غـــــزل

پر زړه مې له مودو ګرځي د چا د رنګ انځور
هیندارې پټوي را نه زما د رنګ انځور

لمن کې د سپرلي د شنو د پاڼو له خندا
نیولي مې جانانه دي د تا د رنګ انځور

کابل پر کاڼو ولي د باور د ګونګرو شرنګ
چې خاورې عبادت یې کړ،پیښوا د رنګ انځور

اسلام به ولې چوپ وي پرې ونه خاندي په کړس
ایله ورته معلوم شو د ملا د رنګ انځور

تَرور کړلو د ښار سرګردانیو یو ځل بیا
له خلکو دي هیر شوي د پاچا درنګ انځور

( فاروق فردا )

 

 بامداد ـ فرهنگی ـ ۱۵/۵ـ ۳۰۰۳