د صدیق کاوون لیکنه

هوا سړه ده ، په کوڅو کې موسیقي د قدمونو نشته
زما د کلي خبر لوڅي زلمي چېرته تللي ؟
حجره خالي ده ، سېتار غلی ،له منګي نه نغمه نه جګیږي
د ژمي شپې دي،څوک له خپله کوره نه راوزي،
زه به مې زړه ، دغه د مینې د خوږو شیبو د هیلو پانوس
د شپې د کومې څلورلارې د برېښنا پر ستنه و ځړوم؟

څوک د رنګونو اصالت پسې پېلوزی په لاس
او چا د وینو په توپیر باندې ایمان راوړی
څوک د لیلام په تمه ناست دی خپل ایمان خرڅوي
څوک ترازو په لاس ولاړدی ارمانونه پلوري
او څوک د خپلو ارمانونو د مزار خاورو ته ناست دی ،سوې ساندې وایي .

د ژمي شپې دي، باغ د واورو سپین څادر لاندې په خوب ویده دی
او شنه خوبونه ویني .
غوټۍ د عطرو په چینه باندې لمبلي ندي
او د سرو ګلو تنفس غوږو ته نه رسیږي
خو بس یوازې نازولي کاغذي ګلونه
ـ لکه بېباکې کنچنۍ ـ ناز و نخري خرڅوي
او د ګلانو د زخمي باور پر پاڼو ناڅي .
تورې غدۍ د دېواله شاته مورچل نیولی .
زه به مې زړه ـ دغه د هیلو د زیارت په تورو شپو کې لګېدلی پانوس،
زموږ د کلي د خټین دېوال پر کومه څنډه وځړوم ؟

په هر کاله باندې ولاړه ده د باد ګزمه قمچینه په لاس .
د زړونو تورې کروندې د چا د وینې په حسرت کې سوزي
ژبې دوه مخې مصرۍ تورې، هم په چپ او هم په ښي چلیږي .
ګوتې تخنیږي د ماشې د راکاږلو د شیبو په هوس
شونډې د پټې غوغا کور،دسترګو پاڼې له پوښتنو ډکې ،
غټې خبرې،کمکي زړونه،دهوس په دود ککړې هیلې
سپینې پګړۍ د درواغجن غرور د ورېځو په توفان کې ورکې ،
خوله په خوږو خبرو ښکلې،زړه د زهرو غوټه،
سهار په مینه درته خاندي او ماښام دې اوبې غاړې ته د دار وستنی .

زما د کلي د شرقي ذهن په شنو کوڅو کې،
اوس سرګردانه دي زېړمخي سربډاله مغربي بادونه .
اوس د بامونو پرسر ،
څوک کشمالي نه کري .
او اوس د کلي هغه مستې څڼورې پېغلې ،
ـ چې پروېښتو به یې ټومبلې وې د سرو ګلو رنګینې غونچې ـ
ددنګو دنګو چنارونو په ښاخونو کې ټالونه نه خوري .
اوس د مسجد د دودوهلي چت پر خړو مورګو ،
د توتکیو بچي نه چغېږي ،
اوس د غومبسو وخت دی .
اوس د کنډو د شا شپونکی شپېلۍ پر شونډو،دشپو شاړوته،رمه نه شړي .
اوس د رڼادکلي نجونې د سپوږمۍ له نوراني چینې،اوبه نه راوړي
او اوس ګودرته غځېدلې لار،ګزمې نیولې .
اوس د کلا پر دېواله،سپینې کوترې دزیتون د څانګې خوب نه ویني .
اوس د غولکې سیوري ،
د شنو باغونو د مرغیو د پرواز جغرافیه نیولې .
ماچې لیدلی و،اوس هغه ګودر شړ پاتې دی .
یو څو ټوټې ټوټې منګي،یو څو زاړه کودړي
یو څو بنګړي،د کومې مینې څو نیمګړې نښې،
یوه ښکالو ـ لکه وږمه ـ دکومې پټې وعدې
چې خپله ستړې او ستومانه اروا،
پر څو کودړو،څو ټوټې ټوټې بنګړیو او څو مړاوو ګلغوټیو مږي .
اوس هغه ګل ، هغه بلبل ، هغه سندرې نشته
هغه زېړی مازدیګری هغه پستې پستې خبرې نشته
هغه ،ځولۍ ځولۍ ګلونه پر ګودر نه ووري
هغه رنګونه قیامتونه پر ګودر نه ووري .
...
ته راته ووایه د باغ د شنو خوبونو د هېواد څښتنه ،
چې زه مې زړه ـ دغه دشنه فصل د ګلو رژېدلې غوټۍ ـ
دکومې ونې،پر ښېرازه څانګه و ځړوم ؟

بامـداد ـ فرهنگی ـ ۲/ ۱۵ /۱۵۰۲