نه ګیله ده نه پیغور
د زړه څړیکه، لورپه لور


     ***
تـــــــا ریخــــه!
بیا د چا خمــــارنشه کړې
چی:
دجفا پرلــور، رېبې سرونه
چنګیز،
موسولونی،
هیتلر،
ته دې برات ورکړﺉ
دپړو،څېـړو
رسوایی تاب نه لرې
په پټو سترګو
او:
د چا په لمسون
وایه ،
ترکومه
به:
له، کوم خماره
داسې توده نشه کې
لابه ریبې سرونه
لابه رېبې سرونه


له کوره(خیرخانی) نه
تردوتره( بهرنیوچارووزارت ته مخامخ )

 

نجم الرحمان مواج
د زمری(۱۴) مه۱۳۹۴  

 

 بامداد ـ فرهنگی ـ ۱۵/۱ـ ۰۵۰۸