ژبــه

    

« لکه چې ژبه د ډيلي اوس د کابل ژبه ده
داسې په خوله کې مې د ښکلي يار د بل ژبه ده »

ژبه ...

زما په خوله کې لا هماغه پخوانۍ ژبه ده
زما د ننگ جگه شمله ، د ملالۍ ژبه ده
له پښتنې خولې دې راووتې کږې خبرې
لکه چې خوله کې دې جانانه،پنجابۍ ژبه ده
ستا ، په نامه « اسلام آباد» خو شرآباد و خته
خو د ډيلي ژبه ، د سولې او ورورۍ ژبه ده
زه درنه، سوله غواړم ، امن غواړم ، مينه غواړم
خو ستا په خوله کې بس د تورې دښمنۍ ژبه ده
اجمل که تللی ،« د غيرت چيغه » يې زه پالمه
د غني شعر مې د شور او د مستۍ ژبه ده
ته خو مې ورور يې ، تا مې ځان او تا مې تن گڼمه
پېرزو مې نه شي ، خپله کړې دې پردۍ ژبه ده .

او يوه ټوکه :
« د پچاليس په ورځ له سکوله په چوټۍ راځمه »
پښتو خو نه ده ، دا نو کومه لېونۍ ژبه ده ؟

( صدیق کاوون )

بامداد ـ فرهنگی واجتماعی ـ ۱ /۱۶ ـ ۲۱۰۹