آزادې مــرغـــۍ

يو څو آزادې مرغۍ ،
زېړې مښوکې ، سپينې بڼې ، تکې سرې منگولې ،
زموږ د کلي د چنار پر څانگو کېناستلې
او په رنگينو ترانو يې د پېړيو ، خاموشي ماته کړه .
او د باغونو په غوږونو کې يې ،
د ټوکېدلو ، غوړېدلو ابدي سندره وويله .
            ٭ ٭
يو څو آزادې مرغۍ
يو څو رنگينې ترانې ، يو څو زخمي غږونه ،
زموږ د کلي د باغونو پر لغړو ونو ،
او پر زموللو رژېدلو پاڼو
د زړه په وينو ليکي :
چې آزادي : د قفسونو ماتول او بې پروا الوتل ،
د خاموشيو د دېوال نړول ،
او د باغونو په غوږو کې د رنگينو ترانو بهول ،
او بيا د ونو پر لغړو څانگو ،
د سرو غوټيو ټوکېدل او د شنو پاڼو مستانه نڅېدل .
او بس يوازې غوړېدل ،
او غوړېدل ،
د قفسونو ماتول
او بې پروا الوتل .

 

( صدیق کاوون )

 بامداد ـ  فرهنگی واجتماعی ـ ۱ /۱۶ ـ ۱۹۰۸