د ننګرهار اولغمان په لور سفر او دکابل پریمانی واوری

 

 

( لمړی برخه )

 

د زبیر شیرزاد لیکنه

                                        
د۱۳۹۱ کال دجدی ۱۰ نیټه په داسی حال کی چه د دوبی د ښکلی ښار هوا ډیره ګرمه او دکابل هوا سړه او اسمان وریځو نیولی وه دکابل په لور روان شوم کابل ته چه ورسیدم دیوی لنډی دمی نه وروسته دلغمان او ننګر هار په لور سفر باندی مو خبری وکړی وعده مو وکړه چه سهار وختی به حرکت کوو وعده ۷ بجی او ۳۰ دقیقی زما کور شو او زما کورته باید موټر راغلی وای، شپه می دمرکز ګرمی او ترخو اوبو له برکته  ګرمه تیره کړه.دپرونی ور ځی دوعدی نه څه مخکی له خواږه خوبه راویښ شوم . غوښتل می دسختو ورځو یاران ووینم ډیر زیات تلوار می در لوده ، د کړکی نه می چه بیرون ته نظر شوو. ګورم دکابل ښکلی ښار ټولی سیمی سپینو واوری پو ښلی او دومره یی ښکلی کړی وه چه حد نه لری. او دشریفو کابلیانو هغه متل را یاد شو چه ویل به یی کابل به زر باشد ، ولی بی برف نه ، رښتیا  خبره هم داسی ده . چه زر خو د څوپولدارو په برخه وی، ولی واوری  دټولو دپاره ګټه رسوی مکروبونه وژنی اوبه زیاتوی او دکر دپاره ګټه رسوی ، ځمکی شنی کوی او ددښتو بوټی او ګلان خړوبه کوی تر څو چه پسرلنی اورښتونه وشی څمکی خړوبی واوسی، هو دګرم حمام نه وروسته،  کالی می په تن کړه ،لاندی ښکته شوم چه موتر راشی او دیارانو سره  یو څای حرکت وکړم، له دی ویره چه له پاکستانه راغلی لویی، لویی لاری موټر ما هیپر بند نه کړی، ټول خلک همداسی کوی ، او وختی له خوبه پاڅیږی څوګ لمونځ کوی او څوګ بیا بی له لمانځه ، څوګ په خپلو او څوګ بیا په کرایی موټرو کی ځای په ځای کیږی او اوږد سفر کوی او هدف ته ځان رسوی. ګورم چه څو تنه ماشومان دبلاک په مخ کی په سبینو واورو او سختو ساړو کی لوبی کوی. ددوی دغو لوبو زما ددوی دعمر په شان خوږی ورځی او وختونه رایاد کړه. چه ما هم یو ورځ داسی لوبی کولی ، خو یو تفاوت یی ښکاره درلود چه کله زه ددوی په شان ماشوم وم ، دبم ، را کت ، انفجار او انتحار ویره  مونږ سره نه وه ، مونږ په ارام زړه مو په سوله کی لوبی کولی ، خو دوی سره بیا هر لحظه ، هر ساعات او هره ورځ او شپه دمرګ او وژنی ویره وه ، وی او شته، داسی ورځ دی راشی چه دوی هم بی له ویری دپخوا په شان او زمونږ په شان لو بی وکړی، راکټ بم او انتحار زمونږ له پاکی خاوری دتل دپاره ورک او دهغو دښمنانو کورته دی کډه وکړی  چا چه زما اوستا کور ته جنګ راوړی، درد او غم یی راوړی ، تر څو دوی هم زمونږ دمظلوم ولی باشهامت ولس له درد او غمه او ویری څه ناڅه خبرشی . تر څوچه مونږ بیا ددوی ننداره وکړو، هو ماشومانو یو بل یی په سپینو واورو ویشتل او لذت بیا ما تری اخیسته. زړه می هر لحظه غوښته اووار په وار غوښتنه یی رانه کوله چه ددوی په لوبو کی زه هم داخل شم او په دی سپینو واورو او خټوکی خپل کالی لانده او په خټو ککړ کړم. او ماشومان په واورو وولم او ما بیا ماشومان په واورو وولی ، چه لذت تری واخلم. څو دقیقی می ډیره حوصله وکړه او ځان می کنترول کړ،خو  زړه می ډیر تنګ شو. ولی دماشومتوب لیونی دوره رایاده شوه ، بی له اجازی او کوم پوښتنی ما هم ددو سره برف جنګی شروع کړه . دا ښه وه چه  ګرمی موزی می په خپو کی وه او که نه یخنی به جزا را کړی وه. زه خود لیونی ځوانی دوری او دوی بیا زما دی شوق ، سن او سال ته حیران پاته وه ، ډیره لوبه می ددوی سره وکړه او ماشومان بیا دومره خوشحاله شوه چه حد نلری ،خو کله چه متوجه شوم حیران پاته شوم چه زه دماشومانو سره د برف جنګی لوبی په سپنو کالو کی کوم. په دی لحظه کی ټول ما شومان رانه تاوشو او په خوږو خوږو غږونو یی چه د مختلفو سیمو نه کابل ته راغلی او کابل کی میشته شوی راته وویل ډیره مننه ، تشکر کا کا جان ، محبت کردید وبا ما با مهربانی نمودید وبمثابه کا کا وپدر همبازی شدید.او یوه بیا ګله هم وکړه دلته خو داسی څوګ نشته چه ماشومانو سره لوبی وکړی حیران یم چه تا څنګه مونږ سره دی داسی لوبی وکړی. ما خو به له دی چه ووایم تشکر او مننه ، څه می نور نشو کولای چه له دی نازولو ماشومانو نه یی قربان کړم فقط ددوی دخوشحالی دپاره می ایرانی پاکـټی 25 افغا نیگی کیک ورته چه د بلاک مخکی دکان وه واخستل او په ټولو ماشومانو می وویشل، یو له دی ځوانانو رانه وپوښتل کا کا جانه در ایام نیمچه جوانی وجوانی شما هم برف می شد.