دمارچ اتمه له ویاړه ډکه ورځ

 

 


دمارچ اتمه ځانګړی او له ویاړه ډک تاریخ لری .هـرڅومره چه په دی هکله او په هره ژبه او دهـرچا لخوا چی په دی له ویاړه ډ کی اوتاریخی ورځی په اړوند ولیکل شی،  زما په ګمان بیا هم کم دی او لا نورو لیکلو ته اړتیا لیدل کیږی. دا ځکه چی دبشریت په تاریخ کی په دی پرتمینی ورځ یوی مور، یوی لور، یوی خوراو یوی میرمنی د انسانانو دبرابرۍ او ټولنیزعدالت لپاره غږ پورته کړی ، مرګ ته یی دانګلی او خپل روا حقونه لکه دکار حق، دنارینه سره دمزد برابر حق، درخصتی او ټولنیزی هوساینی حق یی تر لاسه کړی او جنسیتی توپیر یی له منځه وړی دی. هوهمدا وجه ده چه دهـرلیکوال په لیکنه کی د دی ورځی په هکله یو هدف، یوه هیله، او یومعنی شته چی هغه مبارزه ده. دآزادی ، دموکراسی، هوسا ینی او دټولنیز عدالت لپاره دانسانانو مبازه. په نړیواله کچه د ښځو دانسانی کرامت دپیژندلولپاره مبارزه. هغه څه چی نن دبشری حقونو، دښځو دمدنی اقتصادی اوسیاسی حقونو په نامه یادیږی، د انسانانو دمبارزی منطقی پایله ده. دلته اړین بولم چی د مارچ آتمه چی دښځو دنړیوال تاریخ سریزه ده، څه ناڅه رڼا پری واچول شی د ۱۸۵۷ عیسوی کال دامریکی دنیویارک په ښارکی دنساجۍ اواوبدلو د فابریکی دقهرمانوزیار ایستونکو ښځو د مبارزی روڼ تاریخ او یاددی. دا ورځ که له یوی خوا د یوه تریخ او دردونکی ناورین اود پانګوالۍ ظلم اوستم را یا دوی، خو له بلی خوا دا ورځ د سرښندنی او انقلابی مبارزی د ثبوت ورځ هم ده. د وحشی پانګوال په مقابل کی، دا ورځ دهمغی له ویاړه ډکی مبارزی ثبوت او محصول دی کوم چه مونږ ته په میراث را پاته دی ، کوم  چه دامریکا د نیویارک په ښارکی د نساجی د یوی فابریکی قهرمانو کارګرو ښځو د خپلو حقوقو دپاره غږ پورته کړ خو په مقابل کی کرغیړنواو دمظلوم په وینو مستوو سرمایدارانو دهغو د زخمی کیدو اوبندی کیدو سبب وګرزیدل، او دا ښکاره حقیقت دی چه حق نه ورکول کیږی بلکه حق په زوراخستل کیږی که دځانه دتیریدو په قیمت هم وی. د هغو ویا ړلو مبارزو ښځو غږ غلی نه شو،  که د وی دغارتګرو له خوا ژوبلی شولی  اوونیولی شوی خو دخپلو غوښتنونه په شاه نه شوی بلکه خپلی برحقی مبارزی ته یی دوام ورکړه په ۱۹۰۷ کال یو ځل بیا له همغی فا بریکی دهغو تلپاتودهیلو غږ د نړی د نورو زیارا یستونکو ښځوغوږو ته ورسیدل او یوه لویه مظاهره د لس ساعته کار په مقابل کی پیل او د سرمایی لیونیانو فولادی دیوالونه یی په لړزی را وستل بیا هم دکارګرانو بندی کیدل او زخمی کیدل ددو په برخه شوه چه په دی مظاهره کی نارینه کارګرو هم شایسته ونډه لرله او له دی وروسته بیا ۱۹۰۸کال کی یوه لویه مظاهره وشوه د همدغی مبارزی له برکته ۱۹۰۸ کال کی دامریکا سوسیالست ګوند دا ورځ  دښځو دمبارزی ورځ په نوم وپیژندله اویوه