
سپين شاهين
د زنځير شرنگا دې خيژي آرام نه يې
 ته سرباز د آزادۍ يې ، غلام نه يې
ته جرس د يوه قام د ويښېدو يې
 د نازونو د خوبونو ، پيغام نه يې
د رڼو ستورو لښکر درپسې سم دی
 د خاموشو ماښامونو امام نه يې
غاړه جگه که پښتونه درواری شم
 سپين شاهين يې ، د خاشاکو د دام نه يې
د پرواز فضا دې لوړه تر خيبره
 ته گربت يې ، د کوډلې د بام نه يې
د وطن په مينه مست يې له السته
 ته محتاجه د شرابو د جام نه يې
ستا په مټو د ستم غرونه نړيږي
 سزاوار د اسارت د دوام نه يې
غاړه جگه که ، چې ټيټ درته دښمن شي
 د انگرېز د غلامانو ، غلام نه يې
غاړه جگه که ، کاروان درنه تېريږي
 پيلامه د خوځېدو يې ، انجام نه يې .
( صدیق کاوون )
زخمي گربت
زخمي گربت يم ، قفسونه ماتوم الوزم
 د پرواز سيمه مې له سره خپلوم الوزم
 لکه ققنوس به بيا له خپلو ايرو پورته شمه
 زاړه هوډونه يو ځل بيا تازه کوم الوزم .
ستمګره!
 له زنځير او له زندانه ، نه وېرېږم
 ستمگره ! زه له تا نه ، نه وېرېږم
 زه د وخت په توفانونو کې رالوی يم
 ستا له باد او له بارانه ، نه وېرېږم .
( صدیق کاوون )
آرمــان
په مذهب د مينتوب کې ايمان څه وي
 مينه څه وي ؟ او معنا د جانان څه وي ؟
د آزمون په بټۍ ننه وزي ، پوخ شي
 که نه جوړ له خامو خټو انسان څه وي
چې د مينې جام پر سر واړوي ، تود شي
 بيا هغه ته د سکروټو باران څه وي
د ولس له منځه پورته شي ، اتل شي
 د رزمونو د ډگر پهلوان څه وي
غېږه ورته کړي موجونو د درياب ته
 د توفان مرغه ته زوږ د توفان څه وي
د سر تېرو سرغندويو په مسلک کې
 زنڅير څه وي ؟ زولنې او زندان څه وي ؟
سره لمبه چې پر سر بله کړي ، څراغ شي
 د رڼا د غوړېدلو آرمان څه وي
يوه ورځ به دا سپېره بوټي گلان شي
 د سپرلي وږمې ته شپول د خزان څه وي ؟
( صدیق کاوون )
بامداد ـ فرهنگی و اجتماعی ـ ۱/ ۲۰ـ ۰۲۰۲
Copyright © bamdaad 2020