ومثل ما بچه ها برف بازی میکردید وشیر برفی را جور میکردید وباز توسط دیګران ویران اش میکردید؟ دده له پو ښتنی سره سم سترګی می له اوښکو ډکی شوی او ستونی می بیا ژړه غونی شو. دپرون ورځی کابل رایادشو هغه کابل چه صرف نوم نه دی، بلکه کابل صفت همدی او صفت یی دهر شاعر، هنرمند ،اوزخوان له خولی  او ګوتو شهادت ورکوی . هو کابل صفت دی فقط نوم نه دی دانوم  بیا د سه دکانونو افسانی، دکابل دکاکه ګانو قصو، غرور، میړانی ، مبارزی ،حقیقی او افسانوی قصو په صفت بدل کړی کابل نوم نه دی چا دپاریس، چا دلندن ، چا دبرلین او چا بیا د نیویارک نه هم لوړ ستایلی، ګڼلی او دا لاڅه چه بیا افغانستان ته یی جنت نشان ویلی ، هو یقینآ همداسی ده  وه او یی به. هو ما  نازولوماشومانوته هغه کابل کوم چه ما په ماشومتوب کی لیدلی وه  که دشهر اراسیمه وه  ،که د ده افغانانوسیمه وه ، که دعاشقان او عرفان سیمه ، که دچاردی او که دچنداول او شهر نو او شهرکهنه سیمه وه چه ما په ما شومتوب کی په کی ژوند کړی و او برف جنګی می دهغه وخت همزولو سره کړی وه. یو ، یو رایادی شوی. او ماشامانوته می دهغی زمانی دبرف جنګی ، ګوډی پرانی او کبوتر بازی قصی وکړی، هغوی راته په سختو ساړو کی غوږ نیوه خو یو ځل بیا می ورته وویل ګوری هلکانو نننی او پرونی کابل یو فرق  لری ، چه پرون ویره نه وه نن تاسو سره ما سره او هر چا سره په دا ښکلی کابل کی ویره ده. او دوی زما خبری تکراری کړی او دنا امنی دلاسه یی په ایرانی اخوندانو، پاکستانی پنجابیانو،مرتجع عربو، خونخورو امریکایانو او غربیانو سل واری لعنت وویل، دوی دکابل دکاکه ګانو قصی مخکی دبل چا نه ، حتی خپلو پلرونه هم نه وی اوریدلی، اونه یی دظالمو حکامو هغه نا روا فیصلی چه زمونږد ولس مبارز شخصیتونه یی  دتوپ په ذریعه دتوپ خولی ته درول او وژل یی .هو کابل ماته ګران دی، تاته ګران دی او په هر چا ګران دی. کابل ته ګرانو ما شومانو تل ښکلی کابل ووایی.یو له دغو ما شومانو وویل نور څه فرق لری ؟ مانه غوښتل چه ورته ووایم خو دوی پرینښودم چه ورته یی ونه وایم. هو فرق لری ګوری ماشومانو دا کابل چه تاسو په کی ژوند کوی نه یی هوا داسی خرابه هوا وه ، اونه یی داسی درد او کړا و لره ، داسی نه وه ، دا کابل کی کابلیان چه وینی دوی هم دنورو سیمو په شان ډیر دردیدلی ، ډیر ژړیدلی ، دلته چه دهر چا وسه وشوه ظلم یی وکړ ځوی يي ، پلاریی ، خاوندیی ، مور یی ، میرمن یی ، ورته ووژل دکفر او الحاد په بهانه، ګرانوماشومانو خو نه داسی نه وه ، نه دلته کفر وه نه الحاد . دا دوی وه او دی چه دلته یی دځان سره پاکستانی او ایرانی امریکایی   کفر او الحاد او غلطی عربی فتوا دځان سره راوړی. او بیا کورونه یی لوټ کړه مال او دارایی چور کړه غارت یی کړه دخلکو په ناموس یی تجاوز وکړ او نوم یی بیا پری غنیمت کیښود. کابل ته ایرانی او پاکستانی  جاسوسانو دامریکایانو په امر اور واچاوه ویی سوزاوه ، دود یی تر اسمانه وخت ، هیڅوګ یی په داد ونه رسید نه مسلمانان او نه هم کافران، دلته داسی څوګ نشته چه یی نه وی ژړلی دلته داسی څوګ نه شته چه کور او مال یی نه وی چور شوی دلته داسی څوګ نه شته چه په منډو نه وی دجابرانو ، ظالمانو، جنګجویانو او جنګسالارونو له خوا په یو قسم نه یو قسم ، نه وی زوریدلی او ورته ضرر نه وی رسیدلی تا سو دا کابل چه وینی دهر کور مخ کی یی د بیګناه شهید ولس پریمانه وینی او بی حسابه مړی پر ا ته دی ، دا کابل پرون دملی سردارانو ،غازیانو، پهلوانانو، ځوانمردانو ، خراباتیانو، او د ملی مبارزینو  زانګو وه ، کور وه او ګور وه. کابل واقعآ ښکلی کابل وه. دا کابل ته په درنه سترګو وګوری. دا اوس چه تاسو په کابل هر څوګ وینی شاهد ت  او ګواهی ورکوی چه هغه  کابل نه دی اوس وران او زخمی دی ، او دا جانیان او دا جنګسالاران او داړه ماران او ما فیا چه په کی ژوند کوی دوی نه کابلی دی او نه هم کابلی کلتور