د استاد مرحوم ګل محمد لغمانی یاد

    

 د زبیر شیرزاد لیکنه  

                                                  
ارواښاد استاد ګل محمد لغمانی  په کلو ، بانډو او ښارو کی په ګلکی مشهور وه ، د استا د ګل محمد په نوم ډیرکمو خلکو پیژنده ، نوموړی دلغمان ولایت دمرکز د چهل مـټیـو دکلی اوسیدونکی وه. هغه دیوه طلایی حنجری خاوند وو. ده دغـزل ویلو ، څلوریـزو ، کیسو(داستان ) او همداشان د سروکو،" یه قربان  "بګتی" او کلیوالی سندرو په ویلو کی "خدایی" استعداداوډیرمهارت درلود. دقوی هیکل خاوند و او هارمونیه یی هم ښه غږوله.

استاد ګل محمد له پلار او نیکه نه سندرغاړی نه وو.هغه یو ترکاڼ و او" اماتور" سندر غاړی وو چی وروُورو په یوه منل شوی او خوږ ژبی هنرمند بدل شو. دده زوی ارواښاد پاینده محمد هم دخپل پلار هنری لاره غـوره او خپله کړه او د پلار له برکته دی هم منلی هنرمند شو اوډیره ښه او خوندوره هارمونیه یی غږوله دی هم دپلار په شان خوږ ژبی هنر مند وه. ، ګلکی او دده زوی پاینده محمد په سیمه کی یوه ښه هنری اومشهوره ډله وه. پاینده محمد به له خپل پلار سره کله نا کله په ټپو کی سیالی کوله؛ ښه هارمونیه یی غږوله اوهم ښه سندرغاړی وو. دپلار اوزوی تر منځ هم پریمانه محبت وه اوهم ډیر هنری رقابت. دوی دواړو به یو ځای سندرو ویلو ته را جګیدل. زوی به دیوی سَروکۍ او یا " څلوریزی" په ویلو مجلس ته رنګ او رونق ورکړ او ګلکی به په سندرو پیل وکړ. تر هغه وخته دپښتوغزل لا زلمی شوی نه وه  کوم چه حمزه بابا د خپل زړښت په وخت کی په جار وویل : "د پښتو غزله ته شوی ځوان زه دبابا کړم "  له دی وروسته دپښتوغزل مجلسونو، حجرو اودیرو ته لاره ومونده ،  کله چی دپښتو غزل مینه وال ډیر شول بیا غزل ، دغزل مینه والوهری هنری مجلس ته لار پیداکړه،  ګل محمد او زوی یی هم بیا په غزل ویلو شروع وکړه . دطلا یی ګوتو لرونکو رحم الله  به ورسره تبـلی او هفته ګل به ورسره رباب غږاوه ددوی په ګوتو کی هم ډیر مهارت وه. ما ته به دپلار اوزوی هنر، سندری او غږ یی هله لا خوند راکاوه چه ددو په منځ کی به ټپی شروع شوی او ګلکی به په ټـپو کی بند شو، هم یی خپل زوی ته اوهم دزوی مور یعنی خپلی میرمنی ته د محبت نه ډکه شکنځله وکړه اوماته د فلسفی لیونی شاعر غنی خان دکلام دا بند به رایاد شو چی ویل یی " خړورور چه په تنګه کوڅه کی غیږی ته راشی"  او یا دا چه ویل یی : " په والله چی له جنت نه به شم ستون * چه په کی وانه ورم ښکنځلی دپښتون"  دا د بی حرمتی نښه نه ، بلکه دمحبت نښه ده. هو ګل محمد استاد دلوی شهرت خاوند شو. هرچا کوشش کاوه چی ګل محمد او زوی یی پاینده د خپلو اولادونو ودونو ته وغواړی.  چا چه پیسی درلودی زمینداره او مالدار وه ښه خبره وه او پروا یی نه درلوده ، خو بیوزلو به داولادونو ودونو ته یی پیسی یا قرض کولی او یابه یی ځمکه خرڅوله ما او ریدلی وه چه واده څه له کوره او څه له پوره ، ګل محمد او پاینده محمد به یی راوستل چی له خپل "سیال" نه کم نشی. دوی ته به واده والا ښه او فوق العاده خواړه پخول ، تور او شین چای به یی هم ورکاوه او چلم به یی هم ورباندی دود کړ، او بیا به دراغلو ، ښاغلو او ځوانانو په لور درهنما په لار ښوونه وخوزیدل او په سندرو ویلو به یی پیل وکړ. ټنګ او ټکور به دلاسونو په ټکولو او شپیلکونو وهلو شروع شو " ګیسونه" به هر خوا کی لگیدلی وه؛ تکه توره شپه به دپریمانه ګیسونو له برکته لکه ورځ روښانه ښکاریده. ګلکی د پاینده محمد له خوا د " یه قربان"  په ویلو سره به یی دا سندره په خوږ اواز او طلایی حنجری شروع کړه او ویل یی:* میلمنو ستړی مه شی ښه راغلی* چه ډیر خوشحاله تر کاله راغلی * هو د وی دومره مهربانه وه چه راغلی اوښاغلی یی خپل میلمانه بلل اودمجلس ځای دراغلو کور" او یا داچه ویل یی:* وخوړم غمجنی دنیا وخوړم  *  ډیرواندیښنواوسودا وخوړم * خدایه تظاهر او ریا