اخـتـر تـه

ځه اختره ځه مونږه اختر لیدلی نه دی

غیر له ترگمیو موږ سهار لیدلی نه دی

جنک پسی اخیستی یو مرگو لیونی کړی یو

مونږه د خوښیو مازدیگر لیدلی نه دی

نوم سره دی اشنا یو خو لیدل دی موږ ته گران دی

کله مو ستا کلی او ستا ور لیدلی نه دی

مونږه له ناورین او تباهی ژغورلی نشی ته

تر اوسه ستا راتلو کی موږ اثر لیدلی نه دی

مونږ سره د جام او د مینا خبری مه کوه

مونږه میخانه جام او ساغر لیدلی نه دی

مونږه د سگروټو او امبارونو مړاوی کړی یو

تر اوسه مونږه تږو اوبه خوور لیدلی نه دی

موږ غوندی غمجن او سرگردانه بل ملت نشته

تا هم داسی قام او بل تبر لیدلی نه دی

ته به د عسکر (چالاک) جونکړی نه څه کیف واخلی

موږ یوم البترو ژوند بهتر لیدلی نه دی

عسکر (چالاک)

 

بامداد ـ فرهنگی و اجتماعی ـ ۲/ ۱۹ـ ۱۲۰۸

 استفاده ازمطالب بامداد با ذکر ماخذ آزاد است.

 Copyright ©bamdaad 2019