او فرهنګ لری، دوی بیګانه کلتور، دچور او چپاول کلتور دځان سره راوړی چه په وطن مین ولس ورنه نفرت کوی، دوی او ددوی داړه مار انډیوالان نه دکابل سره مینه لری اونه هم محبت. دا ځکه دوی غازیان نه دی دوی شاعران نه دی، دوی هنرمندان نه دی ،دوی ژورنالستان او نویسنده ګان نه دی، دوی اواز خان نه دی، دوی پهلوانان نه دی، دوی کاکه ګان نه دی، دوی د خرابات دکوڅی نه دی اونه یی پیژنی او د خرابات دکوڅی په ارزش ، تعریف  او په  معنی نه  پوهیږی، هغه کابل چه  رښتیا کابل وه دغو داړه مارانو، جانیانو ، جنایتکارانو، جنګسالارانو او غلو دا دپردو مزدورانو ټول وران کړ،  تخته پل ، ریکا خانه، هندو ګذر، کوچه خرابات، عاشقان وعرفان، دمیوند تاریخی جاده ، مراد خانی ، دعید ګاه مسجد، دقالین فروشانو کوڅه، مراد خانی ،بارانه، دمرده شویانو کوڅه، شاه شهید ، شش درک ، شوربازار، زوړ مکروریان او بالا حصار یی ټول ویجاړ کړ  چور یی کړ. دوی اما ن الله خان ، ایوب خان، غلام نبی چرخی ، اکبر خان ، میر مسجدی خان،امین الله خان، محمد جان خان، کاتب هزاره او په زرهاوو غازیانو او شهیدانو ته یی بی احترامی کړی . ګرانو ماشومانو تاسو خبریی په پغمان کی دکریم په نوم یکه دوزاو ډیر مشهور غل ژوند کاوه ډیر ماهر نشان زن وه پیسی ورته توری ارتجاع ورکړی تر څو غازی او مترقی شاه امان الله ووژنی کریم بیا حرکت یی وکړ چه د اما ن الله خان ژوند ختم کړی او یو ځل بیا دانګریزانو مستعمره شو خو کله چه کریم خبر شو دا پیسی انګریزانو ورکړی په ځان یی او چا چه وادار کړی وه تو لعنت وویل امان الله خان یی ونه واژه .  ولی مقابل کی دا ننی غلو د نورو په پیسو پطرول وا خستل کابل یی وسوزاوه ټول وطن یی وسوزاوه. دنورو سلاح یی په اوږو کیښودله ډلی ډلی راغله دا بیګناه ولس یی وواژه مطمین یم چه کریم لا لا هم ورباندی هم لعنت وایی کریم دی خدای وبښی ..ګوری ما شومانو تاسو خفه نه شی کابل یی که وسوزاوه خو دیوالونه یی پاخه شوه، کورونه یی که چور کړه خو کندو یی خالی نه شو. خلک یی که ووژل خو کابل خالی نشو ، سرونه یی غوڅ کړه خو سرونه یی هیڅ اهریمن ته ټیټ نه شو.ګوری هلکانو دویلو خبری خوو ډیر دی خو څه وکړم هغه دی ماته موټر او ملګری راغله ، ګوری هلکانو اجازه راکړی هلته لری لغمان او ننګرهار کی راته ملګری او دسختو ورځو یاران می انتظار لری .هو بیرته چه راځم دا می وعده ده تاسوته دځان سره هر یو ته دولیبال ،فوتبال توبونه او د سپورت کالی راوړم دپسرلی موسم کی واوری نه وی بیا به یو ځای دفوتبال او ولیبال لوبی وکړو او تفریح کی به دکابل د افتخاراتو خوږی قصی درته وکړم چه زمونږ ولس دا لوړ بالا حصار کی انګریزانو ته څنګه سبق ورکړی، دوی دهو ،هو په ویلو سره زه دلغمان او ننګرهار په لور او دوی بیا خپلو لوبوته دوام ورکړ. او زه اوس  بیا د تلو او دوی هم دټوپونو او دکابل دقصو انتظار کوی او ورځی او شپی شمیرو.  ای ودطن خوږه پسرلیه ګوره هیله کوم ډیر ژر راشه که زما نه مرور یی دهغو نازولو دپاره ژر راشه. چه هم دهغو او هم زما خپله هیله ترسره شی ، کابله واوری دی ډیره  شه چه ماشومان په کی بی له ویری لوبی وکړی، پسرلیه دشتی او باغونه دی په سرو ګلونو ډک اوسه. چه دپغمان او قرغی میلوته دی مین او نا مین درشی، سولی ژر راشه دا زوریدلی ولس تاته انتظار لری دوی نور په سترګو کی اوښکی نه لری دوی ډیر ژړلی نور یی مه ژړوه.دوی هم انسانان دی له هر چا سرلوړی دی دتوری او ډال غږ یی اسمانونه  ته هم رسیدلی، دوی میلمه پال دی، پریږدی چه ددوی دیرو ، مهمانخانو او حجرو کی یو څل بیا دغم او ژړا په ځای په خولو او شونډو کی خندا راشی ، کابله نور په غیږ کی ګدایی ګر ونه وینم. کابله دمکتب زنګ دی خاموش مه شه ګدایی ګر ما شوم خپل په پاکه اږ میړنی غیږ کی مکتب ته وغواړه، کابله تل زرغون اوسی.نور داور په لمبو کی ته نه ، ستاد دښمنانو کور ، کلی او ښار دی وسوزی، ای ددنیا نه ښکلی وطنه په تا ویاړم چه کابل ستا دنورو ښارو په شان ښکلی دی، ګران وطنه هیله می پوره کړه دا یوازی زما هیله نه دی دا دزوریدلی ولس هیله ده چه تا سره مینه لری زه سترګی په لاریم زما خوږه وطنه .

