میړنی مری خو نومونه یی شی پاتی
سر بایلی مگر یادونه یی شی پاتی
د وطن عظمت وکټی په وینو
سرښندونکی شی برمونه یی شی پاتی
هر څه جار کړی د وطن په نظرانه کی
لاره لیک او ارمانونه یی شی  پاتی
د مردانو مینه خلک او وطن وي
نر هغه دی چی خطونه یی شی پاتی
د منصور غوندی د دار په څوکه خیژی
دا ستانونه ویاړونه یی شی پاتی
د تاریخ له حافظی وتلی نه شی
لوی لوی خلک لوی شخصیتونه شی پاتی
د پیړیو په سینه کی به ولاړ وي
ای عسکر (چالاکه ) فکر او خیالونه یی شی پاتی

عسکر (چالاک )، لغمان

 

 

بامداد ـ فرهنگی واجتماعی ـ ۱ /۱۶ ـ ۱۵۰۷