ای قـاتله خـدای دی غـرق کـړه پـدی کـار
لعنتونه دی دخدای وی ستا په لار او ستا پکار
شرمـنده به په دنـیا او آخـرت وی
ځناور به داسی وکړی، کوم چی کړی تا دا کار

نه شـرف ویـنم په تا کـی نه وجـدان
بی وجدانه انسان نلری ایمان
چی شرف او وجدان دواړه دی خراب شو
څوک دی نګوری په سترګه دانسان

د شیطان اولاده وایه دانسان وژنه ده پر تا روا؟
کـوم خبیث تـا لـه درکـړی دا فتـوا ؟
چی بی وزله خلک مـړه کـړه په ناحـقه
خدای له څه ده ستا ځواب پدی ګناه ؟

ستا دا لار او طریقت دشیطنت ده
ستا اعمال او کړه واړه رذالت ده
د ابلیس بچیه وخپلو کړه ته ځیر شه
ستا توپیر له ځناوره، کوم صفت ده

زه «بهین» اوس درته کړمه دا دعا
رب دی ورک کړه ای قاتله له دنیا
دا تر څو به دغلطو عقایدو پر بنا
خلک به وژنی، نه به کړی دچا پروا

( نثاراحمد بهین )