***

د ننګرهار اولغمان په لور سفر او دکابل پریمانی واوری

( دوهمه برخه )

 

دلغمان په لور: - هو کله چه تنګی ته ورسیدو مونږ دری  تنه وو، بیا  هلته څلور تنه شوو، تنګی د شرق د لوری دتګ او راتګ دروازه ده، تنګی راته ښکلی ښکاریده ، هوکله چه ماهیپرته  ورسیدو لویی لاری نه وی تشویش مو ورک شو، ما هیپر په رښتیا دسویس نه ښکلی وه ، سپینو واورود اتریش دغرو نه هم ښکلی کړی وه . ما په رښتینی توګه ماهیپر د شپږ میاشتو وروسته یو ځل بیا د واورو دښکلا سره ولید او ډیر لذت  هم ما او هم یو ځای راسره ملګروتری واخست . دلږ دمی وروسته دسروبی په لور مو حرکت وکړ خو هلته واوری نه وی، ګورم چه دسروبی بازار نور هم غزیدلی وه او دتګاب انارو دسروبی بازار دلعلوددکان غوندی سور ښکاریده. هلته هم لږ دمه شو انار مو وا خستل .او بیا دلغمان په لور مو حرکت وکړ د لغمان ښکلی سیمه، ننګیالی او سر لوړلی ولس له یوی خوا، اوګوندی دندی دبلی خوا ، او زما ژوند او مبارزه دیارانو سره راته یو یو دپرون په شان رایاد شو، د لغمان د امنیتی وضعی څخه کابل کی ډیر شکایت کیده ، ولی ګوندی رسالت یقینآ قربانی غواړی او دا قربانی زمونږ ویاړلی ولس او زړور ګوندی ملګرو لا ډیر پخوا په ټول وطن کی او دهغه څخه دلغمان ولس او د لغمان ګوندی سازمان په دا ډول قربانیو کی ډیر مخکښ وه او ازمایل شوی هم ده . دا هغه لغمان دی چه دخلګو ګوند ریس محترم داکتر محمد راوش را سره همسفر وه تر څو د لغمان ګوندی سازمان څیړنه وکړی او د هغه ځای له ګوندی ملګرو او ګوندی سازمان سره اشنا شی او دلغمان په هکله یی معلومات زیات شی او لا باور مند شی چه د لغمان ګوندیان یو موټی او متحد دی. بیا مونږ ټولوته، زمونږ دګوند اولین شهید پیاوړی شهید عبدالرحمن رایاد شو، هو هغه عبدالرحمن چه په میړانه یی عدالت غوښتنی ته یی ځان دنورو ملګرو سره اماده کړ او دعدالت غږ یی جګ کړ عبدالرحمن خپله ګوندی دنده شایسته سر ته ورسوله، بی پروا ،زړور او بی هراسه هغه جمعیت ته یی ځان ورساوه کوم چه د دزحمتکشانو او محرومینو ته یی سعادت او وږو ته یی یوه مړی ډوډی او بیکارو ته کار غوښتل. هلته لاړ چیرته چه  احمدشاه ملیا ولاړ وه ، چیرته شهید احمد شاه منور ولاړ وه، هلته چه ننګ ولاړ وه هلته چه کاوون ولاړ وه هلته چه سلیمان ولاړ وه هلته چه داکتر ګل الرحمن ولاړ وه هلته چه سعید ولاړ وه هلته چه عزیزولاړ وه هلته چه معصوم ولاړ وه هلته چه حمید ولاړ وه هلته چه میرویس  ولاړ وه هلته چه علی او مستوفی حسین د خپل ګوندی ملګرو سره ولاړ وه او ټول په قوی ایمان او تعهد راټول شوی وه، هو هلته  هیچا دهیچا دعقایدو په خلاف شعار نه ور کول  ، هو هغه غونډه یوه سولیزه غوڼډه وه  ، ددوی حق وه. او هغو د زحمتکشانو غږ،  دلوږی غږ او بیکاری غږ د مستبد حکامو غوږو ته رساوه، او ددوی غږ قانونی او بر حق غږوه او ددی شریفانه غږ در سیدو دپاره را ټول شوی وه. ولی ارتجاع دځوانانو دا ډول یو والی نه شو لیدلی او دا غږ یی نشو زغملی. توطیه یی وکړه او په بیګناه ځوانانو یی وحشیانه حمله وکړه ارتجاع خپل کرغیړنه او ناولی څیره هم ځوانانو ته اوهم دلغمان ولس ته ښکاره کړه . دزړور عبدالرحمن په شهادت او د ګوندی او غیر ګوندی ځوانانو په زخمی کیدو دمبارزی ډګر نا بود نشو بلکه  په ټول وطن کی لا هم ګرم شو او د ځوانانو لیکی لا پیاوړی او قوی شوی. ځوانان پوه شو. او درانه مشران او په سیاست او وطن مین ځوانان له هری خوا لغمان ته راغله او د شهید عبدالرحمن دلوړو ارمانونو دپاره یی دځوانانو یوالی او د لغمان ولس سره یی  پوره غمشریکی  وښوده. دعبدالرحمن هیله چه دخلکو سعادت وه. را غلودوستانو د مشرانو په حضور کی تجدید پیمان وکړ او خپلو مشرانو ته یی ډاډ ورکړ. هو د شهیدعبدالرحمن خاطره لاخلاصه نه وه چه د لغمان ولایت سیمی ته درسیدلو سره سم چه هوا ډیره ښه وه یوه لوحه چه په کی لیکل شوی وه  د لغمان شین او سمسورولایت ته ښه راغلاست موترسترګو شو، دا هغه ځای او لاره ده چه زمونږ زړورو او په وطن مینو وطنوالو دننګرهاریانو ، کنړیانو ، لغمانیانو او شینوارو شریف ولس ته دهغو دعزت او شرف خوندی ساتلو دپاره که څوګ ګوندی وه که څوګ غیر ګوندی وه که دولتی وه که غیر دولتی وه خو ارزو او هیله یی یوه وه . دا ارزوعالی وه ، انسانی  وه ، ایمانی او شریفانه وه ،چه هغوی د کمک لپاره د نورو سیمو نه راغله او دی لار کی په ایمانداری او میړانی شهیدان شوه، او هر یو ته مو دعا وکړه چا چه په دی لاره کی دنورو دپاره خوږ ژوند قربان کړه. کله چه موتر دسرخکان  دپله په لور حرکت وکړ هغه کلی چه ټول ژوند کی اوسیدونکو دموسمی بادونو دلاسه شکایت کا وه او دزیړانیو ددشتو شګو بیا ددوی د کورونو دخټینو دیوالو سره موازی دشګو دیوالونه دشمال دلاسه جوړیده ورته مو نظر شو. هوداهغه کلی ده چه سفوخیل نومییږی . کوم  چه په وطن مین شهید زرداد دخپلو لوړو او انسانی هیلو په څنګ کی چه دانسان سعادت وه . دا هیله یی هم همیشه درلوده او ویل یی که جنګی حالت دسولی او ثبات خواته کډه وکړی نو ددی شګو غم به وخورم او شګی به مهار کړم تر څو ددی کلی ولس نور مجبور نشی چه ددیوالو دخوا شګی په ډیر سختی لری کړی خو له بده مرغه هم قهرمان زرداد او هم وروریی نواب، دوطن د خدمت په لاره کی سر ورکړ او ارمانجن لاړل . کوم چه خپلو خلکو ته یی وعده ورکړی وه ، خو دده انسانی هیله ناولی جګړی په خپل کور کی دننه نا ممکن کړه. اوس به د هغو شګو غم څوګ وخوری .تر څو شهید زرداد تری خوشحاله شی. لږ وړاندی مو د شهید داداګل ، شهید زمری ، شهید استاد سمیع الدین هوتک،شهید معا ذ الدین هوتک ، شهید ملنګ هوتک،شهید قیوم ،شهید اسلام جان ، شهید فهیم او شهید انجینر قسیم او مرحوم استاد عبدالرحیم کلی مو تر سترګو شو او ددوی میړانی او کارنامی رایادی شوی. هود ددغو عزیزانو د شهادت  خبر تر اسمانه هم و رسیده  ټول یو ، یو رایاد شول او د ګوند ریس ته می ددوی د مبارزی او میړانی په هکله ډیر هغه  څه وویل چه دوی یی مستحق وه. هود غوعزیزانو دوطن په لاره کی اګاهانه قربانی ته په ډیر میړانه ودانګل . که له یوی خوالار لنډیده خو بل خوا دردونکی پرونی صحنی او خاطری هم یو، یو را ژوندی کیدل ، هو دمند روړ زیارت ،هغه د دری لاری زیارت صحنه می په سترګو شوه کوم چه مخالف لوری کمین راته نیولی  وه ، هغه بیردوم او هغه قهربان بیردوم چلونکی یی چه په راکت یی وویشتو هغه دلاور وطنپرست سرباز زخمی شو. خو ژوند ماسره یاری وکړه روغ رمټ پاته شوم او هغه دوهم ځل می بیا را یاد شو همغه دمندروړ باغونه را یاد شو، که تانګ  نابود شو ولی مونږ ټول ژوندی پاتی شو او ژوند یو ځل بیا یاری وکړه .له هغه ځایه هم تیرشوو او دخټکی او توره کی کلی ته ورسیدو او دوی را یاد شو چه  ددوی خپله لویه الحمد الله خو ځه چه قل هوالله یی هم نه وه یاده. ولی دلغمان ولس او روشنفکران یی دکافر په نوم د خروټو په کلی کی نیول او وژل یی. ددوی کړنی نه هیریدونکی دی. خو زړورو ولس ډیر ژر ددو چاره وکړه . دهغه سیمی خلک یی ورڅخه دابد دپاره خلاص کړه، هو لږ وړاندی دریم کلی چه هغه کلی هم ښی خوا کی پروت وه چیرته چه سید احمد ، بهلول او غریب مل غوندی قهرمانان په کی پیدا شوی وه او په میړانه سید احمد او بهلول دشهادت جام وڅکه او غریب مل په ډیر سختی په خپل مرګ و مړ. څلورم کلی چه مخی ته را غی کنده نومیده، دا هغه کلی دی چه، هغه کلی او د هغه کلی خلکو چه هیڅکله یی ښادی او خندا په برخه نشوه هیچا پری رحم ونه کړ اولین شهید هم دی کلی او دغه زحمتکش او سرلوړی ولس ورکړ، او تر اوسه یی اخرین شهید  هم دده ولس او کلی په برخه شوی. دا کلی ډیر زیات باورمند ګوندیان درلوده. دده کلی او ولس غمیزه اود غمیزی داستان هلته شروع شوه چه غلام دستګیر دا د خواری اوزحمت زوی په قرغیو ولسوالی کی د زحمتکشانو د ګټو نه ددفاع په حالت کی  زخمی او بیاد څو ساعته وروسته د لغمان په روغتون کی مړ شو. هو دا لمړنی درد وه او لمړنی ژړاوه چه ټولو وژړلی ، او له دی ځایه ژړاوی شروع شوی.  