سوله او د بالامرغاب جنګ


سوله آوازه ده خو جګړه په اوږدیدو ښکاري
خدا زده که سهارشی زر دا شپه په اوږدیدو ښکاري
ډیره موده کیږی چی د جنګ زنځیر تړلی یو
جنګ په اوږدیدو دهُ  دا موده په اوږدیدو ښکاري
وینی یی را وچی کړی او غوښی یی راتوی کړی
دا دغم داستان او غم کیسه په اوږدیدو ښکاري
هره ورځ جرګی دي مشوری دي ضیافتونه دي
پریکړو سرخوړلی فیصله په اوږدیدو ښکاري
هیڅوک خپل ګناه خپل انحراف اوخطا نه منی
دي کی د ناندریو ډارمه په اوږدیدو ښکاري
تنده د قدرت دی نه بخل نه تیریدل شته دي
دا د ژوبلی سولی مرحله په اوږدیدو ښکاري
ای عسکر(چالاکه) سوله گرو ده استبداد سره
دا د جنګ لکی شیبه شیبه په اوږدیدو ښکاري

( عسکرچالاک )

 

بامداد ـ فرهنگی و اجتماعی ـ ۴/ ۱۹ـ ۱۸۰۴

 استفاده ازمطالب بامداد با ذکر ماخذ آزاد است.

Copyright ©bamdaad 2019