قطعنامه راهپیمایی فعالان مدنی و شهروندان کابل در پیوند با فاجعه درد ناک شهادت فرخنده

حمل ۱۳۹۴ - کابل

فرخنده را به سفارش یک تعویذ نویس خرافاتی بار بار شهید ساختند: تا جان داشت لت و کوبش نمودند، از بام پایینش انداختند، زیر تایر موترش کردند، با تخته‌ سنگ بر سرش کوفتند، و سرانجام به آتشش کشیدند!

این جنایت استخوان‌ سوزساعت‌ ها دوام کرد، اما کسی نبود به داد فرخنده برسد. این فاجعه شرم‌ آور تاریخی را جانوران درنده - در روز روشن - در پیش دیده‌ گان کسانی رقم زدند که وظیفه‌ شان دفاع از حقوق شهروندان بود! وظیفه ‌شان دفاع از جان و مال و ناموس مردم بود! اما کارمندان امنیتی نظاره کردند و کاری نکردند! مقامات قوماندانی امنیه - در این هنگام - حتا در دسترس نبودند و تیلفون‌ های‌ شان را جواب نمی‌گفتند.

با تاسف فراوان، شماری از مسوولان امنیتی جنایت را با جنایت پوشاندند. خانواده فرخنده شهید را وادار کردند تا در رسانه‌ ها بگویند: «فرخنده روانی بود».

و ننگین ‌تر از آن این‌ که : شماری آمدند و این جنایت را ستودند و آن را توجیه کردند.

این داغ ننگ تا جهان باقیست از جبین ملت‌ مان زدوده نخواهد شد. اما جنایت ‌کاران و حمایت ‌گران‌شان باید بدانند که عصر وحشت و بربریت گذشته است و ما تا تامین عدالت برای فرخنده دادخواهی خواهیم کرد. ما در کنار فرخنده‌ های خویش خواهیم ایستاد. ما اجازه نخواهیم داد تا اوباشان و درنده‌ خویان، ارزش‌های انسانی و دینی ‌مان را پامال کنند و این کشور را در قرن ۲۱ به عصر وحشت و جاهلیت ببرند.

برای رسیده‌ گی به پرونده فرخنده شهید و پرداختن به عاملان این جنایت هولناک، ما مراتب زیر را اعلام می‌داریم:

- محرکان اصلی شورش - به ویژه مجاور زیارت و ملای تعویذ ‌نویس - که عاملان قتل فرخنده اند، باید به صورت علنی و فوری محاکمه شوند.

- همه کسانی که در قتل فرخنده سهیم بودند، و اسناد فروان در زمینه موجود اند، باید یک به یک شناسایی گردیده و به صورت همزمان محاکمه علنی گردند.

- همه کسانی که به گونه‌ ای شریک جرم اند و از این جنایت نابخشودنی حمایت کرده اند - به شمول محرکان، تهمت‌‌گران، انگیزه‌ دهنده‌گان و توجیه‌ کننده‌گان - باید به کمک اسناد فراوان رسانه‌ ای، شناسایی گردیده و به دادگاه کشانده شوند.

- نیروهای امنیتی محل که در وظیفه غفلت کرده اند و برای جلوگیری از این جرم مشهود بی‌ کفایتی نشان داده اند باید محاکمه و مجازات شوند.

- قوماندان امنیه کابل باید هرچه عاجل از وظیفه‌ اش برکنار گردد.

- آمر حوزه ۲ باید پس از برکناری، باید مجازات شود.

- از حکومت می‌ خواهیم تا به صورت فوری طی فرمانی، همه دکان‌های تعویذ‌ نویسی و جادوگری و فالبینی را ببندد و عوام‌ فریبان خرافاتی را مورد پیگرد قانونی قرار دهد.

- از حکومت می‌ خواهیم تا جاده اندرابی را به نام « جاده فرخنده » نامگذاری نموده و بنای یادبودی را به نام آن بانو بنا کند.

- حکومت باید با عاملان مجازات خودسرانه صحرایی و مجازات فراقانونی برخورد جدی و قانونی نموده و جلو هرگونه فعالیت‌های فراقانونی و فتواهای شخصی و خودسرانه در کشور را بگیرد.

در این جا،‌ ما از آن‌عده عالمان دینی که از همان آغاز با قضیه شهادت فرخنده برخورد اصولی، قانونی و مسوولانه نموده اند سپاسگزاری می‌کنیم. از وزارت حج و اوقاف می‌خواهیم تا برای جلوگیری از تبلیغ و ترویج خشونت و ستیزه‌ جویی با استفاده از تربیون‌های دینی اقدام جدی و عملی نماید.

در پایان، ما یک بار دیگر همبسته ‌گی و همدردی‌ مان را با خانواده فرخنده شهید اعلام داشته و تعهد می‌ کنیم که،  تا قاتلان فرخنده و جنایت ‌پیشه‌گان درنده‌ خو به کیفر اعمال زشت شان نرسند و خواسته‌های مان برآورده نشوند، ما آرام نخواهیم نشست.

روح فرخنده شهید شاد و جایش بهشت برین باد!

 

د پرېکړه لیک پشتو متن

 

دفرخندې د دردوونکې وژنې په اړه د مدنی فعالانو او کابل ښاریانو دلاریونونو پرېکړه لیک

دوری ۴مه کابل

فرخنده یې د یوه خرافاتی تعویذنویس په حکم بیا بیا شهیده کړه!