او نورو سیمو او کورو ته ژړا هم کډه وکړه. هو د هغه وخت د مسولینو له خوا تصمیم ونیول شو چه  دغلام دستګیر جنازه باید دپلار او مور ، کوراو کلی او د هغه میرمنی ته چه دری میاشتی یی له واده تیری شوی وی د اخرنی وداع دپاره ویوړل شی .هو فیصله همداسی عملی شوه. کلی ته دیو زړور انسان جنازه ویوړله شوه. پلار یی چه شپه او ورځ دمقابل لوری سره بی له سلاح جګړه کوله . بیل په اوږه دجنازی خواته راغی. دملګرو په لیدو سره غږ یی  وکړ راته ښکاری چه زوی او یا وراره می شهید شوی ؟ هو بله چاره نه وه بی له دی چه زه خپله ورته هو ووایم ، کلی کی ماتم شو دوست او دشمن وژړل . دی لادشل کلو نه وه چه د دری میاشتو ناوه او دناوی نه بیا یو امید او یوه نښه دانجیلا په نوم ورنه پاته شوه. سهار دغرمی خواته نژدی شو او د شهید جنازه بیرته دلغمان تپی ته چه وروسته د شهیدانو په تپه ونومول شوه. دلغمان مرکز ته انتقال شوه. دلوی جمعیت په منځ کی غلام دستګیر خا وروته وسپارل شو. دی اولین شهید وه .له بده مرغه دده د جنازی په مراسمو کی  نا څاپه ددهشکی مرمی د لری راغله او دیوباتور پلار او دیو زحمتکش دهقان په زړه یی اثابت وکړه اود خپل شهید زوی دستګیر په قبراوږد وغزید او شهادت یی نصیب شو کوم چه ده غو ښته او ویل یی رویه بی له تا ژوند ګران دی ما ځان ته وغواړه. چه دی دردونکی صحنی  ټول راغلی او ښاغلی حیران کړه. چه تاریخ د بشریت تر اوسه داسی دردونکی صحنه نه لری. دا شهید کا کا غیاث وه. دا د شهیدغلام دستګیر پلار وه او دا دوهم شهید وه. هو دا شهید قوم وا خیست په پلارنی هدیره کی خاورو ته وسپاره هو دا کلی د ۱۴ کلن شیراغا کلی  وه چه د خپل کا کا زوی غلام دستګیر سلاح یی په ځمکه پرینښوده او ولسوالی ته لاړ او دی هم شهید شو. دا د شهیدعزت الله کلی دی چه په میړانه وجنګید، ځان یی قربان کړ او ولسوالی ته یی په خپل مرګ دسوغات په تو ګه نجات ورکړ . هو دا دزړور قهرمان شهید عبدالکافی کلی دی. چه هیڅ اهریمن ته یی سر ټیټ نشو دمرګ په وخت کی یی هم  په مقابل لوری ودانګل هم  یی ځان ابدی کړ او هم یی ځان ته تاریخی نوم په برخه کړ. داد جمدر شهید کلی دی چه د خپل پلار کا کا غیاث شهید او خپل ورور شهید دستګیر په قبر یی چه لا ۱۵کلن نه وه سوګند وخوړه چه وبه جنګیږی. داد شهید عارف او نازولی شهید بنارس او شهید باقی کلی دی چه وطن سره د مینی او محبت په ګناه شهیدان شو. دا داسلام او محمدا جان ما ما کلی دی چه د یوانتقاد په ګناه امینی جلادانوووژل . دا دشیراقا شهید کلی دی چه د کوچنی شهید شیراغا  بی همتا ځای یی ډک کړ. دا دریس خان کلی دی  چه د خپل ورور شهید شیراغا سلاح یی تر لاسه کړه . دا د شهید معلم محمدصادق شاکر کلی دی  چه په یو لاس کی کتاب او په بل لاس کی تیاتر ته لیکل او دا وطلبانه دسر بازی خدمت ته ور ودانګل .داد باتور شهید بریالی کلی دی چه یوی کونډی مور لوی کړ دزمری په شان ټول وطن کی داسی ځای نه شته چه دزحمتکش انسان دسعادت دپاره نه وی جنګیدلی  ولی نا ولو لاسونو هغه یی هم په شهادت ورسواوه. اویوه کونډه مور یی بیا بوره کړه دا دسیداجان شهید کلی ده چه خپل دزوی تولد یی هم ونه لید. دا داسد الله شهید کور او کلی دی چه دمور سترګی ورپسی وړندی شوی. دا د مصلح الدین شهید کور او کلی دی دا دسیداحمد شهید دا دوارث شهید اود شهید خیبرخان کلی دی چه مردانه وار خپلو خلکو ته وفادار پاته شو مرګ یی  همت  وګاڼه او په پستی  کی ژوند ورته له مرګه بدتر ښکاریده او دمیړانی په خاطر شهیدان شول . داد شهید حبیب الله کور او کلی دی  چه د خپلی کونډی مور زړه یی یو ځل بیا په خپل شهادت سوری کړ اود حبیب الله مړینی او غم دا مظلومه هم مړه کړه. دا دسرمعلم  شهیدهدایت الله او شهید معلم عبدالواحد کور او کلی دی، دا دشهید شکرالله  د مور یوازنی زوی کلی دی. دا د شهید امان الله سرباز او ظابط عنایت الله شهید کلی دی.