 
 
اشـرف مخـلوقـاته 
اشرف مخلوقاته اور دې بل کړ هرې خواته
 اشرف مخلوقاته
 وطن پکې ایرې شو له دروازه تر هراته
 اشرف مخلوقاته
 ***
 د وینو ډنډ کې لامبې له سهاره تر ماښامه
 د تش مسجد امامه
 فتنه د سړیتوب یې له آغازه تر انجامه
 د تش مسجد امامه
 هېڅکله نه مړېږې د سرونو له زکاته
 اشرف مخلوقاته
 ***
 عجبه پاچاهي ده د ارواحو،په دې ښار کې
 په دې ساړه بازار کې
 نیم ژونده ارمانونه ورته ناست دي انتظارکې
 په دې ساړه بازار کې
 سرونه رېبل کيږي له اختره تر براته
 اشرف مخلوقاته
 ***
 د چارو فلسفه یې چې وهل او ټکول دي
 د بل انسان وژل دي
 د خدای تر نامه لاندې چې د وینو تویول دي
 دبل انسان وژل دي
 خاونده مونږه تېر یو د عربو له سوغاته
 اشرف مخلوقاته
 ***
 سکروټو باندې پټه ده د بلې دونیا لاره
 د سره دوزخ سرداره
 باران د وینو اوري له نیمروزه تر مزاره
 د سره دوزخ سرداره
 میدان د منډې نشته له مقصده تر میقاته
 اشرف مخلوقاته
 ***
 د ځان او د ایمان په خرڅولو معتبر شوې
 رهبر شوې ملیونر شوې
 د دین په نامه راغلې د سرو وینو سوداګر شوې
 رهبر شوې ملیونر شوې
 دعوه د سړیتوب دې نوره وتې له اثباته
 اشرف مخلوقاته.
( صدیق کاوون )
بامداد ـ فرهنگی و اجتماعی ـ ۲/ ۱۹ـ ۱۹۰۸
استفاده ازمطالب بامداد با ذکر ماخذ آزاد است.
Copyright ©bamdaad 2019