ماته شوه آینه د یار اوربل نیمګړی پاتی شو
سترگی ځوانیمرګی شوی کجل نیمگړی پاتی شو
ما ویل د مینی سمندر نه به مرجان راوړم
ډوبه شوه بیړی د عشق مزل نیمگړی پاتی شو
ما چی جوړولی هغه زلفی غماز غوڅی کړی
تورپیکی سپین مخ کی ول په ول نیمگړی پاتی شو
شین خال لولپه شو د دوزخ لمبی تری تاوی شوی
عرش دانه دانه شو تاج محل نیمگړی پاتی شو
ما ویل ثریا به د جانان د غاړی هار کړمه
وړانکی شوی وړندی د ستورو ځل نیمگړی پاتی شو
اووریدل کاڼی چنارونو او نښترو کی
شور د شاه زلمیانو او وستل نیمگړی پاتی شو
تویی شول وزرونه د بلبلو په اغزیو کی
و شټیدی زرگی شین ځنگل نیمگړی پاتی شو
ای عسکر (چالاکه) مینه اور کی لوبیدل غواړی
ولی ستا په ژبه کی غزل نیمگړی پاتی شو.

 

 

بامداد ـ فرهنگی و اجتماعی ـ ۴/ ۲۰ـ ۱۸۰۱

Copyright © bamdaad 2019