دا د شهید طاهر او شهید داکتر شریف جان کلی دی، دا د شهید محمود، شهید ذبیع جان ،شهید خان محمد ، شهید متین کلی دی، دا دولسوال شهید زړورعبدالحق کلی دی  دا د شهید شعیب او شهید غیور کلی دی دا کلی اودی ولس تل ژړلی دځان دپاره یی هیڅ نه غوښتل خو دنورود سعادت دپاره یی زامن وزیږول لوی یی کړه او دوطنپرستی درسونه یی ورته ورکړه، دی ولس لویی هیلی درلودی . دده کلی د درد او غم داستان لا تر اوسه هم خلاص نه ده  . هو دی کلی کی  دیو دیوال لاندی نر او ښځی دراکت دمرمی له امله تر دیوال لاندی هم شوی او ټول شهیدان شوه. په دی کلی کی بیګناه ولسی خلک هم وژل شوی هغه هم یوه دردونکی او نه هیرونکی صحنه وه چه دشهید ملک کا کا، میرعطا ماما، قاری ما ما، نورا لله ماما او مظلوم عمرا لله او معلم غلام حسین د نورو شهیانو په نمایندګی راته را یاد شو او ومی لیکل دوی ددرناوی وړ دی . هود شکر ځای دی چه عبد الستار ، ارصلاح ، عسکر او ګل محمد تر اوسه لا ژوندی  دی ، هو ددی کلی نه چه بی له دمی که تیر شو، تا سو پوهیږی دا ولس او ددی کلی شهیدان به څه و وایی ، ددی کلی او ددغه کلی دشهیدانو دیاد او احترام په خاطر دسهارښه چای مو دهغه کلی دیو وطنپرست په کور کی وشکه.ددی کلی بل خواته دشهید نجیب ا لله، شهید محمد اسحق او شهید محمد صدیق کلی دی ددو میړانی غږ هله دهر چا غوږو ته ورسید چه تن په تن جنګ شو دری تنه ددوی د ارمانونو مخا لفین یی له ځانه مخکی نا بود کړه ، ددی کلی نه چه تیر شوو د شهید نقیب الله ، شهید بریالی ، شهید سید عمر او شهید بر ګټ کلی دی ددی کلی خوا کی د ګل جان شهید کلی می تر سترګو شو د هغو سر ښنده او میړانه را یاده شوه او داکتر راوش ته می دا کلی او ددی کلی افتخارات ټول تشریح کړه،  ګورم  چه موتروان د کړوو کلی ته د قهرمانو ګوندیانو او مدا فغینو کلی ته ورسیدو. ددی کلی  ولس د۱۳۶۲ کال د اتمی میاشتی دلمړی تاریخ په نیمه شپه کی دیوی لویی او دردونکی ناورین سره د هغه وخت د مسو لینو د پوره بی کفایتی بی غوری او هم د یوی رذیلانه دسیسی له امله مخامخ شو او غمیزه صحنه یی د کړاووپه کلی کی زمونږد با همته عزیزانو په برخه کړه او جوقه جوقه د نارینه او ښځینه په شمول ووژل. زمونږ د عزیزانو د وژلو او قتل خاطره رایاده شوه، دا هغه کلی دی چه دوه کورنی د انسانی عقایدو او د خبل د کلی دعزت او وقار دساتلو  په ګناه دټولی کورنی سره په نا پاکو لاسو ووژل شول دا د محمد ابراهیم  اومحمد انور قهرمانی کورنی وی چه د محمد ابراهیم څلور او د محمد انور دوه بیګناه زامن یی ووژل دا هغه کلی دی  چه قهرمانی مور خانم بیګم یی داور په لمبو کی وسوزوله، دا هغه کلی دی چه په یو ورځ او یو ساعت کی زمونږ په وطن مینو شاه زلمو هر یو محمد ابراهیم،محمد انور،اکبر، فرهاد،بازمحمد،عبد الرحیم،محمد الدین،وړوکی،غلام محمد، د غلام محمد میر منه، امیر محمد، محمد خنیف،غفور،غلام جان،عطامحمد،سلطان محمد،محمد اسلام ،عبدالرشید،فتح محمد ،عیسی خان ، معلم شفیق ، شیر علی ، ارصلاح ، او ددوی میرمنی او ما شومانو په ګډون بیرحمانه یی ووژل چه دټولو  شهیدانو تعداد ۱۶۰  تنه اعلان شو. هو دا کلی د کندی دکلی په شان تل زوریدلی او دردیدلی، هو دا همغه کلی دی چه تل مو جلسی  دایرولی دا دشهید شهماس  کلی دی.هو دسرخکان نه تر لغمان څومره چه کلی مو مخی ته راته هغه اشنا کلی را ته ویجاړ ، وران او نا اشنا ښکاریده . خو ددی کلوغمیزی او ځوانان یی رانه کله هیریږی. د ټولو کورو د چا در نه وه دچا بیا دروازه او دړه نه وه، دچا دیوال نه وه او دچا بیا چت نه وه. هو جګړی او جګړه مارو غلو له یوی خوا او موسمی بارانو له بلی خوا دا کلی ټول وران کړی وه . هو خالی کورونو له بلی خوا دا ټول کلی په کنډوالو بدل کړی وه . ټولو تری کډه شوی وه .