وخوړم " آو په بله سندره کی به یی له ټګمارانونه سخت سرټکاوه او دا سندره به یی ورته ویله : " دنیا په چل او ول دی حقیقت تللی دی * چاچی رښتیا ویلی د... کی تللی دی" . هغه ولسی هنرمند ددوه مخو انسانانو نه ډیرنفرت کاوه، اوپه مقابل کی دعاشقانو او رښتینو انسانانو سره یی ډیره مینه درلوده او همیشه به یی هر ځای کی دا خبره کوله. هغه عاشقان او صادقان تل په خپل خواږه غږ اوسندروکی نازول او ویل یی :* خوله دی کنډولی دزرو * ما نوش کړی بنګ په کی* ستا د لپو رنګ په کی " هغه عاشقان ، مسافراو مجنون هم بی برخی نه پریښوده اوویل یی : راشه دننه یاره بیرون باران دی* هر مسافر چه وینم ماښام حیران دی* او یا داچه : ته به په کوم وطن کی ګرځی* زه دی تصویر په جیب کی ګرځومه ، او یا داچه ویلی " خدایه پلار می لیونی کړی ، " دیارغیږ پسی ړونده شوګیره شومه." او یا داچه ویل یی : ویوړه ویوړه اوبو ویوړه* نازولی لیلایی ویوړه .او یا داچه ویل توری زلفی دی په مخ وهی ټالونه* هو هغوی باغ ، باغوان، ګل اوبلبل سره هم ډیره مینه درلوده د مرحوم ملنګ جان دا کلام به یی په ګډه ویل:* ګل دی شه لاسونه باغوانه* ستا په لاسوکی رامبیل چمبیل ګلونه باغوانه* په هر خیابان کی دطوطیانو اوازونه باغوانه* او یا داچه دملنګ جان مینه یی وطن سره ښودله او ویل یی:* سر می دخدای بیا دوطن دی باغوانه *وطن زمونږعزیزوطن دی باغوانه * ما ملنګ جان په کی خاپوړی کړی دینه باغوانه* افسوس ارواښاد پاینده محمد د استاد ګل محمد زوی په داسی حال کی چه څو تنه بیګناه کلیوال ورسره یو ځای په ګاډی کی سواره وه دپاکستانی او ایرانی بی حیا مزدورانو او جاسوسانو په ښخ شوی مین په لغمان کی په شهادت ورسید. هغه شهید شو منم خوتل پاتی شو ، غږ یی غلی (خاموش ) نشو بلکه زړونو ته ورسید. دشهادت هنگامه یی ټول لغمان ته او دهنر مینوالو غوږو ته ډیر ژر ورسیده. لغمانیانو اودده دهنردوستانو دخپل ولسی او خوږ ژبی هنرمند په شهادت ډیر ویرجن او غمجن شول.  دوطن او خلکو په دښمنانو یی ډیر لعنت وویل. استاد ګل محمد د خپل زوی شهادت په زړه سوری اوډیر یی دردمند کړ. ګل محمد خپل ځان ته په یوه خبره تسلیت ورکاوه : " پاینده محمد خو شهید شو منم ، خو ښه ده او خوشحاله یم چه په نامردی او دپاکستان او ایران په غلامی کی نه دی مړ شوی، بلکه په خپل کور او ټاټوبی لغمان کی مړ شوی ده" ، اوتل به یی ولسونوته چه ترینه پوښتل داسی ویلی " دا لوړی تـپی چه تاسی وینی دا په وطن مینو ځوانانو ډکی دی"  ګل محمد ته نور سندرو ویلو بی له پاینده محمده خوند نه ورکاوه ګرچه ملاګی یی هم ښه جوړه وه اودبلی خوا دهنر ساحه هم هره ورځ ورته تنګیدله. حالات بد او جنګی وه؛ د خپل پلارنی ټاتوبی لغمان نه دجلال اباد ښار ته کډه شو او دهنر نه یی علاقه هره ورځ کمید له. په وطن مینو او باانصافه ددولت مامورینو، کارکونکو ، افسرانو، سربازانو او ګوندیانو د سمدستی مرستی لاس وروغزاوه او دی یی ډیر ونازوه؛ لوږی او تندی ته یی پرینښود.خودا ولسی او خوږ ژبی هنر مند شرمیده چی له چانه څه د مرستی په توګه وغواړی سمدلاسه یی په ملکی ساحه کی دکار غوښتنه وکړه.د خدای بښلی ګل محمد د کرایی کور تر څنګ دننګرهارولایت دجلال اباد ښار په صحت عامه روغتون کی داجیر په توګه د ښه معاش په دنده وګمارل شو. او شکریی وویسته. با انصافه  ولس دده حق ادا کړ، خودزوی شهادت هره ورځ کړاوه. تر هغی چه ده هم له دی دنیا سترګی پټی کړی. نه نن او نه هم پرون داسی کور نشته او داسی موټرهم نشته چه دګلکی او پاینده محمد په خوږو اوازونو کی څو کستونه ورکره نه وی او یا یی هروخت وایی نه وری او هغوی بیا په درنښت یاد نکړی.او ددوپه هنر مثبتی تبصری ونکړی او هغوته دعا ونه کړی دهغو ځای هیڅوګ نشی ډکولی .

دهغوی روح دښاد او یاد دی ورته تل ژوندی اوسی، او اوازدی زمونږه د ژوندی ولسونو په غوږو کی په ډیره مینه تلپاتی وی،