ترهغې چې ساه په کې وه،ووهل شوه او وټکول شوه، له بام نه یې لاندې راختا کړه. دموټر ترټایرونو لاندې یې کړه.په تیږو او ډبرو یې پر سر وټکوله او بالاخره یې په اور وسېزله. دغه هډوکی سوزوونکی جنایت ساعتونه – ساعتونه دوام وکړ؛ خو هیڅوک نه و، چې دفرخندې چغې او فریاد واوری!!

دا له شرم نه ډکه فاجعه، وحشی ځناورو په رڼا ورځ دهغو په وړاندې ترسره کړه، چې، دنده یې دخپلو هېوادوالو دفاع وه!

دهغوی دنده د خلکو دمال، ځان او ناموس ژغورنه وه، خو امنیتی کارکوونکو یوازې ورته کتل او نور یې هیڅ ونه کړل! دا وخت دامنیه قوماندانۍ مقامات نه موندل کېدل او ټیلفونونه یې نه ځوابول!

له بده مرغه ځینو امنیتی مقاماتو جنایت په جنایت کې پټ کړ. د فرخندې کورنۍ یې اړ کړه، چې په رسنیو کې ووایی: «فرخندې روانی ستونزې لرلې» او تردې بدتره لا دا چې: ځینې راغلل، دې جنایت ته یې دلایل پیداکړل او توجیحات یې ورته ولټول.

دا ننګین داغ به زموږ دملت پرتندی ترهغې وی او ګل به نه شی، چې دا نړۍ ودانه وی!

خو جنایتکاران او ملاتړی یې باید پوه شی، چې د وحشت او بربریت وخت نور تېر شوی، او موږ به دفرخندې لپاره دعدالت تر تامینه پورې مبارزه کوو او دخپل هېواد له فرخندو سره به ولاړیو!

موږ به اجازه ورنه کړو، چې اوباشان او ځناور صفته اشخاص زموږ انسانی او دینی ارزښتونه له منځه یوسی او په ۲۱مه پېړۍ کې دا وطن دوحشت او جاهلیت دورې ته بوځی، دفرخندې کوترې ته د لاسرسی لپاره او ددغه لړزوونکی جنایت دعاملانو په اړه موږ لاندې غوښتنې وړاندې کوو:

- دپېښې اصلی عاملان – په ځانګړی توګه دزیارت مجاوراو تعویذنویس ملا – چې دفرخندې دقتل عاملین دی، باید په سملاسی او علنی ډول محاکمه شی.

- ټول هغه کسان، چې دفرخندې په قتل کې شریک دی او په اړه یې ښه ډې اسناد شته، باید هریو وپېژندل شی او هممهال په څرګند ډول محاکمه شی.

- ټول هغه کسان، چې په یو ډول نه یو ډول په دغه جرم کې شریک دی او ددغه نه بښونکی جرم ملاتړ یې کړی، دمحرکانو، هڅوونکو، تور پورې کوونکو او دلایل پیدا کوونکو په ګډون:

- پراخو رسنیزو اسنادو ته په کتو، باید وپېژندل شی او محاکمې ته راکاږل شی.

- دسیمې امنیتی ځواکونه، چې په خپلو دندو کې یې غفلت کړی او ددغه مشهود جرم په مخنیوی کې یې بې کفایتی کړې، باید محاکمه او مجازات شی.

- کابل امنیه قوماندان باید تر هرڅه ژر له دندې ګوښه کړل شی.

- ددویمې حوزې امر باید له دندې څخه ترګوښه کولو وروسته مجازات کړای شی.

- له حکومت نه غواړو، چې په سملاسی ډول دیوه فرمان په ورکولو د تعویذلیکنې ، جادوګرۍ اوفال کتنې ټول دوکانونه وتړی او خلک غولوونکی باید ترقانونی تعقیب لاندې ونیسی.

- له حکومت نه غواړو، چې «اندرابی واټ» دې د «فرخندې واټ» په نامه ونوموی اوددغه مېړنۍ پېغلې په یاد دې په کې دنښې لپاره یوه ودانی ودانه کړی.

- حکومت باید په هېواد کې له ټولوخپلسرو صحرایی او له قانون نه بهر مجازات ورکوونکو سره جدی اوقانونی چلن وکړی، او له قانون نه پورته دهر ډول شخصی او خپلسرو فتواوومخنیوی دې وکړی.

په دې ځای کې موږ له ټولو هغو دینی عالمانو نه مننه کوو، چې له هماغه پیله یې دفرخندې شهیدې له پېښې سره اصولی، قانونی او مسوولانه چلن کړی دی.

- دحج او اوقافو وزارت له مسوولانو نه غواړو، چې له دینی او عقیدتی دریځ او اړخ نه دتاوتریخوالی دمخنیوی اود دغه ډول پېښو په وړاندې جدی او عملی تدبیرونه ونیسی.

- په پای کې موږ دفرخندې شهیدې له کورنۍ سره خپله غمرازی اعلانوو او ژمنه کوو، چې:

ترهغې، چې، دفرخندې شهیدې دپېښې جنایتکاره عاملین دخپلو اعمالو په سزا ونه رسیږی او زموږ غوښتنې ونه منل شی، موږ به کرار نه کېنو!

دفرخندې شهیدې روح دې ښاد وی او ځای دې جنت وی!

 

 

 

 

بامداد ـ اجتماعی ـ۱۵/۱ـ ۲۵۰۳