هیڅ می تحمل نشو کولی اوښکی می له سترګو جاری وی. درد می هلته لا زیات شو. هغه سرای چه اول ځل می دمبارزی  الفبا په کی د دمحترم استاد افتخار او شهید استاد اقا محمد له خوا یاده کړه هیڅ اثر یی نه وه. ما غوښتل تر څو هغه کوټه ووینم چه دانسانیت درس می د ګرانو ملګرو  مرحوم فتح محمد، الفت، عزت الله،شهید سمیع الدین، شهید انجینر قسیم او محمد طاهر سره يو ځای په  کی یاد کړه. اونه هم د هغه بنګله دیش اثار نه وه خو یو څه وه چه د شهید جبار دهغه وخت ډیر ښه خاطرات را یاد شو او د هغه بنګله دیش څیره می په نظر شو چه ملګری بشرمل زمونږ په خدمت کی ورکړی وه. او نه هم د شریف ما ما سمڅی نه کوم اثر وه چه جلسات مو په مخفی توګه دایرول چه یو ورځ حاجی جبار کاکا ور غلولو او طاهر یی دځان سره بوت. هو پوره ۱۰ بجی د جدی د میاشتی ۱۱ نیټه دلغمان ښار ته ورسیدو چه یو ملی او معزز شخصیت محترم الحاج« س «، مو انتظار کاوه د لږ روغبړ نه وروسته فیصله وشوه چا تاسی به خپل جلسه دایره کړی بیا ټول دجلسی نه وروسته زما میلمانه یاستی ددولت دساحی نه لری به چکر در کړم تر څو پوه شی چه په دی زخمی وطن او مظلوم ولس ، ولی سرلوړی ولس څه تیریږی. تر څو د مبارزی شعار د ځان سره کابل ته یوسی او میدیا ته په اختیار کی ورکړی. هوهمداسی شو هلته لاړو چیرته چه دلغمان دولایتی شورا اجراییه هیت غړو او دولسوالیو مسولین دعوت او را غونډ شوی وه، کله چه سالون ته داخل شواشنا خو اشنا وه او نا اشنا هم بیا ملی او ګوندی دندو مونږ ته اشنا کړل، بل څوګ  نه وه ټو ل دسختو ورځو یاران وه او دوی په ډیره ایمانداری ، میړانه او خاصه علاقه یی په ډیر بدو او سختو ورځو او شپو کی مبارزه کړی وی. دوی نوی سوګند کولو ته را غلی وه ، دوی را غلی وه چه د ګوند مشرتابه او را غلی هیت او د ګوند ریس محترم راوش ته د زحمتکشانو د ګټو نه ددفاع د مبارزی اطمنان ورکړی. هو جلسه د روغبړ او لږی دمی نه د ملګریتوب په فضا کی دمحترم ملګری معصوم د لغمان دخلکو د ګوند د شورا دریس له خوا په رسمی توګه شروع شو. ملګرو په خپل وار خپلی خبری وکړی خپل عالی او انسانی نظریات او پیشنهادات یی هیت ته او په خاصه تو ګه د ګوند ریس ته وویل او د هر نوعه قربانی اطمنان یی ورکړ، او د جلسی غړو دوحدت او یوالی په فضا کی د کنګری او د خلکو د ګوند د پلنوم دفیصلونه ملاټړوکړ. او دمحترم داکتر راوش دخلکو د ګوند دریس په ارزښتناکه وینا ګوندی او ارزښتناکه جلسه ختمه شوه او نوی دندی ملګرو ته وسپارل شوی. هو کله به مو چه دیو ملګری نه پوښتنه کوله چه هغه بل ملګری چیرته دی ، ښه ځواب می وانه ورید ټول دردوه او ناورین وه ، یا شهید وه، یا په خپل مرګ مړه وه او یا  نورو ځایو ته کډه شوی وه دجلسی نه وروسته دشکور جان او عارف جان په لټه کی شوم ، ومی لټول پیدا می کړه ،خو دوی هم د نورو په شان دردیدلی وه پلرونه او میندی یی مړی شوی وی نور می نشو کولای دچا وپوښتم دا ځکه نور می ددردونو داوریدو توان ځان کی نه لره ، دجلسی نه وروسته د ډوډی خوړلو په لور د ډیر ګران او ښه دوست محترم  الحاج ـ س ـ د کور په لور حرکت وکړ زیات قدر مو په برخه شو د  محترم  حاجی صاحب ـ س ـ نه مننه، ډوډی چه خلاصه شوه دوعدی سره سم یو څه سیمی  مو ولیدلی جنک ډیر ناورین دلغمان ولس ته به برخه کړی وه کوم چه همدی ناولی جنګ نورو سیموته زیان رسولی .هو کلی او کور هغه هم خټین کورونه هله لا کنډواله او خرابه شی چه یا یی خاوند مړ وی ، یا کډه شوی وی او یا هم بیا غربت سره لاس او ګریوان وی نور مو ځه په توان کی نه وه ډیر ژر سوله او سعادت مو ټول ولس ته وغوښتل. ددوستانو نه مو دتللو هیله وکړه بیا مو د ننګرهار په لور حرکت وکړ بیا مو  تکرار هغه کلی چه وران او ویجاړ وه و مو لیدل د ماښام ۶ بحی همیشه بهار ننګر هار ته ورسید لو او ګوندی دفتر ته ور دا خل شوو د ننګرهار د ښار او ولایت د خلکو د ګوند اجراییه  هیت غړی ګران ملګری را ټول شوی وه  د لنډ روغ او بړ  او د می نه بیا هر یو تر سهاره خپل په طرف لاړو دسبا ورځی وعدی ځای ګوندی دفتر او د جدی ۸ نیټه د سهار ۱۰ بجی وټاکل شوه شپه مو ډیره ښه تیره  شوه  او ډیر عزت مو وشو ډیر یی ونارولو د مرحوم وروراو ملګری کورنی می دی اباد وی.

 

(   دریمه برخه د همیشه بهار په هکله ډیر ژر لو ستونکو ته وړاندی کوم )