له اوښکو تر بارانه

زموږ د اوښکو سلسله ، باران ته  ورسېده
د وږمې ساه وه ، خونړي توفان ته ورسېده

يوه آرزو وه ، چې د زړه په باغ کې وټوکېده
يوه غوټۍ وه ، په ځوانۍ خزان ته   ورسېده

راغله ، سندره يې پر شونډو باندې وښوېېده
د کور خبره وه ، اوس ټول جهان ته ورسېده

د پېښوري بنگړيو شور يې له  مړونده وخوت
خوږه ښکالو وه ، خو اووم آسمان ته ورسېده

يوسف لا اوس هم ، د عزيز په بند کې شپې تېروي
د زليخا د مخ شغله ، کنعان ته ورسېده

پرون يې فخر خرڅوه ، په  خپله  پڅه  توره
نن يې پگړۍ ، د تور بازار دوکان ته ورسېده

زاهده مه يې خوځوه ، له خدايه تېره شوله
ستا گډه  وډه مسأله ، شيطان   ته ورسېده

د اوداسه له کوزه ړۍ دې ، ثواب وڅڅېده
ريا سجده شوه ، د مسجد دالان ته ورسېده

هغه د « عاد » او د « ثمود » کانه په مونږه شوې
له « شامه » تېره شوه بلا ، « يمان » ته ورسېده

وربل دې راوړه چې د زړه گلاب پرې وټومبمه
هسې خو هم ياره ، قصه تاوان ته ورسېده .

 (صدیق کاوون)

 

بامداد ـ فرهنگی و اجتماعی ـ ۲/ ۲۰ـ ۲۵۰۱

 Copyright © bamdaad 2020