د خواشینۍ پیغام

په ډیر خواشینۍ سره خبر شوم ، چې  بیا زموږ  د ادبیاتو او د موسیقۍ د هنر  په معاصر تاریخ کې د ویر او ماتم  غږ  را پورته شو.

 ارواښاد  استاد مسحور جمال  زموږ  د هیواد  یو نامتو، ادب پوه، پیژندل شوې څیره ، تکړه، وتلې   او خوږ  ژبې هنرمند په هالند کې  له دې فاني نړۍ څخه  د  تل  لپاره سترګې پټې کړئ .

انالله و انا الیه راجعون

شاعر وایي :

څوک د ځان لپاره مړ شي نوم  یې  ورک  شي

د چا مرګ د ټول ولس د پاره مرګ  وي

د ارواښاد استاد  مسحور جمال  مړینه  زموږ د هیواد په  ټولنیز ، ادبي او فرهنګي  ډګر کې یوه  لویه  ضایعه  ده، چې د ده نوم  به زموږ  د هیواد والو په زړونو کې   د تل لپاره ژوندی ، نه هیریدونکی او نه ورکیدونکی وي .

ارواښاد استاد مسحور جمال  زموږ د هیواد په ادب او فرهنګ کې هغه غوړیدلی، سمسور تازه او ښیرازه ګل  وُ،  چې د خپل څپانده ادبي او هنري  استعداد، ذکاوت  او زړه  وړونکي اواز  په وسیله یې زموږ  د هیواد د ادب او  موسقي ډګر  داسې  روښانه او ځلانده  ساتلی وُ چې زموږ نني او راتلونکي نسلونه به د ده په ویاړلي او دروند  نوم او هنر  د تل لپاره  افتخار کوي .

اروښاد استاد مسحور جمال  نه یوازې یو دروندهنرمند او  ادب پوه شخصیت وُ بلکې د لوړو، پاکو او سپیڅلواوصافواو اخلاقو خاوند وُ ، متواضع، زړه سواندی، ریښتینی، صادق اود ټینګ عزم او ارادې   خاوند شخصیت وه .

 ارواښاد استاد مسحور جمال  پر (۱۳۲۴) لمریز کال د کابل په ښار کې  زیږیدلی وُ .

ارواښاد استاد مسحور جمال خپلې لوړې زده کړې  د کابل پوهنتون  د ژبې او دري ادبیاتو په څانګه کې سر ته رسولې  دي .

زه د ارواښاد استاد مسحور جمال د مړینې  په مناسبت  نه یوازې د زړه له کومې خپګان او ژور خواشیني څرګندوم، بلکې د ده د ویرمنوکورنیو غړو، خپلوانو،  دوستانو او د ادب او د موسیقۍ د هنر مینه والو  ته  د زغم، صبر او تسلیت مراتب  وړاندې کوم او د لوی خدای (ج) څخه  ده ته د فردوس جنت غواړم .

شاعر وایي :

چې پیدا شوې تا ژړل خلکو خندل

داسې مړ شه چې ته خاندې خلک ژاړي

په ډیر در نښت او ادبي مینه 

انجنیرعبدالقادرمسعود

 

بامـداد ـ فرهنگی ـ ۲/ ۱۴ـ ۲۶۰۸