ځلمی می مه وژنه
ما عسکر (چالاک) ته زرينگر او نقره گر ځوان دی
دا قيمت بها او بهاور ځلمی می مه وژنه.

( عسکر چالاک )

 

 

بامداد ـ فرهنگی و اجتماعی ـ ۲/ ۱۹ـ ۰۵۰۴

Copyright © bamdaad 2020