لویه مظاره دتیکسال اربید په کوڅو کی چیری چه دټوټو اوبد لو کارخانه وه او په فابریکه کی هم مظاهره شروع شوه داچه ددی مظاهری شعار مشخص وه له نورو فابریکو کارګران هم راغلل ولی دفابریکی او دسرمایی لیونیانو دا لوی قوت نشو زغملی دپولیسو په همکاری دفابریکی دروازی وتړلی په وهلواو ټکولو او په بندی کولو شروع وکړه دا لاڅه چه دوژلو امر یی ورکړ په مرمیو چلولو او ډزو یی هم شروع وکړه په زرهاوو ښځی او نارینه دعدالت غوښتنی په ګناه په مرمیو زخمی کړی او فابریکی اور واخیست د ۱۴۹ کارګرانو دسوزیدو له امله په تړلو کوټو کی خپل خوږ ژوند له لاسه ورکړ اود بل ناورین سبب شو چه واقعآ ترقی غوښتونکو اوعدالت غوښتونکو دپاره دردونکی ورځ ده خو دبلی خوا دی ورځی د یوالی او پیوستون دپاره تړلی دروازی را خلاصی کړی اوجهان ټکان وخوړ او دبورژوازی او سرمایداری توره کرغیړنه او ناولی څیره نوره هم  نړی ته بربنډه شوه چه وروسته دهمغی ریښتنی مبارزی د ژوندی ساتلو په خاطر ۱۹۱۰ کال کی المانی انقلابی مبارزی دښځو دحقوقونه ددفاع فعالی مبارزی میرمن کلارا زتکین په کار او تلاش د دنمارک په کوپنهاګن ښار کی دسوسیالستوښخو دوهم سوسیالستی کنفراس ته چه ددنیا له ۱۷ هیواودو سوسیالستو ښځو دخپلو سوسیالست ګوندونو په نمایندګی ګډون ګړی وه اود ۱۸۵۷ کال دنیویارک د مظاهره کونکو دښځو سره دملاتړ په خاطر دوهم ښځینه نړیوال سوسیالست کنفرانس ته پیشنهاد وکړ چه دا ورځ د ی دښځودنړیوال پیوستون ورځ وبلل شی او دهغوی د برحقی داعی نه دی ملاتړ وشی د محترمی انقلابی زتګین  پیشنهاد د کنفرانس دګډونکونکو ښځو له خوا چه د۱۰۰ نمایندګانو په شاوخوا په کی ګډون درلود دټولو له خوا  قبول او دا ورځ دښځو سره دنړیوال پیوستون دورځی په نوم وپیژندل شوه اودښځو اونارینو دتساوی حقوقو لاغوښتونکی شوه په ۱۹۱۱ کال دا ورځ بیا نوره هم جهانی څیره پیدا کړه چه په د نمارک ،المان ،اتریش ،سویس او امریکا ته وغزیدله  او په میلونو خلکو دښځو نه دملاتړ په خاطر مظاهری وکړی او د سرمایی لیونیانوغوږوته یی ددوی د یوالی  او شهامت غږ ورساوه او پانګوال په لړزه راغلل چه وروسته له دی دا غږ په ۱۹۱۷کال کی روسی ته هم  ورسید، چه دښځو داعیه بیا په ۱۹۷۵ کال کی دملل متحد له خوا د ښځو نړیږال کال وګنل شوه  اوپه ۱۹۷۷کال کی دیونسکو له خوا دمارچ اتمه دښځو نړیواله ورځ په رسمی توګه  پس له یوه قرن درد، کړاواو اوږدی مبارزی اعلان کړه دا ورځ په حقه سره دهغو ویاړلو مبارزو ګارګرو ښځو دشجاعت نښه ده کوم چه د ازادی، برابری او سولی دپاره وهلو، ټکولو بندیکولو، وینو تویلو او قربانی منلو ته دبرحقی مبارزی له لاری حاضر او ودانګل محصول دی کوم چه په ۱۸۵۷ کال په ۱۹۰۷ کال او ۱۹۰۸کال کی  سرښند نه او قربانی ته حاضری شوی وی، اوس دا بیا یو درد ده چه زما په فکر اوزړه او ضمیر کی پیداشوی او ځای یی نیولی چه ولی زمونږ ویاړلی دپرونی لوی جنبش غړو او مبارزو ښځو چه ۱۹۱۹عیسوی کال را په دی خوا په مختلفو کلونو کی ویاړلی کارنامی یی درلودی، ولی نه یوکیږی او ولی بیا هم جدا ، جدا  دا ورځ څو کسه  دلته او څو کسه هلته لما نځی په داسی حال کی چه ضرورت او مصلیحت هم دا ده چه باید یو ځای په یو جنبش کی سره را ټول شو تر ځو یو ځای یی شانداره تجلیل کړو، دمارچ اتمه یوه عا دی ورځ نه ده اوعا دی ورځ ګڼل لویه ګناه او ساده ګی ده. او له بلی خوا ددی لاری قربانیانو ته که ددنیا په هرکنج کی یی خوږ ژوند له لاسه ورکړی کاملآ بی احترامی هم ده، داورځ دزانګو ( ګهواره ) دزنګونکو ورځ ده، دا دهغی زانګو دخاوندی ورخ ده چه بشریت یی په خپلو مبارکو لاسو په زانګو( ګهواره ) کی زنګولی  که شاه ده او که ګدا ،او په اللو ، للو ویلو یی غلی او ارام کړی اوبیایی ویده کړی دی، اوبیا په همدغی زانګو ( ګهواره ) کی یی د وطندوستی ، میړانی او غیرت درس خپل زوی او لورته ورکړی . هر لحظه ، هر ثانیه، هر ساعت ، هره ورځ،هره میاشت او هر کا ل ځمکه او اسمان، ونی، تیګی ، غرونه اوسیندونه ، زه اوته دا شهادت ورکوو. چه دزانګو صاحبان د قوی ملاتړ او احترام مستحقی دی چه د مرد سالارانو په مقابل کی ورسره یو ځای مبارزه وکړای شی، او ددی ورځی یوالی او ملاتړ ساده په لاس نه ده را غلی بلکه دا دکلونو، کلونو دبرحقی مبارزی ښکاره ثبوت دی، زه په دی عقیده یم چه ددی ورځی لمانځل نباید نمایشی اوځان ځانی وی، خودخواهی او یا ځان پیژنده په نورو وی؟ اوپه ډلو، ډلو کی وی؟ بلکه دا ورځ یو لوی انقلابی عمل او مبارزی ته ضرورت لری اودا انقلابی عمل بیا یقینآ یوالی کی امکان لری، او بیا دا دښخو یوالی او مبارزه ده چه دښخو جنبش منځ ته راوړی، او دی کار ته رسیدل توان او قربانی غواړی په خبرو او لافو وهلو هیڅ څه نه کیږی انقلابی او عملی کار په کار ده، او دا هغه وخت امکان لری چه وړو خبرو، ګیلی او ګذاری پریږدو او زه یم ( منم  ) سره مخه ښه وشی د زه (منم ) څخه مونږ او د ته ( تو ) څخه تاسو ( شما) کلمی ته لاره اواره کړو او دا ډول کړنه بیا بی له شکه دجنبش زیږنده ده او دجنبش غږ په یوالی کی خوندور وی چه مونږ یی دیوالی شاهدان هم یوچه تراسمانه یی غږهم په یوالی کی رسیده او رسیدلی وه، بیا په کامل یقین دا ویلای شم چه هیڅوګ دنړی په مخ کی نشته چه دتاسو د مشترک پاڅون مخه ونیسی ؟ کوم چه جنت یی همیشه تر خپو لاندی ده او هغه فقط تاسی یاستی،هغوی به په اللو باندی نه وی ویده شوی، هغوی به کاڼه وی چه دغیرت درس یی په زانګو کی دمور او خور له خولی به نه اورید لی ،هغوی به وړانده وی چه دتاسود زانګو زنګول یی هیرکړی وی، او دغفلت په خوب به لا تر اوسه ویده وی چه دتاسو د برحق پاڅون مخه ونیسی ، ټول پوهیږوچه تاسو داسارت د څو پا تو ځنځیرونواو زولنومیده کول غواړی ،او دا بیا د تاسوبرحقه حق او غوښتنه هم ده چه داسارت پاتی څو ځنځیرونه او زولنی باید وشلوی ، زه په داسی حال کی چه دا دبشریت په تاریخ کی دعادلانه او له ویاړه ډکی مبارزی ویاړلی ورځ ته داګاه انسان په توګه عمیق احترام لرم او ددی څو کرښوله لاری هغو قهرمانوته چه قربانی یی ورکړی او دی لاره کی مبارزه کړی او کوی ټولو ته خپل سرداحترام په توګه ټیټوم اوتاسو بی له شکه ددا ډول احترام وړ یاستی، ددغی ورځی هری مبارزی خور، موراو لورکی ته چه په دغه شریفانه لاره کی مبارزه کړی، کوی اوحتی که مبارزه هم نه کوی، اوچا چه ځان قریان کړی ، او څوک چه قربانی ته سترګی په لار دی اوکه څوګ که له قربانی سره اشنا هم نه دی، دا ورځ دتاسو ټولو ورځ ده زه یی دنړی او ګران افغانستان سرلوړو اوداسارت نه د خلا صونکو ځنځیرشکنو او زولنو شکنو ورځ بولم .او دا نوم دتاسو د نوم ،شان  ، شوکت او مبارزی سره مناسب نوم دی  او تړاو لری، ټولو زانګو( ګهواره ) زنګونکو او د نن ورځی مبارزو ښځو ته په یو لوی جنبش کی دعادلانه مبارزی يوالی غواړم، اوهم موتوانمندی په دی لوی او عظیم جنبش کی غواړم، ترڅوهغه پاتی داسارت څو ځنځیرونه او زولنی کوم چه دتاسو دحقوقواو دترقی مخه نیسی اودتاسو دلوړ مقام دشان او شوکت سره په ټکر کی دی ډیر ژریی د تاسو په خپلو مبارکو لاسونو په زورشلول غواړم، تا سویوډیرلوی ا و عظیم قوت یاستی دا قوت باید درک کړی،زه باور لرم او تاسو هم زما په شان عقیده لری او دا به لویه ساده لو حی هم وی؟ چه تا سی څوګ مظلومی بولی ، نه ګرانو داسی نه ده تاسی مظلومی نه یاستی، تاسی دبشریت مور یی، تاسو دطبیعت بقا یاستی ، مونږد وطندوستی او انسانیت درس دتاسو له خولی دلمړی ځل دپاره په زانګو کی فقط له تاسو اوریدلی ، تاسوته دتاسو دهیلو بری غواړم. دجهان ټولو میندو ، خویندو او لورکیوته دا له ویاړه اوله غروره ډکه ورځ یو ځل بیا د زړه له کومی مبارک وایم، متحد  او یو موټی اوسی ،هیر نه کړی بری په یو والی کی ده ستاسو دهیلو او امیدونو کامیابی غواړم. ستاسو هیلی بی له شکه برحقی هیلی دی او شریفانه هیلی هم دی ،ستا سو مبارزه هم عادلانه ده او هم ضرورت دی، دتاسو په خوښی کی بی له شکه هیر نه کړی زمونږ خوښی پرتی دی، سرلوړی مونصیب شه دجهان درنو با عزته او غیرتمندو ښځو.برابری سوله او ازادی مو په هر ځای کی چه یاست سیاسی او شخصی ژوند کی په برخه شه تر څو وکولای شی اینده نسل دوطندوستی په روحیه لوی کړی.                                                  
ابراهام لینکلن څومره ښه او معقول ویلی چی  ټول تر یوه وخته غولیږی،ځینی دهمیشه دپاره هم غولولی شی، مګرټول دهمیشه دپاره نه غولیږی. 

 

ز.شیرزاد