شا ه امان الله (رح)غــازی افتخاربا وقار
خصم دونش روسیاه،برباد،باد وشرمسار
( ن.مواج )


حلول نودوهشتمین جشن استرداد استقلال وطن  برای کافه ملت غیّور،صبوروپرنورافغان مبارک باد ، روح پرفتوح شهدا وغازیان استرداد استقلال میهن نامی مان افغانستان درراس پیشوای نستوه،فرزند برومندوسرسپرده افغان،آن سپهسالارتحریک شکوهمند ماندگارملی شاه امان الله خان غازی شادباد وجنت برین ماوای شان.

ګران وطن افغانستان د تاریخ په اوږدوکې دیوه سیاسی لابراتواربڼه لرلې ده.په تېره بیا دسړې جګړې په توره لړه کې ددوو انتاګونیستی(نه پخلاکیدونکی)سیستمونودزبرواکی له ناتاره دسیاسی زورازمایلو ډګرهمدا مقدسه خاوره وه چې لا یی دسیاسی جفاګانوټپونه لویشت په لویشت روانه ده اولاپسې غځیږي.
په سیاسی جغرافیایی تاریخی ارزښت یي نه تمېږم داپدې چی ټولودرنوفرهنګپالو اوپرخپلوکی مینانوته په بشپړه مالومه ده،مایی یوه برخه په شعری کلام پنځولی اوستاسو درانه چوپړته وړاندې کوم.  په مینه مینه

 


سیاسی لابراتواره

له سکندره تردې دمه وارپه وارمخ یې له واره
سیاسی لابراتواره ـ  سیاسی لابراتواره
ګران وطنه خلاصوودې دظلمونوله ناتاره
سیاسی لابراتواره ـ سیاسی لابراتواره
ټول قومونه دې دي وروڼه
ډېردرانه دي لکه غـــرونه
تل داوکړي یې ســــرونـه
غلیمان دې شېبه نه وو په لمن کې په کراره
سیاسی لابراتواره ـ سیاسی لابراتواره
واوښتل څلويښت کلونه
غځولي چـــا جنګــــونه
کارېدل راکټ بمـــونه
هم دې سورپوځ ځغولای ناتو هم ده ناکراره
سیاسی لابراتواره ـ سیاسی لابراتواره
که کونړکه نورستان دئ
که پنجشیردئ که لغمان دئ
که پکتیا،غزنی بامیان دئ
پاکستان کوکاری اورم ترابده له ننګرهاره
سیاسی لابراتواره ـ سیاسی لابراتواره
ای تورزن ملــته پاڅــــه
ځان وژغوره له وسواسه
تېر ویاړونه کړه ترلاسه
کړه میدان اوبدخشان دې لاس په لاس له کندهاره
سیاسی لابراتواره ـ سیاسی لابراتواره
خوست غزنی که کاپیسا ده
که نیمروزهــرات فــراه ده
بلـــخ کنـــدوزکـه پکتیـکا ده
نړۍ ټوله یې خوځولې دمېړانې له شعاره
سیاسی لابراتواره ـ سیاسی لابراتواره
سرپل فاریا ب جوزجان دې
کابل بادغیــس ارزګـان دې
لوګـــرزابـــل اوبغـــلان دې
وارپه واردي نښه شوي ګونګه ژبه له اظهاره
سیاسی لابراتواره ـ سیاسی لابراتواره
دښمن سخت خپلوکې ښکېل کړئ
هم بــدل یې په خېل خېل کړئ
خپل وطن کې یې په جېل کړئ
غوړه مال اوبی ایمان به څه کولای شي له ډاره
سیاسی لابراتواره ـ سیاسی لابراتواره
تخارغــوراوسمنګـــان دې
دایکـندی زابــل پروان دې
هره لوېشت جانان جانان دې
اراده که کاندي غوټه سربه غوڅ کړئ له ښاماره
سیاسی لابراتواره ـ سیاسی لابراتواره


( نجم الدین مواج
)

 

بامـداد ـ فرهنگی و اجتماعی ـ ۶/ ۱۷ـ ۱۷۰۸