دلـتـه
 دلته ترابان د گل اندامی سر نه شال ويوړ
 دلته تورښامار د شهزادکی له غاړی لال ويوړ
 دلته د گل روح توری سيلی د پشه کال ويوړ 
 تورو تورو وريځو زړه ډولی نه د هلال ويوړ 
 دلته توری او سپنی په گلو اوريدلی دی 
 دلته سری کولی په ښکلو ښکلو لگيدلی ی 
 دلته گبين زهر شول د گبينو د مچی 
 دلته له شهيدی ناوی پاتی شوه ډولی 
 دلته د آسمان غيږه توره شوه سپوږمی 
 دلته سترگی ووتی د باز او د هوسی 
 دلته د چنار او د نښتر ډډونو اور واخيست
 دلته د نرگس او غاټول گلونو اور واخيست
 دلته د بلبلی خولی کی گونكه شوه نغمه 
 دلته د سبا شغلو کی راغله د غم شپه 
 دلته له طوطی نه اغزو څيری کړه سينه
 دلته دريابونه شول لمبو کی لولپه 
 دلته نيمه خوا شوی ارزوگانی ځوانيمرگی شوی
 دلته د گل پاڼی پاڼی پاڼی ځوانيمرگی شوی
 دلته لا موسکا د شونډو څوکو کی زخمی ښکاری 
 دلته لا پريشانه گودرونه او منګی ښکاری 
 دلته ژړه غونی او زيړ رنگ لا پسرلی ښکاری 
 جام دار کی رنگيږی څنک کی يی مړی د ساقی ښکاری
 خدايه د رحمت نظر دی وشه دی ټبر باندی
 دا مړاوی وطن زمونږ اوبه کاندی کوثر باندی 
 عسکرچالاک، لغمان
بامداد ـ فرهنگی و اجتماعی ـ ۲/ ۱۹ـ ۰۸۰۲
Copyright © bamdaad 2019